کابل: دولتي کارکونکي بې ټرانسپورټه دي
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

کابل: دولتي کارکونکي بې ټرانسپورټه دي

کابل کې د مامورینو پر موټرو له څو خونړیو بریدونه وروسته، افغان دولت د ټیټ رتبه کارکونکو لپاره ترانسپورت لغوه کړی دی.

اوس څلور میاشتې کېږی چې د ۵۷ دولتي ادارو مامورین د عملې موټر نه لري، چې تر دفتر او کوره یې ورسوي.

په بدل کې مامورینو ته د ورځې اتیا افغانې ورکول کېږي. دې کار په دولتي ادارو کې د ترانسپورت بودیجه ډېره لوړه کړې ده. نجما ځلا له دولتي مامورینو او حکومتي چارواکو سر پرې غږیدلې.