پر شاهین قول اردو د وژل شویو او ټپیانو شمېر تر ۱۰۰ اوښتی

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
پر شاهين قول اردو د طالبانو بريد

افغان چارواکي وايي، بلخ ولایت کې پر یوه پوځي مرکز د وسله والو طالبانو لس کسیزه ډله ییز برید کې تر ۷۰ ډېر کسان وژل شوي او تر ۸۰ ډېر نور ټپیان دي.

رپوټونو کې ویل شوي د وژل شویو کسانو شمېر له هغه خورا لوړ دی، چې لومړي سر کې ویل شوي وو. د پوځي سرچنیو په وینا برید په شاهین قول اردو په ودانۍ کې دننه یوه جومات ته څېرمه شوی دی.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویلي چې په دې برید کې تر سلو ډېرو ډېرو سرتېرو ته مرګژوبله اوښتې ده. دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، پېښه ترڅېړنې لاندې ده او د مرګژوبلې شمېره هره شېبه بدلېږي.

وسله والو طالبانو ویلي دغه برید دوی کړی. ددغې ډلې ویاند پر ټویټر د لسو بریدګرو انځور خپور کړی، چې په پوځي یونیفورم کې وسلې په لاس ولاړ دي.

پر قول اردو برید د ولسمشر پښې بلخ ته وڅکولې

ځانمرګی له برید مخکې ووژل شو

بلخ: د جرمني پر کونسلګرۍ د طالبانو برید څلور ولسي وګړي وژلي

د امریکا متحدو ایالتونو یوه پوځي ویاند جان توماس رویټرز خبري اژانس ته ویلي، برید 'لویه ضربه ' وه، چې په وینا یې ښايي قربانیان یې ډېر شي.

بل لور ته شاهین قول اردو کې یوې سرچینې، نه غواړي نوم یې په ډاګه شي، بي بي سي ته ویلي، دغه برید څو ساعته وخت نیولی دی. د ننني برید پایله کې د امنیتي ځواکونو له اتیاوو ډېر کسان وژل شوي دي او له ۸۰ ډېر ټپیان دي. ۱۰ بریدګر هم دغه نښته کې وژل شوي دي.

د افغانستان دفاع وزارت ویاند دولت وزیري ویلي، بريدګرو پوځي يونيفارم اغوستی وو او رینجزر موټرو کې راغلي وو، چې یو یې امنیتي کسانو پېژندلی و او دویم هغه د قول اردو ودانۍ ته ننوتی و.

Image caption بلخ کې زموږ خبریال امیر بریال وايي، د جوزجان ولایت د یوه وژل شوي سرتېري تره جان اغا چې د خپل وراره د مړي لېږدولو ته راغلی و، وايي که سمه تلاشي شوې وای، ښايي قول اردو ته د بریګرو د ننوتلو مخه نیول شوې وای.
Image caption د ۲۰۹ شاهين قول اردو قومنداني د بلخ ولايت په دهدادي ولسوالۍ کې ده.
Image caption دغه قول اردو د افغانستان شمال او شمال ختيځو نهو ولايتونو د امنیت مسؤوليت پرغاړه لري.

د ۲۰۹ قول اردو یوې سرچیني بي بي سي ته وویل، بريد ځايي وخت د ماسپښين شاوخوا ۲ بجې شوی.

ویل کېږي بریدګر لس کسان وو، چې یو یې نیول شوی نور وژل شوي، خو ځینې رپوټونه وايي، ټول بریدګر وژل شوي دي.

د قهار ارام په وينا، بریدګرو لومړی د قول اردو ودانۍ په دروازه کې چاودنه کړې او ودانۍ ته له ننوتو وروسته په یوه جومات او خوړنځي کې پټ شوی وو او له هغه ځایه یې ډزې کولې.

وسله والو طالبانو رسنيو ته په استول شوې خبرپاڼه کې د دغه برید مسوولیت منلی او افغان پوځ ته يې د مرګژوبلې اړولو ادعا کړې ده.

د ۲۰۹ شاهين قول اردو قومنداني د بلخ ولايت په دهدادي ولسوالۍ کې ده. دغه قول اردو د افغانستان شمال او شمال ختيځو نهو ولايتونو د امنیت مسؤوليت پرغاړه لري.

د انځور حقوق Social Media
Image caption د طالبانو یوه ویاند د هغو بریدګرو انځور پر ټویټر خپور کړی، چې وايي پر ۲۰۹ شاهین قول اردو یې برید کړی
د انځور حقوق Getty Images
Image caption وسله والو طالبانو رسنيو ته په استول شوې خبرپاڼه کې د دغه برید مسوولیت منلی او افغان پوځ ته يې د مرګژوبلې اړولو ادعا کړې ده.
Image caption په برید کې د قربانیانو د شمېر په اړه بېلابېل رپوټونه ورکړل شوي

اړونده مطالب

ورته مطالب