"ځوانان دې د مشال خان انساني لار وپالي"

شمې
Image caption د مشال خان په یاد په کابل کې د راټولو شویو سترګې نمجنې او زړونه مات وو.

د افغانستان د قبایلو او قومونو سرپرست وزیر د ډیورنډ کرښې پر دواړو لورو ځوانانو غږ وکړ، د پښتونخوا په مردان کې د وژل شوي محصل مشال خان د انسانپالنې او ازادۍ فکري لار وپالي.

سرپرست وزیر غفور لېوال چې په کابل کې یې د مشال خان په یاد د بلو شویو ډیوو په مراسمو کې خبرې کولې وویل، افراطیت او تاوتریخوالی یوه سیمه ییزه ستونزه ده.

د هغه په خبره، د ډیورند کرښې لر و بر پروت ولس باید د مشال پر مرګ مایوسه نه شي، بلکې د مشال خان د انسانپالنې او ازادۍ فکري لار دې وپالي.

مشال وژنه: "د دین سپکاوی د وژونکو یوه پلمه وه"

"مشال هیڅکله اسلام ته سپکاوی نه دی کړی"

هغه څه چې مشال سره وشول، تاسې به څه وکړئ؟

لیکوال او شاعر محمدیار یار وویل په پوهنتون کې د مشال خان وژنه د دې ښکارندویه وبلله چې ګواکې ښوونیز نصاب له افراطه ډک دی او باید له سره ور ته کتنه وشي.

۲۵ کلن مشال خان د اپرېل په ۱۳مه د عبدالولي خان پوهنتون محصلانو ظاهراً اسلام ته د سپکاوي په تور په وهلو ډبولو وواژه.

په کابل کې د مشال خان یادغونډه د فرهنګیانو له خوا جوړه شوې وه، چې د ورته راغلیو سترګې یې نمجنې او زړونه مات وو.

Image caption د افغانستان د قبایلو او قومونو سرپرست وزیر عبدالغفور لېوال د پښتونخوا په مردان ښار کې وژل شوی محصل مشال خان د انسانپالنې او ازادۍ فکري سرلاری وباله.

د مشال خان وژنه د پاکستان د چارواکو او سیاستوالو تر څنګ دلته په افغانستان کې پر پلازمینه کابل سربېره په یو شمېر ولایتونو کې هم چارواکو او روڼ اندو په کلکه غندلې ده.

تر اوسه د مشال د وژنې په تور تر ۱۵ ډېر کسان نیول شوي دي.

اسلام ته سپکاوی په پاکستان او افغانستان کې تر ډېره هغه تور دی، چې تورن ته د سپیناوي هېڅ موقع نه ورکول کېږي.

کابو درې کاله وړاندې په کابل کې د فرخندې په نامه یوه ښځه د زیارت د یوه مینجور له خوا قران ته په سپکاوي تورنه شوه چې بیا د قهرېدلو خلکو له خوا په وهلو ډبولو ووژل شوه.

Image caption دا غونډه فرهنګیانو رابللې وه چې د افغانستان ځینو چارواکو هم پکې برخه اخیستې وه.
Image caption د مشال خان په یاد په کابل کې د راټولو شویو سترګې نمجنې او زړونه مات وو.
Image caption د غونډې ویناوالو مشال خان د تیارو قرباني وباله

ورته مطالب