د کم عمرۍ ودونو مخنیوي لپاره د افغانستان پروګرام

د انځور حقوق OFFICE OF THE FIRST LADY
Image caption لومړۍ مېرمن رولا غني په کم عمرۍ کې د نجونو ودول غمناکه پدیده بللې

په کم عمرۍ کې د نجونو د ودولو د مخنيوي د ملي عملي پلان د اعلانولو په مراسمو کې د افغانستان لومړۍ مېرمنې رولا غني دغه ډول ودونه غموونکي وبلل.

د نجونو ځواکمنول او پر ځان بسیاینه او د خلکو د پوهاوي د کچې لوړول د دغه پلان مهمې مادې دي، چې د بريتانیا او کاناډا په مالي مرسته په کابل کې پرانیستل شو.

کارپوهان په لږ عمر کې د نجونو د ودولو اصلي لامل بېوزلي بولي.

د کابل یوه اوسېدونکې فتانه وايي، ۱۴ کلنه او د ښوونځي په اووم ټولګي کې وه چې ورور يې د دې له پوښتنې او رضا پرته، د یوه هلک په نوم کړه. هغه وايي، له همدې کبله ښوونځی ترې پاتې او ارمانونه يې نيمه خوا شول:

''زه خپل مشر ورور یو چا ته په نوم کړم. زما له درس او ښوونځي سره ډېره مینه وه. ما غوښتل چې درسونه خلاص کړم نو چېرې به دنده پېدا کړم او کار به کوم خو هر څه رانه پاتې شول. ''

د افغانستان بشري حقونو کمیسیون د ماشومانو د ودونو زیاتوالي په اړه خبرداری ورکړی

"کم عمره نجلۍ سره واده کوونکی به زنداني شي"

پاکستان کې د ۱۰ کلنې نجلۍ د واده مخنيوی شوی

افغان حکومت د دا ډول ودونو د له منځه وړلو په موخه یو ملي عملي پلان جوړ کړی او د پلي کولو لپاره يې خلکو ته د عامه پوهاوي ورکول مهمه وسیله بولي.

د افغانستان لومړۍ مېرمن رولا غني د ماشومانو ودول یوه غموونکې پديده ګڼي.

هغه وايي، په وړکوالي کې د يوې نجلۍ ودول که یو خوا له هغې د ماشومتوب خوږې شېبې اخلي نو بلخوا هغه له لیک لوست او پخپل مټ له کار کولو بې برخې کوي، چې دا چاره د هغې ژوند له خطر سره مخ کوي:

''په زور ودول په یوه ټولنه کې ناوړه پایلې لري. د ساینس او بیالوژي له مخې په کم عمرۍ کې د نجونو وجود د مېندوارۍ جوګه نه وي، ځکه خو د زېږون پر مهال د ځوانو مېرمنو د مړينې کچه لوړه ده. موږ له دغه کار سره یوازې د خپل اولاد ژوند له خطر سره نه مخ کوو بلکې خپلې ټولنې ته هم ضرر رسوو. ''

زیاتره په دې نظر دي چې کورنی تاوتريخوالی او د نورو په خوښه واده ته اړ ایستل په کم عمر کې د نجونو د واده لامل کېږي.

شبنم هغه مېرمن ده چې وايي، په ماشومتوب کې واده کولو ته اړ شوې او اوس يې هره ورځ مېړه وهي، ټکوي:

''هر وخت مې وهي او ټکوي، چې یوه خبره وکړي او ورته ووایم چې لږ صبر وکړه، بس هر څه چې په لاس ورشي، پرې ولي مې. ويښتان رانه شکوي. دا واده زما په خوښه نه و، ماما مې په زور راباندې ومنلو. ''

په وړوکوالي کې د ودونو له منځه وړو لپاره په جوړ شوي دغه ملي عملي پلان کې د ښوونځيو، مدرسو او جوماتونو له لارې خلکو ته د عامه پوهاوي په ورکولو ټینګار شوی.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د افغانستان په مدني قانون کې د نجونو لپاره د واده عمر ۱۶ کلني او هلکانو ته ۱۸ کلني ټاکل شوي

حکومت بې وزلي د دا ډول ودونو له مهمو لاملونو بولي او په دغه پلان کې يې نجونو ته د مسلکي زده کړو په ورزده کولو یې هم ټينګار کړی، چې لږ تر لږه پخپله یوه ګوله ډوډۍ پېدا کړای شي او پر کورنۍ بار نه شي.

جګړه او ناامني په وړکوالي کې د نجونو د ودولو نور لاملونه بلل کېږي، ځکه چې زیاتره کورنۍ وايي، له ناامنۍ او خطره په ډکو شرایطو کې د نجلۍ ساتل ورته له اندېښنې کمه خبره نه ده.

د افغانستان په مدني قانون کې د نجونو لپاره د واده عمر ۱۶ کلني او هلکانو ته ۱۸ کلني ټاکل شوي، خو په ځانګړي ډول یو شمېر ديني عالمان په دې نظر دي چې نجلۍ تر ۱۶ کلنۍ مخکې هم واده کولای شي.

ورته مطالب