ارګ: مسعود د فرمان له مخې ګومارل شوی او لیرې شوی

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د احمد ضيا مسعود غبرګون

د ولسمشر غني له خوا د ښې حکومتولۍ او اصلاحاتو برخه کې د هغه استازی احمد ضیاء مسعود لیرې کړ. ښاغلي مسعود یې غبرګون کې وویل ولسمشر د ده د لیرې کولو حق نه لري. ارګ وايي احمد ضیاء مسعود لکه څرنګه چې د ولسمشر د فرمان له مخې دنده پیل کړې، د ولسمشر په فرمان لیرې شوی.

د ولسمشر غني یوه ویاند شاه حسین مرتضوي بي بي سي ته وویل ولسمشر له اساسي قانون سره سم ګام اخیستی:

"په لوړو دولتي څوکیو د کسانو ګومارنه او لرې کول د اساسي قانون له مخې د ولسمشر واک دی، احمد ضیاء مسعود لکه څنګه چې د فرمان له مخې دنده پيل کړه اوس د فرمان له مخې له دندې لرې کېږي، اوس موږ یوازې د ښاغلي مسعود لرې کول منو، دا چې له ادارې سره به یې څه کېږي په دې اړه به وروسته پرېکړه وشي."

تېره شپه د ښاغلي مسعود د لیرې کېدا له فرمانه وروسته د ولسمشرۍ دفتر وویل چې دی په خپلو کارونو کې بریالی نه و. دا لومړی ځل دی چې په دغه ډول یو تور کوم لوړ پوړی افغان چارواکی په تېره یوه نیمه لسیزه کې له دندې ایستل کېږي.

د احمد ضیاء مسعود غبرګون

د ښې حکومتولۍ او اصلاحاتو په برخه کې د ولسمشر غني پخوانی ځانګړی استازی احمد ضیاء مسعود وايي، ''ولسمشر یې له دندې د ګوښه کولو حق نه لري او هیله ده هغه خپل فرمان بېرته واخلي. ''

تېره ورځ ولسمشرۍ ماڼۍ د یوه فرمان په ترڅ کې ښاغلی مسعود له دندې ګوښه کړ.

نوموړي د سې شنبې په ورځ (وری ۲۹مه) کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، دده د ګوښه کولو په باب د ولسمشر فرمان یې د ملي تلوېزیون له لارې واورېد او له ده سره د دغې ګوښه کېدنې په اړه سلامشوره نه ده شوې.

ښاغلي مسعود زیاته کړه، له دندې د ګوښه کولو په اړه یې له هغه سره نه مشوره شوې او نه یې ګناه ور معلومه ده: "د ملي وحدت حکومت له ډلو ټپلو جوړ دی. د ټولو ډلو ترمنځ لیکلې ژمنه موجوده ده چې هېڅ ډله بله نه شي عزلولی."

ولسمشر غني احمد ضياء مسعود له دندې ګوښه کړ

احمد ضیا مسعود: د اداري فساد دوسیې نه څېړل کېږي

نوموړي ولسمشر غني ته په اشارې سره وویل "تاسو زما د واکمنولو او عزلولو واک نه لرئ. زما هیله دا ده چې ولسمشر خپل دا فرمان بېرته واخلي. د افغانستان خلکو ته ووايي چې دا فرمان په هېواد کې بې ثباتۍ ته لار هواروي."

ښاغلي مسعود وویل، افغانستان په داسې وضعیت کې دی چې ټیکاو ته اړتیا لري او دا چې حکومت د مصلحت پربنسټ جوړ شوی، ولسمشر د یو چا د ګوښه کولو حق نه لري.

ده وویل، د کورنیو جګړو د مخنیوي او د سیاست د نه قومي کېدو لپاره یې د ۲۰۱۴ کال ولسمشریزو ټاکنو کې ګډون وکړ.

له ولسمشرۍ ماڼۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې د اساسي قانون ۶۴مې مادې ته اشاره شوې چې ولسمشر ته یې د لوړپوړو دولتي چارواکو د ګومارنې او ګوښه کولو واک ور کړی دی.

ولسمشرۍ ماڼۍ تر اوسه له دندې د ښاغلي مسعود د ګوښه کولو په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

احمد ضیاء مسعود پخوانی مرستیال ولسمشر او د اسلامي جمعیت ګوند معاون دی چې په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې یې د خپل ګوند پر خلاف له ولسمشر غني څخه ملاتړ وکړ.

د انځور حقوق ARG

احمد ضیاء مسعود له ۱۳۶۰ څخه تر ۱۳۷۱ کال په پورې په پاکستان کې د خپل ورور احمد شاه مسعود او د اسلامي جمعیت ګوند د استازي په توګه دنده تر سره کړې ده.

نوموړي د ۲۰۰۴ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د معاون په توګه ګډون وکړ او تر ۲۰۰۹ کاله د افغانستان مرستیال ولسمشر و.

ورپسې ښاغلی مسعود (د افغانستان د ملي جبهې) مشري کوله چې د دولت له اپوزیسیوني ایتلافونو و، خو د ۲۰۱۴ کال د ولمسشریزو ټاکنو پرمهال یې جبهه په ډلو ووېشل شوه.

نوموړي د ۲۰۱۴ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د زلمي رسول د مرستیال په توګه ځان نوماند کړ، خو په دویم پړاو کې یې له محمد اشرف غني خپل ملاتړ اعلان کړ.

امرالله صالح وزیر او نادر نادري د اداري اصلاحاتو کمېسیون مشر

ورته مطالب