افغان چارواکي: بغلان ته د طالبانو نومول شوی والی وژل شوی

Image caption وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي

د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو ویلي، شپنيو عملیاتو په ترڅ کې یې د بغلان لپاره د طالبانو ټاکلی والي مولوي هلال او د هغه ۲۲ ملګري وژلي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وايي، یاد عملیات د وري/حمل په ۲۹مه د شپې مهال ۱۱ بجې د پولیسو او پوځ کمانډو ځواکونو د بغلان ولایت د ډنډغوري ولسوالۍ په (جوی نو) او نورو سیمو کې تر سره کړي دي.

د کابل او ځینو نورو ښارونو د پولیسو قومندانان بدل شوي

د ګوانتانامو ۸ بې جرمه افغان زندانیان

نوموړي زیاته کړې، په یادو عملیاتو کې پر مولوي هلال سربېره حاجي شېرعلم، قاري جانباز او قاري اسماعیل هم وژل شوي چې په دغه ولایت کې د طالبانو مهم غړي وو.

د افغانستان د دفاع وزارت په خبره، د بغلان د ډنډغوري ولسوالۍ په ټولو سیمو کې پیل شوي چاڼیز عملیات لا هم روان دي.

طالبانو هم منلې چې بغلان ولایت ته د دوی والي تېره شپه د نړيوالو ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په ډنډ غوري سیمه کې له دغو شپنيو عملیاتو وروسته یو شمېر افغان ځواکونه ووژل شول چې په دوام کې يې په هوايي بريد کې مولوي لعل محمد محمدي له څلورو نورو کسانو سره ووژل شو.

ماین چاودنې د زابل شنکۍ ولسوالۍ امنیه قومندان وژلی

ورته مطالب