د هر ولایت متوازنې پرمختیا ته یو میلیون ډالر بودیجه

Image caption د چارواکو په وینا ډېر ټينګار يې د پوهنې او روغتیا په برخه دی.

افغان چارواکي وايي، د ولایتونو په کچه متوازنه پرمختیا د ملي یووالي حکومت په لومړيتوبونو کې ده او همدې موخې ته د رسېدو لپاره يې د ولایتي بودیجې جوړونې پالیسۍ پر پلي کولو پيل کړی.

په دې پالیسۍ کې هر ولایت ته د ۱۳۹۶ کال لپاره يو ميلیون ډالر ځانګړي شوي.

په همدې حال کې د ولایتونو استازي وايي، ولایتونو ته د مشخصې بوديجې ځانګړي کول به هلته پرمختیايي چارې ګړندۍ او د بودیجې په لګولو کې د ولایتي چارواکو واک ډېر کړي.

+ اشرف غني د افغانستان کانونو برخه کې د استرالیا همکارۍ لټه کې دی

+ ولسي جرګې د ۱۳۹۶ کال بودیجې طرحې تصویبول ځنډولي

د افغانستان د اقتصاد وزارت چارواکي وايي، د دې پالیسۍ له پلي کولو سره غواړي د ولایتونو په کچه په اقتصادي او ټولنيزو چارو کې همغږي رامنځ ته او هلته پلان جوړوونکې ادارې ځواکمنې کړي.

د اقتصاد وزیر عبدالستار مراد: "له دغه لارښوده په ګټې اخيستو سره حکومت په پام کې لري چې د ولایتونو په کچه پلان جوړوونکي ارګانونه ځواکمن، د ولایتونو پرمختیايي پلان جوړونې بهیر ښه او هلته پرمختیايي پروژې معیاري کړي. د ولایتي بوديجې جوړونې پالیسۍ او د پلان جوړونې لارښود پلي کېدل به په ټولو اقتصادي او ټولنيزو چارو کې د همغږۍ او یو والي لامل شي."

د دې پالیسۍ له مخې د ۱۳۹۶ کال لپاره ۳۴ میليون ډالره (هر ولایت ته یو میلیون ډالر) بودیجه په پام کې نیول شوې ده.

دغه بودیجه به په ولایتونو کې لومړيتوبونو ته په کتو د پوهنې، روغتیا، کرنې او د کلیو پراختیا او بیارغاونې وزارتونو له لوري لګول کیږي.

د چارواکو په وینا ډېر ټينګار يې د پوهنې او روغتیا په برخه دی.

د بودیجې د لګولو په برخه کې د ولایتي مسوولانو د واک کموالي دوی له مرکزي ادارو ګيله من کړي خو اوس چارواکي وايي، د دې پالیسۍ له مخې يې واک او مسؤولیت ډېريږي.

د اقتصاد وزارت چارواکي وايي، په دې پالیسۍ کې له یادو پیسو پرته هغو ولایتونه ته ځانګړې توجه ډېره شوې، چې په تېرو کلونو کې له پرمختیايي چارو محروم پاتې شوي وو.

دا مسؤولان داسې مهال د ولایتونو په کچه د متوازنې پرمختیا او ورسره د ولايتي چارواکو د مسوولیتونو د ډېرېدا خبره کوي چې د ملي یووالي حکومت هم په لومړيو کلونو کې د دغه کار ژمنه کړې وه.

+ "تر ۷۰ سلنې کمې بودیجې لګوونکي وزیران استیضاح کېږي"

ورته مطالب