"خوست کې د امریکايي ځواکونو پر اډه موټربم برید شوی"

Image caption فیض الله غیرت دغه برید د امریکایي ځواکونو د اډې اړوند د کمپاین په نوم د افغان ځواکونو پر پوسته د فلاینګ کوچ ډول موټر شوی.

خوست کې ځايي چارواکي وايي، دغه ولایت کې د مېشتو امریکايي ځواکونو د اډې یوې دروازې ته څېرمه موټربم برید شوی دی.

دغه اډه د خوست ښار خیتځ لور نه نژدې دوه کیلومتره کې موقعیت لري، چې نن له غرمې وروسته پرې برید شوی دی.

د خوست امنیې قوماندان فیض الله غیرت بي بي سي ته د پېښې په اړه وویل:

''نن نژدې یوه بجه د خوست ښار ختیځه څنډه کې د امریکایي ځواکونو د اډې اړوند د کمپاین په نوم د افغان ځواکونو پر پوسته د فلاینګ کوچ ډول موټر برید شوی دی. برید کې د کمپاین څلور عسکر وژل شوي او ۶ نورټپیان دي. ''

خوست کې د نجونو بدل

خوست کې ۱۵۰ کرپټي 'ګرین هوس' جوړېږي

پېښه کې دوې ماشومانې هم ټپیانې شوې دي.

وسله والو طالبانو رسنیو ته په یوه استولي پیغام کې ویلي، دغه برید د دوی ملګرو کړی دی.

Image caption عیني شاهدانو بي بي سي ته ویلي، چاودنه زوروره وه چې تر لس کیلو مټرۍ یې غږ اورېدل شوی دی

په ۲۰۰۹ کال په همدې میدان د القاعدې شبکې د یو فلسطین الاصله اردني تبعه همام خلیل البلوي لخوا ځانمرګی برید هم شوی و، چې په دغه برید کې د (سي ای اې) اوه کارکوونکي وژل شوي وو.

هغه مهال داسې رپوټونه وو، چې ګني ښاغلی البلوي د امریکایانو، اردنیانو او القاعدې ترمنځ درې ګونی جاسوس دی.

په خوست کې د امریکایي ځواکونو د دغې اډې له څنډې څلورو ولسوالیو او دوو ادارې واحدونو ته سړک هم غځېدلی، چې اوس مهال دغه لاره تړل شوې او دواړو خواوو ته تلونکي بند پاتې دي.

ورته مطالب