د هلمند جګړې لومړۍ کرښه کې نښه ویشتونکي او شین چای

د انځور حقوق AFP
Image caption هلمند د افغانستان د کوکنارو د کر زړه ګڼل کېږي

دا ځل چې هلمند ته ولاړم پوهېدم چې د څه انتظار وکړم: ډزې، د تریاکو پراخ پټي او د جګړې نوې کرښې، خو فکر مې نه کاوه چې حالت به دومره څپڅانده وي چې دوست او دښمن به نه ښکاري. هلته په دې لا هېښ شوم چې طالبانو د سنګین ولسوالي ونیوله.

دا ځل هلمند ته تګ بل ډول حس راکړ. وضیعت ډېر ګډوډ و.

وروستی ځل چې مې د لښکرګاه وضعیت په دې حال ولید، د ۱۹۹۰ لسیزې لومړي کلونه مې سترګو ته ودرېدل، هغه وخت چې کابل د مجاهدینو لاس ته لوېدلی و.

هلمند کې لا هغه وخت د واکمن کیڼ لاسي ګوند د څو کورنیو په لاس کې و. له هغه وروسته مجاهدینو او بیا طالبانو پر هلمند حکومت وکړ. په تېرو ۱۵ کلونو کې هلمند تر ډېره د دولت په ولکه کې و، خو بیا هم دا ولایت د طالبانو، نښتو او مخدره توکو مرکز ګڼل کېده.

د هلمند سنګین ولسوالۍ مرکز طالبانو نیولی

هلمند کې د سړک غاړې ماین چاودنې ۱۱ ولسي وګړي ووژل

زه د مارچ میاشتې په منځ کې د کابل - کندهار پر ناامنې لارې هلمند ته ولاړم. دا خورا ستړی ۱۰ ساعته سفر و. په دې وروستیو کې له دې سړکه لښکرګاه ته بېله شوې لویه لار د طالبانو او دولت د جګړې ډګر و.

له ټکسي مې ولیدل چې طالبانو د پولیسو ماموریتونه په مینونو الوځولي وو. واړه پلونه هم ویجاړ وو او یو ځای سړک دوپال شوی و. د سړک پر غاړه د دولتي ټانکونو سوي بدنې پرتې وې.

ما څوک ونه لیدل

دا لار د سفر تر ټولو خطرناکه برخه ده. دلته طالبان لارې ته راوځي او دولت پلوي خلک له ځانه سره بیايي، خو ما څوک ونه لیدل.

د لښکرګاه خلک د طالبانو د محاصرې په سر هم ارام ښکارېدل. طالبان په دفاعي حالت کې وو او دولت چاڼیز عملیات پیل کړي وو.

په ورځ کې څو ځلي اپاچي چورلکې پر اسمان لیدل کېدې، دا ښايي د دې ښکارندویه وو چې ښار به طالبانو ته پرې نه ږدي.

طالبان امریکايي چورلکې بابېزه نه بولي. کله چې هغوی په ۲۰۱۵ کال کې د کندوز ولایت مرکز د لنډ وخت لپاره ونیو، دغو چورلکو هغوی ته ډېر زیان واړاوه.

خو مثبت فکر اسانه نه و، لکه یوه دوکاندار چې راته وویل: "ژوند بې ثباته دی او خلک له دولته خوښ نه دي. جګړه دومره نژدې ده چې موږ د شپې د خوب پر وخت ډزې اورو. سفر خطر لري او ډېر وخت غواړي، ښوونځي تقریباً تړلي دي. خلک له لویه سره نهیلي دي."

بیاهم د بې ثباتۍ او جګړې په منځ کې خلکو د ژوند هڅه کوله، خو د خلکو دې ته هم پام و چې ښار د طالبانو لاس ته لوېدلای شي.

نو د لښکرګاه ډېرو کار چالانه خلکو د طالبانو خواته یو د "کاکا زوی" پیدا کړی و.

یوه دوکاندار ډېر په ډاډ راته وویل: "طالبانو راته ویل بې غمه ګرځه، چې ښار تسلیم شو زموږ انډیوالان به ستا کور ته در ورسېږي."

ډېری هلمندیان سني مذهبه دي، خو شیعه لږکي هم شته.

طالبان شیعه کلي نه په نښه کوي. خو شیعه مذهبه بیا تر ډېره حکومت پلوي دي نو له طالبانو سره جوړجاړی د پښتنو په څېر ورته اسانه نه دی.

هلمند: د ځانګړو ځواکونو په عملياتو کې ولسي وګړي وژل شوي

د لښکرګاه شمال ته، په ګریشک کې شیعه مېشتي کلي د طالبانو د یوه مرکز نهرسراج او دولت ترمنځ پراته دي.

کلیوال په وېره کې دي، ځکه یوه وحشتناکه ورځ یې په یاد ده.

فراري

د نهرسراج ولسوالۍ یوه وکیل میرزا خان راته وویل: "مجاهدین چې راغله زموږ ولسوالي یې ونیوله. د باغران رییس راغی زموږ کلی یې چور کړ. خلک یې له کورو و ایستل، شهیدان یې کړل، ویې ویشتل. خلک ایران او پاکستان ته مهاجر شول. ځمکې او جایدادونه مو همدلته پاتې شول. خلک د شپې ولاړل فراري شول. د دغو اوسنیو حالاتو په اړه هم موږ همداسې تشویش لرو. "

د کمونیستي رژیم له ړنګېدا وروسته د هلمند سني وګړو هم ورته کړاوونه ولیدل، خو د ګریشک شیعه ګان وايي د باغران رییس کړه وړه د دوی د مذهبي اند او فکر په تړاو ناسم وو.

میرزا خان وايي د دوی دوه تنه قومي مشران چې د طالبانو تر ولکې لاندې د نهر سراج یوې سیمې ته د یوه بندي د خوشي کولو لپاره تللي وو، د طالبانو لخوا ووژل شول، چې میرزا خان دا هم یو ډول تبعیض بولي.

خو د طالبانو ویاند بي بي سي ته وویل: "هغوی دې هېڅکله وېره نه لري، هغوی چې داسې یوه معامله کړې، فکر کوم یو شخصي کار دی، ځکه د امارت دا پالیسي نه ده."

''۳۰۰ امریکايي پوځیان هلمند ته ځي''

وېره تر شیعه مذهبو پورې محدوده نه ده. د جګړې لومړۍ کرښه د لښکرګاه ښار پر څنډه ده. زه د بولان په سیمه کې د پوله ساتو ځواکونو یوه کنډک ته ولاړم.

دلته یو ګڼ کسیزه کلی د دوو جګړه ییزو ډلو ترمنځ وېشل شوی و او د ځینو کورونو مخې ته ماشومانو لاهم لوبې کولې. خو ډېری کورونه تش وو او دېوالونه یې د جنګي ډلو په لاس د اسانه تګ راتګ لپاره سوري شوي ول.

موږ ته وویل شول چې پر ځینو نوشونو تېز شو ځکه طالبانو له کوڅو ډزې کولې.

د کنډک قومندان جمعه خان خپله قرارګاه په یوه سرای کې ځای په ځای کړې وه او موږ ته یې وویل چې چای به په کوټه کې وڅښو، ځکه: "ګړۍ مخکې طالبانو سرای ته لاسي بم راوغورځاوه."

د انځور حقوق EPA
Image caption د پولیسو قرارګاه د څار او نښه ویشتونکو لپاره سنګرونه درلودل. ځینې یې پر بامونو وو او نور تر ځمکې لاندې.

"طالبان کله کله ډبرې راغورځوي"

ما په وېري او حیرانتیا ترې وپوښتل: "ایا طالبان دومره نژدې دي؟."

جمعه خان په ډېره کراره ځواب راکړ: "هو، کله کله ډبرې لا راغورځوي."

وروسته یوه بل خبریال راته وویل چې طالبان او پولیس یوه بل ته په نارو سره د چایو ستونه کوي، خو د چای بلنه تر اوسه چا نه ده منلې.

د پولیسو قرارګاه د څار او نښه ویشتونکو لپاره سنګرونه درلودل. ځینې یې پر بامونو وو او نور تر ځمکې لاندې.

د هلمند ګرمسېر کې د دولت او طالبانو ترمنځ نښتو مرګ ژوبله اړولې ده

د څار له ځایونو خاص څه نه ښکارېدل، خو څنګه چې موږ پر شنو چایو باڼدار کاوه، د باندې دوامداره ډزې روانې وې.

د هلمند جګړه یوه پېچلې شخړه ده. دلته هسې کرکه او وژنه نه ده روانه، لکه خلک چې فکر کوي. د یوې کورنۍ دوه غړي به ووینئ چې بېله کومې ګیلې په مخالفو خواوو کې جنګېږي.

د طالبانو قومندانان په دولت کې د ژور اغېز دعوه کوي. دلته قومي اړیکي او اقتصادي مجبورۍ پر سیاسي نظریو غښتلي شوي.

کاروبار او پیسو ټولې پولې هوارې کړي، همدا شېبه په هلمند کې ۴ غټي پروژې دي چې دواړو خواوو ته کار کوي.

د انځور حقوق AFP
Image caption هلمند د افغانستان د کوکنارو د کر زړه ګڼل کېږي

د بولان غونډۍ سوېل ته د نادعلي او مارجې ولسوالیو نوې لار ده. یوه ګنګوسه خو ان داسې وه چې یو ترافیک لیدل شوی و چې د دولت او طالبانو دواړو خواوو کې یې موټر تنظیمول.

خو ددومره ناویلي جوړجاړي سره سره هم جګړه روانه ده. طالبان برلاسي ښکاري. د ولایتي شورا مطابق د ولایت تر ۸۵ سلنې ډېره ځمکه د طالبانو په ولکه کې ده. له ۱۴ ولسوالیو نه ۷ د طالبانو په لاس کې دي. ۲ محاصره دي او په نورو کې دولت یوازې د ولسوالیو مرکزي سیمې ساتي.

د بولان لوېدیځ ته نادعلي ولسوالي پرته ده. دلته پولیسو وکولای شول چې له میاشتو محاصرې وروسته د ولسوالۍ مرکز ته لار پرانېزي. خو د طالبانو سپین بیرغونه بیا هم د سړک غاړې ته نژدې ولاړ وو.

د نادعلي په عملیاتو کې د پولسیو مرګژوبله ډېره نه وه. د امریکا اپاچې چورلکو مهمه ونډه لرله، خو د جګړې یوه قومندان بسم الله جان راته وویل چې د طالبانو شمېر هم کم ورته ښکارېده.

د انځور حقوق AFP
Image caption یو سرتېری د لښکرګاه پر لویه لار خلک تلاشي کوي

بسم الله جان په دې باور و که هوايي مرسته او سړي ورته ورکړل شي نورې سیمې یې هم نیولای شوې، خو سړي د دولت خواته هم کم ول او د سنګین ولسوالۍ خوشي کولو دا په ډاګه کړه.

"امریکایان د طالبانو کمزوري کولو ته ژمن نه دي"

د دولت ستراتېژی دا وه چې خپل خواره ځواکونه په مرکزي سیمو کې راټول کړي او دلته د طالبانو مخه ډب کړي. خو نیوکه دا وه چې څنګه محاصره ځواکونه له ولسوالیو راوایستل شول، ډېری یې خپلو کورونو ته ولاړل.

د بسم الله جان ملګري دا ستراتېژي غلطه بولي: "زموږ شل کسه چې به په هغې لیرې ولسوالیو کې محاصره پاتې وو، هغوی به له ځانه سره دوه سوه نور طالبان مصروف ساتل. اوس هغوی سره یوځای کېږي او پر ګریشک حمله کوي."

د هلمند جګړې د جګپوړو چارواکو پښې دغه ولایت ته وڅکولې

د هلمند یوه لویه موضوع نه همغږي او مخالفتونه دي او دا ځل د جګړې دواړو خواوو ته. دولت کې ډېری وايي چې امریکایان د طالبانو کمزوري کولو ته ژمن نه دي.

یوه راته وویل: "په وطنو کې په ډلو طالبان ګرځي، کتارونه یې روان وي خو د امریکایانو تیارې ټک لا نه پرې کوي. یوازې د جنګ په وخت ځینې طالبان وژني."

خو خنډونه د طالبانو خواته هم لیدل کېږي.

د طالبانو ترمنځ د بې اتفاقیو راپورونه د سیاستوالو په بانډارونو کې یوه توده موضوع وه. ښکاري چې د منابعو پر سره سیالۍ او قومي سیاست د طالبانو پر چارو یو دروند سیوری اچولی.

د انځور حقوق Ruhullah Rohani
Image caption ددغه سرتېري په څېر ځواکونه دلته سړک غاړې ماینونه پاکوي - هغه لار چې نادعلي ولسوالۍ ته غځېدلې ده

ځینې د بې پيلوټه الوتکو په مټ د طالبانو د دوو نوموتو کومندانانو (معراج او عصمت ښاروال) وژنې پر ملا منان اچوي چې په هلمند کې د طالبانو والي دی. ګواکي ملا منان امریکایانو ته کار کوي.

د طالبانو له مشر، مولوي هبت الله اخوندزاده سره د ملا منان د نه همغږۍ خبرونه یو بل خبر و چې ځینې لښکرګاه وال پرې خوشحاله ول.

داسې هم ویل کېده چې سږ کال به طالبان په هلمند کې دفاعي حالت غوره کړي او ډېر پام به یې د کندهار بې ثباته کولو ته وي.

د لښکرګاه خلکو ته دا ټولې یو ډول اشارې دي چې سږ کال به تر تېر کال لږ څه ارام وي، خو وبه لیدل شي.

ورته مطالب