غني: د کمال خان بند د اوبو د مدیریت زرکلن سیستم فعالوي

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
نيمروز کې د اوبو او برېښنا بند د جوړولو کار پيل شو

د افغانستان په لوېديځ کی د اوبو او برېښنا د درېیم ستر بند د جوړولو کار پيل شو.

دا بند چی د ۷۸ ميلیونه ډالرو په لګښت د افغان دولت له بودجې جوړېږې د نهه میګاواټه برېښنا د تولید ترڅنګ ۸۰ زره هکتاره کرنیزه مځکو ته اوبه ورکولی شی.

د هلمند کجکي برېښنا بند

د برېښنا د کمښت او نشتوالي وخت کې څه کولای شو؟

د هرات د سلما او د فراه د بخش آباد وروسته اوس د نیمروز وار رارسېدلې.

ولسمشر محمد اشرف غنی چی د دې بند د عملی کار د پرانیستلو په موخه نیمروز ته تللی و، وویل، د دی بند په جوړېدو سره به د اوبو د مدیریت څو زره کلن او بریالی سیتسم بیا فعال شی.

ښاغلي غني وويل، "احيا په دې مانا ده چې موږ پخواني وختونه راژوندي کوو. څو زره کاله ښايي ان تر ميلاد وروسته تر ۱۳ مې پېړۍ پورې به په ټوله نړۍ کې د اوبو د مديریت د ښو مثالونو څخه یو سيستان و. خو له بده مرغه ۷۰۰ کاله کېږي چې دا لرغونې سيمه او عظيم تمدن يې هېر شوی و"

ایران ته له افغانستانه د بهېدونکو اوبو د کنټرول او مدیریت پر سره په دې ورستیو کی د افغانستان او ګاونډي ایران تر منځ د نظر اختلاف رابرسیره شوی.

Image caption د کمال خان بند د نیمروز د چهاربرجنک په ولسوالی کی د هلمند پر سيند جوړېږی

ایران چی د اوبو د کمښت سره مخ دی په افغانستان کی د بندونو پر جوړولو نیوکه کوي خو ولسمشر محمد اشرف غني په وار وار ویلی چی له دې وروسته به د اوبو ویش د نړیوالو قوانینو له مخی ترسره کېږي.

د کمال خان بند د نیمروز د چهاربرجنک په ولسوالی کی د هلمند پر سيند جوړېږی. د اوبو د زیرمه کولو ظرفیت یی د سلما او د بخش آباد تر بندونو کم خو اهمیت یې ډېر بلل شوی.

د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت مرستیال عبدالبصیر عظیمي وايي، "دا بند د اوبو د کنټرول لپاره ډېر اهمیت لری ځکه د هلمند پر سيند جوړېږي او کولی شي چې د هلمند د تړون په پلي کولو کې ډېر زیات مهم رول ولری. که څه هم دا بند چې په هواره سیمه کی موقعیت لری تر ۵۲ ميلیون متر مکعبه زیاتې اوبه نه زیرمه کوي، خو د یو ميلیارد متر مکعبه اوبو د کنټرول او تنظیم وړتیا به لري".

اوس مهال په سیمه کې اوبو ته ان تر تیلو د مهمې شتمنۍ په سترګه کتل کېږی.

د افغانستان ډېری بسنټیزې پروژې په هرات کې د سلما او په نیمروز کی د کمال خان بندونو په ګډون په ۱۹۷۰ مو کلونو کې د افغانستان د لومړنی ولسمشر محمد داود خان په نوښت پيل شوی وې خو د کورنیو جګړو له امله ځنډېدلې وې.

ورته مطالب