'عبدالله دې د مسعود د لرې کېدو په اړه ځواب ووايي'

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د احمد ضيا مسعود غبرګون

د افغانستان د اسلامي جمعیت د ځینو غړو له څرګندونو ښکاري چې د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په برخه کې د ولسمشر ځانګړی استازی احمد ضیاء مسعود چې اوس له دندې ګوښه شوی په سیاسي ډګر کې یوازې پاتې شوی.

په ښې حکومتولۍ کې د ولسمشر پخواني ځانګړي استازي احمد ضیاء مسعود د تېرې سې شنبې په ورځ ګوتڅنډنه وکړه چې د ده په لرې کولو سره ولسمشر غني افغانستان د بې ثباتۍ او کورنۍ جګړې لور ته کاږي.

د بلخ والي او د افغانستان د اسلامي جمعیت اجرايیه مشر عطاء محمد نور دفتر د عبدالله عبدالله د ویاند د پرونیو خبرو په غبرګون کې بي بي سي ته وویل، ښاغلی عبدالله باید د ښاغلي مسعود د لرې کېدو په اړه ځواب ووايي.

"مسعود د فرمان له مخې ګومارل شوی او لیرې شوی"

ولسمشر غني احمد ضياء مسعود له دندې ګوښه کړ

د ښاغلي نور سلاکار طاهر قادري وايي، د ملي یووالي حکومت د جوړېدو د هوکړې پربنسټ د ملي امنیت د شورا د غړو ټاکلو او لرې کولو په اړه باید له ښاغلي عبدالله سره مشوره شوې وای.

نوموړی وايي، که له عبدالله سره مشوره شوې وي نو اجرايیه مشر د ښاغلي مسعود په لرې کېدو کې رول لري او که مشوره نه وي شوې نو ښکاري چې په حکومت کې د نوموړي رول سمبولیک دی:

''د اجرايیه ریاست څرګندونې مو واورېدې، خو خندونکې وې، ځکه که دوی د خپلې کورنۍ له حق نه خبر نه وي نو دا خپله د دوی واک تر سوال لاندې راولي. تاسو د یوې هوکړې پربنسټ باید خبر ووسئ. دا خپله پوښتنه راپورته کوي او هغه قانوني واکونه چې لري هغه تر پوښتنې سوال لاندې راوليږ دوی له دغو واکونو ګټه نه اخلئ، یا دا چې ترې اخیستل شوي؟. ''

Image caption د عبدالله ویاند: د احمد ضیاء مسعود لیرې کېدو کې له اجراییه ریاست سره مشوره نه ده شوې

وړاندې د افغانستان د اجرائیه مشر عبدالله عبدالله ویاند مجیب الرحمن رحیمي ویلي وو، له دې کبله چې ښاغلی مسعود د اشرف غني د ټاکنیز ټیم غړی و نو ولسمشر د ده د لرې کېدو په اړه له عبدالله سره مشوره نه ده کړې.

ده زیاته کړه، ښاغلی عطاء د جمعیت حزب د ګټو لپاره له ولسمشر سره خبرې کوي، نو له دې کبله باید د ښاغلي مسعود په اړه عن له ولسمشر سره وغږېږي:

''زما ځواب دا دی چې کله ته خپله دا اعلان کوې چې زه د جمعیت په استازیتوب مذاکره کوم نو بیا ته چې د دغه کار توان نه لرې نو بیا زموږ نه څه تمه لرې چې په دې برخه کې کوم کار وکړو . ولسمشر په خپل یوه فرمان سره پرېکړه کړې وه او یو بست یې جوړ کړی و او بېرته یې پرېکړه وکړه چې هغه لغوه کړي یعنې د اجرائیه مشر او اجرائیه ریاست واکونو پورې دا خبره اړوندېږي. ''

امرالله صالح وزیر او نادر نادري د اداري اصلاحاتو کمېسیون مشر

د اصلاحاتو او ښې حکومتولۍ په برخه کې د ولسمشر ځانګړی استازی احمد ضیاء مسعود چې دوه ورځې مخکې د ولسمشر غني په فرمان له دغې دندې څنګ ته شو خبرداری ور کړی چې ولسمشر په دغه کار سره هېواد بې ثباتۍ او کورنۍ جګړې خوا ته بیايي.

نوموړي دا هم ويلي وو، چې پلویان يې له ولایتونو کابل ته خوځېدي او دی به په راتلونکو ورځو کې خپله پرېکړه اعلان کړي.

د انځور حقوق EPA
Image caption احمد ضیاء مسعود د ۲۰۱۴ کال ولسمشریزو ټاکنو کې د اشرف غني په مشرۍ د تحول او تداوم د ډلې ملاتړی و

ورته مطالب