د غزني یوازینۍ مدافع وکیله: د خپلو موکلانو بې ګناهي ثبوتول مې ځواکمنوي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption یو شمېر زندانیانې ادعا کوي چې په عدلي ادارو کې ور سره د پرېکړو پر مهال زیاتی کېږي.

د غزني ولایت یوازینۍ مدافع وکیله وايي، کله چې د خپلې موکلې بې ګناهي په ثبوت ورسوم، همدا یې د ژوند د خوشالۍ ورځ وي.

یاده وکیله چې مستعار نوم یې (مسعوده) دي، له پنځو کلونو د غزني ولایت په عدلي او قضايي ارګانونو کې د ښځو د کورني زورزیاتي دوسیې څېړي: "په غزني کې د زورزیاتي پېښې د تېر په پرتله زیاتې شوې دي. په ۱۳۹۵م کال کې د ښځو د تاوتریخوالي ۱۴ دوسیې ماته راسپارل شوې وې. "

خو مسعوده په یوازې سر د غزني د ټولو ښځینه زندانیانو دوسیې نه شي څېړلی. یو شمېر زندانیانې ادعا کوي چې په عدلي ادارو کې ور سره د پرېکړو پر مهال زیاتی کېږي.

د غزني محبس دوه بندیان وژل شوي

د غزني محبس ځینو بندیانو خولې ګنډلې

د حبیبې په نامه یوې مستعار نومې بندۍ بي بي سي ته وویل:" ماته يي اته کاله قید راکړی. د غریبانو په کیسه کې څوک نه دي. د هغې چا له خوا چې زه تر دې ځایه را ورسول شوم، پخپله يې جرم کړی و او بیا یې اتیا زره ډالر ورکړل هغه خلاصه شوه او زه بندۍ شوم. دا څه ډول عدالت دی، مدافع وکیل مو بېخي ونه ليد."

مدافع وکیله مسعوده وايي، په تېر کال کې زندانیانو انګېرله چې کواګې څارنوال او مدافع وکیل یو کس او دندې یې توپیر نه کوي، خو ټول په ځانګړي ډول ښځې پوه شوي چې ښځينه مدافع وکیلانې د حقونو په خوندیتابه کې ګټورې دي: "ډېر کله ښځې پخپله د مدافع وکیلې غوښتنه کوي، په ټول غزني کې یوه مدافع وکیله ده او هغه زه یم."

د غزني عدلي او قضايي چارواکي وايي، د ښځینه وو مدافع وکیلانو کمي له ستونزو مخامخ کړي. د بېلګې په ډول یوه مدافع وکیله نه شي کوای په یوه وخت کې له څو دوسیو دفاع وکړي.

Image caption د غزني عدلي او قضايي چارواکي وايي، د ښځینه وو مدافع وکیلانو کمي له ستونزو مخامخ کړي
د انځور حقوق Getty Images
Image caption د غزني عدلي او قضايي چارواکي وايي، د ښځینو مدافع وکیلانو کمي له ستونزو مخامخ کړي.

د ښځو د محکومیت ډېرې پېښې له کورني تاوتریخوالي سره تړلي چې ډېر کله پکې ښځې پړې نه وي، خو د "خدای کړي ناکام" له مخې پړې ته غاړه ږدي.

مسعوده وايي د همدې حالت بدلون یې لومړیتوب دی. پر رسمي چارو سربېره یې د نویو ښځینه وکیلانو د روزنې چاره یې هم پخپل "کارلړ" کې ور زیاته کړې ده.

اړونده مطالب