مک ماسټر: طالبانو ته باید ماتې ورکړل شي

د انځور حقوق Reuters
Image caption په پام کې ده، چې ښاغلی مک ماسټر به افغانستان کې د خپل سفر له پای ته رسېدو وروسته پاکستان ته هم لاړ شي

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ملي امنیت سلاکار جنرال هربرټ ریمونډ مک ماسټر چې افغانستان ته په سفر تللی، ویلي طالبانو ته باید ماتې ورکړل شي. مک ماسټر وايي، یو شمېر هغه طالبان چې غواړي د خبرو له لارې د سولې بهیر کې ګډون وکړي او غواړي له تاوتریخوالي لاس واخلي ډاډمن دی، افغان مشرتابه یې هر کلی کوي.

نوموړي کابل کې له یوې ځايي رسنۍ سره خبرو کې ویلي، هغه طالبان چې د سولې هڅو ته هرکلی نه وايي، باید د جګړې په ډګر کې مات شي. تر اوسه طالبانو د مک ماسټر څرګندونو په اړه څه نه دی ویلي. دا وروستیو کې یو شمېر لوړ پوړو امریکايي چارواکو پر روسیې تور پورې کړی و، چې ګواکې د وسله والو طالبانو ملاتړ کوي.

مک ماسټر: افغانستان کې به ترهګرو ته خوندي ځای نه وي

د ټرمپ د ملي امنیت سلاکار افغانستان ته تللی

امریکايي جنرال پر روسیې تور پورې کړی، چې طالبانو سره مرستې کوي

ښاغلي مک ماسټر دې لړ کې په ځانګړې توګه د یوه هېواد له نوم اخیستو پرته ویلي، د سیمې هېوادونه باید د طالبانو یا کومې بلې وسله والې ډلې چې له افغان حکومت سره جګړه کوي، ملاتړ کولو او جګړې اوږدلو پر ځای باید مثبت رول ولوبوي او له افغانانو سره مرسته وکړي.

د مک ماسټر په خبره د داسې یو پوځ رامنځته کول، چې په ورته مهال کې پر جګړه بوخت وي، اسانه چاره نه ده، نوموړي ویلي، هېواد یې افغانستان ته او د افغانستان امنیتي ځواکونو ته د هغه ملاتړ ورکړې لپاره ژمن دی، چې دوی ورته اړتیا لري.

که څه هم هغه کوم مشخص نوم نه دی یاد کړی، خو په وینا یې په تېر کې افغانستان کې د دغه هېواد هوايي ځواک پیاوړتیا لپاره ډېره لیوالتیا نه وه، چې وايي اوس د نوي مشرتابه کسان کولای شي د افغانستان هوايي ځواک لپاره ګډې هڅې وکړي.

په پام کې ده، چې ښاغلی مک ماسټر به افغانستان کې د خپل سفر له پای ته رسېدو وروسته پاکستان ته هم لاړ شي.

هغه وايي، غواړي پاکستاني چارواکو ته ووايي، چې افغانستان او بل هر ځای کې د خپلو ګټو خوندي کولو لپاره باید د نیابتي خونړۍ لارې پر ځای دیپلوماتیکه لاره غوره کړي.