سیمه ییز چارواکي: د دولت مخالفینو د افغانستان شمال او جنوب کې شپږ کسان په ډزو وژلي

طالبانو په وار وار د خپل کنټرول لاندې سیمو کې د نامشروع اړیکو په تور کسان سنګسار کړي یا په ډزو وژلي دي د انځور حقوق Getty Images
Image caption طالبانو په وار وار د خپل کنټرول لاندې سیمو کې د نامشروع اړیکو په تور کسان سنګسار کړي یا په ډزو وژلي دي

د پلازمېنې کابل په جنوب کې د لوګر ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، وسله والو کسانو یوه ښځه او یو سړی په ډزو وژلي دي.

د لوګر د والي ویاند سلیم صالح بي بي سي ته وویل، وژل شوي کسان د محمد آغې ولسوالۍ د "آب بازک" کلي اوسېدونکي و او تراوسه څرګنده نه ده چې ددوی ترمنځ څه خپلوي وه.

د هغه په وینا، دغه ښځه او سړی د "نامشروع" اړیکو په تور لومړی محاکمه او وروسته په ډزو وژل شوي دي.

ښاغلي صالح وویل، دا کسان د شنبې په ورځ (حمل/وري ۲۶مه) د لوګر په آب بازک کلي کې د دولت مخالفو وسله والو لخوا په ډزو ووژل شول.

هغه وویل، ددغې پېښې په تړاو حکومتي بنسټونو څېړنې پیل کړې دي.

بلخوا د افغانستان د شمالي ولایت سرپُل د والي ویاند ذبیح الله اماني بي بي سي ته وویل، د طالبانو او اسلامي دولت (داعش) نومې ډلې وسله والو چې د صیاد ولسوالۍ کې فعالیت لري، درې ښځې او یو ماشوم په ډزو وژلي دي.

اماني وایي، دا کسان د تېرې یکشنبې په شپه (حمل/وري ۲۷مه) ددې ولسوالۍ په بلانغور نو سیمه کې اعدام کړي دي.

هغه وویل، دغه سیمه د طالبانو په کنټرول کې ده او دا کسان له دولت سره د همکارۍ او یا هم د دولت د ملاتړ په تور وژل شوي. خو هغه وویل، دې کسانو له دولت سره کومه اړیکه نه لرله.

د اماني په وینا ځینې راپورونه شته چې وایي دا کسان د طالبانو د هاوان په برید کې وژل شوي، خو ده وویل دا راپورونه ناسم دي.

د طالبانو اړوند وسله والو څو ځلې د افغانستان په بېلابېلو سیمو لکه په شمال ختیځ ولایت بدخشان کې ښځې او سړي د نامشروع اړیکې په تور صحرایي محاکمه کړي او هغوی یې سنګسار یا په ډزو وژلي دي.

+ 'طالبانو بدخشان کي یوه ښځه سنګساره کړې ده'

+ بادغيس: طالبانو د 'ناروا جنسي اړيکو' په تور ښځه اعدام کړه

+ "طالبانو بدخشان کې يوه ښځه او خاوند په ډزو وژلي"

+ طالبانو د ناروا جنسي اړیکو په تور یوه ښځه په ډزو وژلې

+ په غزني کې یوه ښځه د خواښې د وژلو په تور وژل شوې

اړونده مطالب