سیما سمر: د افغانستان امنیتي ادارو کې د ربړونو مخنیوي هڅې ناکافي دي

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د افغانستان د بشري حقونو د کمیسون له مشرې سیما سمر سره ځانګړې مرکه

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون رییسه سیما سمر وایي، له پراخو هڅو سره سره لا هم د دغه هېواد امنیتي ادارو لخوا د تورنو او مشکوکو کسانو ربړول دوام لري.

مېرمن سمر بي بي سي سره په ځانګړې مرکه کې وویل، تر پولیسو وروسته د شکنجه کولو ډېرې پېښې د ملي امنیت له لوري شوي او څلور مورده یې پوځیانو ترسره کړي دي.

د افغانستان حکومت د خپلو پوځي مامورینو لخوا د تورنو کسانو شکنجه کول نه ردوي، خو وایي، هڅه کوي چې د زندانونو مدیریت او په هغې کې چلند څرنګوالی معیاري کړي.

د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون وايي، ډېرې دغه ربړونې او ناسم چلند د توقیف او څېړنې پرمهال رامنځته شوي. په دې کې وهل ډبول، د خوب مخنیوی، سړې هوا کې ساتل، د سړو اوبو اچول، برېښنایي ټکان، پر تناسلي الې ضربه وهل او د لاس پر ورغوي او پښو په لرګیو وهل شامل دي.

آغلې سمر وویل، کومو ځایونو ته چې د بشري حقونو کمیسیون لاسرسی درلود د یوه کال په موده کې یې پکې ۸۶ مورده شکنجه ثبت کړې ده. "افغانستان کې د ربړونې کچه ټیټه شوې او د شکنجې منع کولو لپاره ښه قوانین وضع شوي، خو په خواشینۍ سره لا هم ربړونه شته."

+ افغان زندانونو کې ربړونه نه ده ختمه شوې

+ طالبان: زنداني طالبان شکنجه کېږي

د بشري حقونو کمیسیون وایي، په دغو امنیتي ادارو کې د شکنجې د عاملینو پېژندل ګران کار دی، خو هغه چې په دې تور دولت ته ورپېژندل شوي "ځینې کسان له خپلو دندو لرې شوي او یا هم ترفېع نه ده ورکړل چې زموږ په نظر بسنه نه کوی."

بلخوا د افغانستان حکومت وایي، ددوی هڅه دا ده چې د زندانونو مدیریت او په هغې کې چلند معیاري کړي.

د انځور حقوق afp/Getty Images
Image caption د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون وايي، ډېرې دغه ربړونې او ناسم چلند د توقیف او څېړنې پرمهال رامنځته شوي

د افغانستان د ولسمشر د ویاند دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي وایي، کوم شکایتونه چې کېږي ټول د حکومت لخوا ارزول کېږي او هڅه دا ده چې د یوه زنداني کرامت او او په اساسي قانون کې د بشري حقونو راغلي ارزښتونه د توقیف پرمهال رعایت کړو.

بلخوا د افغانستان د لوی څارنوال فرید حمیدي په مشرۍ یو پلاوی جینیوا ته تللی ترڅو د تاوتریخوالي منع او لمنځه وړلو په اړه د دولت راپور وړاندې کړي.

'د ملګرو ملتونو ارزونه'

ټاکل شوې د اپرېل په ۲۵مه او ۲۶مه د ملګرو ملتونو د ربړونې منع کمېټه، د تاوتریخوالي منع کولو او لمنځه وړلو په برخه کې د افغانستان لاسته راوړنې او فعالیتونه وارزوي او د شکنجې مخنیوي او د بشري حقونو وضعیت ښه والي لپاره به د افغانستان دولت، بشري حقونو کمیسیون او مدني ټولنو راپورونو په کتو دولت ته وړاندیزونه وکړي.

مېرمن سمر وایي: "البته دولت مکلفیت لري او اړ دی چې پر دغو وړاندیزونو عمل وکړي او که ظرفیت نشته باید رامنځته یې کړي."

د ملګرو ملتونو یاده شوې کمېټه چې لس خپلواک متخصصین لري، د اپرېل له ۱۸مې د مې تر ۱۲ پورې په پاکستان، لبنان، بحرین، افغانستان، ارجنټاین او کوریا کې شکنجه او ناوړه چلند وضعیت ارزوي او په وروستۍ ورځ یې پایلې اعلانوي. دا د نړۍ له ۱۶۱ هېوادونو له ډلې دي چې د ربړونې او غیر انساني چلند منع کولو کنوانسیون یې لاسلیک کړی دی.

+ "د افغانستان زندانو کې پراخې ربړونې کېږي"

+ افغانستان د بندیانو د ربړونې راپور بې بنسټه بللی

د افغانستان دولت وایي، د ربړونې پایته رسېدو ته ژمن دی. افغانستان د لومړي ځل لپاره تېر کال د شکنجې منع کولو قانون د ولسمشر یوه تقنیني فرمان پر بنسټ توشېح کړ. دا قانون په څلورو فصلونو او ۲۱ مادو کې تدوین شوی. وروسته د افغانستان دولت د شکنجې منع نړیوال کنوانسیون لاسلیک کړ او ورپسې یې د شکنجې منع کولو کمیسیون جوړ کړ.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ټاکل شوې د ملګرو ملتونو د ربړونې منع کمېټه د تاوتریخوالي منع کولو او لمنځه وړلو په برخه کې د افغانستان لاسته راوړنې او فعالیتونه وارزوي

سیما سمر ددغه کمیسیون مشري کوي او دغه کمیسیون دنده لري چې داسې طرحې، لایحې او کړنلارې تدوین کړي او د شکنجې منع قانون عملي کولو لپاره دې کمېټې جوړې کړي.

د افغانستان د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او د ملي امنیت عمومي ریاست چې پخپله پر شکنجې تورن دي، ددې کمیسیون غړي دي. خو د افغانستان د ولسمشر دویم مرستیال مطبوعاتي سلاکار محمد هدایت وایي، ددغو بنسټونو د شتون هدف، ځواب ورکونه او د خپلو راپورونو وړاندې کول دي.

ښاغلی هدایت وایي: "دیارلس ادارې ددغه کمیسیون غړیتوب لري، طبعا ددغو درېیو ادارو شتون ددې لپاره دی چې دوی ځواب ویونکي وي او خپل راپورونه کمیسیون ته وړاندې کړي او هغو پوښتنو ته ځواب ورکړي چې دوی ته متوجه دي."

'د ربړولو سزا'

د افغانستان دولت وایي، د جزا قانون طرحه یې تر لاس لاندې ده چې ډېر ژر به لاسلیک او نافذ شي. په دغه قانون کې د "ربړول او سزا یې" په نوم یو نوی فصل زیات شوی چې له مخې یې د ربړونې مخه ونیول شي او عاملین یې تر قانوني څار لاندې راشي.

افغانستان په وروستیو کلونو کې د خپلو امنیتي مامورینو لخوا د سیستماتیکي شکنجې له امله، د بشري حقونو د سازمانونو تر کلکې نیوکې لاندې و. اوس د شکمنو او تورنو کسانو د ربړونې کچې کمېدو یو دلیل پر دغو مرکزونو څارنه ده او له بلې خوا د بشري حقونو اړوند مسایلو په تړاو د امنیتي مامورینو د پوهاوي کچې لوړېدل ګڼل کېږي.

خو امنیتي شرایطو او پر څارنې د محدودیت لګولو ته په کتو، ستونزمنه ښکاري چې له دغه هېواد نه شکنجنه او ناوړه چلند په بشپړه توګه لمنځه لاړه شي.

اړونده مطالب