ماین چاودنې د زابل شنکۍ ولسوالۍ امنیه قومندان وژلی

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د زابل د والي ویاند وایي، چاودنه کې امنیه قومندان او یو ملګری یې وژل شوی او درې نور ټپيان شوي دي.

د زابل سیمه ییز چارواکي وايي، ددغه ولایت شنکۍ ولسوالۍ امنیه قومندان سیف الله هوتک د ماین په چاودنه کې وژل شوی دی.

د زابل د سیمه ییزې ادارې ویاند ګل اسلام سیال وایي، دا پېښه تېره شپه رامنځ ته شوې.

سیال وایي، وسله والو طالبانو د سیوري ولسوالۍ پر امنیتي پوستو برید کړي و او هوتک په سیمه کې د افغان ځواکونو د مرستې په موخه روان و.

زابل کې دوو پوليسو خپل اته محلي پوليس ووژل

افغان حکومت: زابل کې مو 'لوړپوړی طالب مشر نیولی'

نوموړی وايي، د لاري په اوږدو کې د شنکۍ د امنیه قومندان سیف الله هوتک پر موټر د سړک غاړې ماین چاودلی.

د زابل د والي ویاند وایي، چاودنه کې امنیه قومندان او یو ملګری یې وژل شوی او درې نور ټپيان شوي دي.

زابل کې د سړک غاړې ماین چاودنې درې خبریالان ټپیان کړل

اړونده مطالب

ورته مطالب