نقاب پوش فلم او افغان سینما

Image caption کمال سادات وايي، که فلم جوړوونکي د خپل امنیت خوندي کولو غوښتنه لري، حکومت مرسته ورسره کولای شي.

فلم د نن او پرون ټولنې هېنداره ده. کله ټولنه له فلم اغېزمنېږي او کله هم فلم له ټولنې الهام اخلي. فلمونه ټولنه نړۍ ته ورپېژني، سیاسي او ټولنیزې ناخوالې بربنډوي. د افغانستان په دولت کې داسې خلک لږ ترسترګو کېږي چې د سینما په ارزښت پوه شي او نویو فلم جوړوونکو ته د امکاناتو ټغر وغوړوي.

که څه هم د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال کمال سادات له فلم جوړوونکو غواړي چې خپلې انګېرنې او کیسې ورسره شریکې کړي او په ګډه فلمونه جوړ کړي، دولت له فلم جوړوونکو سره ښایي لوژستیکي مرستې وکړي.

کورنۍ سینما یوځل بیا په کابل کې

لندن فلم فېسټيوال کې پر افغانستان د جوړ شوي فلم ننداره

ښاغلی سادات وایي (که یو فلم جوړونکی وغواړي چې له ملي پولیسو او ملي اردو کار واخلي، امنیت یې غوندي وي او یا هم ځینو ځایونو ته د فلم اخیستنې اجازه غواړي، موږ مرسته ورسره کولای شو.) له دې سره د افغان سینما په تړاو مړاوې هیلې تر یوه بریده ساه اخلي.

Image caption نسیمه نوابي له خپل مېړه او غبرګو لوڼو سره په دې فلم کې لوبېدلې. نوموړې په افغانه سینما کې ښځینه ګډون اړین بولي. ''ښځې باید یوازې د کور په چاپېریال کې نه اوسي. پکار ده چې سترګې یې نړۍ ته پرانیستل شي.''

دا ژمنې تر دې دمه نورو چارواکو نه دي کړې. خو د فلم جوړېدنې لپاره تر هرڅه د مخه مالي لګښت په کار دی چې دولت یې نه شي ورکولی. بهرنیو تخنیکي کارکوونکو ته اړتیا ده، د افغان فلم ریاست بیارغونې ته اړتیا ده چې ځوان فلم جوړوونکي یې د عملي روزنتون په شان وکاروي. یو لوی فرصت چې ګټه نه ترې اخیستل کیږي.

افغان فلم جوړوونکي

خو بیا هم د فلم جوړونې دود په افغانستان کې په خوځېدو دی. ګڼ شمېر ځوان فلم جوړوونکي د سینما ډګر ته راوتلي. له لږو امکاناتو سره او پرته له لارښوونې فلمونه جوړوي. دوی خپل فلمونه نړیوالو فسټیوالونو ته لېږي او یا هم په اروپا او شمالي امریکا کې د افغاني فلمونو فسټیوالونه جوړوي او په دې ډول خپلې ناویلې بیانوي.

افغان فلم جوړوونکي ډېری وخت ټینګ هوډ لري خو ترڅنګ یې نوښت نه لري. کیسه په دودیزه بڼه وړاندې کېږي. کرکټرونه یو اړخیزه وي، ډیالوګ مصنوعي وي او ځانګړې ژانره نه لري. په شلمه پېړۍ کې د ایټالیا سینما نړۍ په خپل نوښت هيښه کړه.

ننداره کالم: شادګل بیا راځي

د جاپان، کوریا او ایران فلم جوړوونکو الهام ترې واخیست خو دوی هم د خپل نوښت په مټو نړيوالو ته خپله سینما وروپېژندله.

نقاب پوش

د انځور حقوق .
Image caption د نقاب پوش فلم ډیالوګ یو څه ستونزه لري، د صحنو په جوړښت کې هم څه ناڅه نیمګړتیاوې لیدل کیږي.
د انځور حقوق .
Image caption نقاب پوش په افغانستان کې ډک شوی، په دري ژبه دی او په جوړېدو یې سل زره امریکایي ډالره لګېدلي.

په دې ورستیو کې د افغاني فلمونو مینه والو ته شمس پرودکشن د نقاب پوش په نوم فلم بازار ته وړاندې کړ. دغه فلم په یوه وخت د کابل ښار په پنځو سینماګانو کې وښودل شو. خو د دې تر مخه په کاناډا کې هم نندارې ته وړاندې شوی و.

نقاب پوش په افغانستان کې ډک شوی، په دري ژبه دی او په جوړېدو یې سل زره امریکایي ډالره لګېدلي. د دې فلم ژانره یا ډول اکشن یا جنګي بلل کیږي. ترهګري، اداري فساد، مافیایي کړۍ، د ښځو پروړاندې تاوتریخوالی او د کم عمره نجونو ودول د نقاب پوش اصلي کیسه ده. هغه ستونزې چې افغان ټولنه په کې ښکېل ده.

د فلم اتل یوه غاړکۍ مومي چې نوموړي ته خارق العاده ځانګړتیا وربښي هغه داسې چې اتل کولی شي خبرې له لیرې واوري او هم د پېښو په اړه څو شېبې مخکې پوه شي.

دا ډول کیسې په ورته افغاني فلمونو کې ډېرې سپړل شوي، خو توپیر یې دا دی چې نقاب پوش هرې پېښې ته منطقي ځواب لري. د لوبغاړو وړتیا هم فلم پیاوړی کړی.

ننداره: 'د پنځمې مېرمنې په هیله' فلم

د فلمونو نوې بڼې ته د افغان فلم جوړونکو مخه

نسیمه نوابي له خپل مېړه او غبرګو لوڼو سره په دې فلم کې لوبېدلې. نوموړې په افغانه سینما کې ښځینه ګډون اړین بولي. ''ښځې باید یوازې د کور په چاپېریال کې نه اوسي. پکار ده چې سترګې یې نړۍ ته پرانیستل شي، خو خپل ټیکری او خپل دود باید وساتي ''. همایون خان شمس د اتل په رول کې ښه ځلېدلی. نوموړی د فلم پروډیوسر هم دی او د دې فلم له برکته اوس د هندوستان بالیووډ ته هم لاره پرانیسته.

د همایون خان راتلونکی فلم به د مقصود په نوم وي چې د هندي کشمیر په اړه یوه کیسه ده او د فلم مرکزي رول ته همایون خان ټاکل شوی.

د نقاب پوش فلم ډیالوګ یو څه ستونزه لري، د صحنو په جوړښت کې هم څه ناڅه نیمګړتیاوې لیدل کیږي. خو فلم لیدونکی هيښوي، مرکزي کرکټر یو اړخیزه نه دی د ګرافیک کارونې انځور ته ښکلا ورکړې. د کامرې زاویې صحنې پیاوړې کړي.

Image caption همایون خان شمس (منځ کې) د اتل په رول کې ښه ځلېدلی

د افغانستان سینما د نامتو لوبغاړی ممنون مقصودي په اند وړې ستونزې په فلم کې وې، خو د فلم ښه اړخونه دومره ډېر وو چې نیمګړتیاوې په کې نه ښکارېدې. مقصودي وایي ''د دې فلم کیسې زه هیله من کړم چې مجرمین به یوه ورځ نیول کېږي. هغه کسان چې زموږ پر کلتور، ژبه، مذهب او هېواد یرغل کړی او زموږ تاریخ ته یې سپکاوی کړی یوه ورځ به زموږ د سترګو تر وړاندې محاکمه کیږي. ''

ډېری سینماوال وایي که د افغان دولت موخه دا وي چې د نابللې جګړې د پراخېدو او اغېز لمن ورټوله کړي، ملي یووالی ټینګ کړي، نړۍ ته د هېواد ښه انځور وړاندی کړي او په ټولنه کې سیاسي او ټولنیزه پوهې ډېره کړي، نو په کار ده چې د سینما په ډګر کې پانګونه وکړي.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
افغان فلم: نقاب پوش

ورته مطالب