'د افغانستان په اړه پښه نیولی نوی ډیلی'

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ښاغلی ابدالي وايي، په دوراني توګه هر وخت هند کې ۳۰۰ افغان ځواکونه روزل کېږي

ده هیندو

هند افغانستان سره د یو میلیارد ډالرو مرسته اعلان کړه

دغې هندۍ ورځپاڼې په هند کې د افغانستان د سفیر شیدا محمد ابدالي هغه څرګندونې راخیستې چې وايي، د ترهګرۍ د ماتولو لپاره د افغانستان، هند او امریکا ترمنځ د ګډ کار لپاره د درې اړخیز سټراټیژیک ډیالوګ رامنځ ته کول اړتیا ده.

دی وايي، په دې اړه وړاندې ډېرې خبرې شوې، خو عملي بڼه یې نه ده غوره کړې.

ښاغلي ابدالي زیاته کړه،‎ په دوراني توګه په هند کې هر وخت د افغان امنیتي ارګانونو درې سوه افسران تر روزنې لاندې وي او تمه ده چې دغه شمېر په نژدې راتلونکې کې پنځوس سلنه زیات شي.

انډین ایکسپریس

د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption انډین ایکسپریس افغانستان ته د هندي ځواکونو استول خطرناکه لوبه بولي

بلې هندۍ ورځپاڼې انډین ایکسپریس په همدې اړه په خپله سرمقاله کې چې عنوان یې دی 'د افغانستان په اړه د نوي ډیلي دوه زړه توب'، ادعا کړې چې امریکا له افغانستانه د خپلو پوځونو د ایستلو په درشل کې له هنده غوښتنه کړې چې افغانستان ته خپل ځواکونه واستوي، خو ورځپاڼې وايي نوی ډیلي باید په دې پوه شي چې پوځي مرستې او د ځواکونو استولو خبره خطرناکه لوبه ده.

واشنګټن پوسټ

امریکا ته د شمالي کوریا خبرداری: د اټومي برید ځواب ته چمتو یو

د شمالي کوریا او امریکا ترمنځ د روان کړکېچ په اړه امریکايۍ ورځپاڼې واشنګټن پوسټ لیکلي، که څه هم د سې شنبې په ورځ شمالي کوریا پوځي تمرینات ترسره کړل او دغه راز جاپان، کوریا، امریکا او سوېلي کوریا هم په ورته اقدام لاس پورې کړ، خو سپینه ماڼۍ وايي لا هم له شمالي کوریا سره د دغه هېواد داتومي پروګرام د را ولاړې شوې شخړې د دیپلوماتیک حل امکان شته.

واشنګټن پوسټ د سپینې ماڼۍ د ویاند هغه خبرې راخستې چې وايي، که پر چین او نورو هېوادونو د فشار له لارې او د هغو سیاسي او اقتصادي فشارونو له امله چې دغه هېوادونه یې لري، وکولی شو ستونزه په سیاسي توګه حل کړو نو د دې هر کلی کوي.

ډیلې مېل

د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption څیړنې وايي چې د انسان د مړینې او د هغه دماغ د عمر ترمنځ نژدې اړیکې شته.

ډېر غوړ خواړه دماغ له منځه وړلی شي

بریتانوۍ ډیلې مېل ورځپاڼې د هغې علمي څېړنې په اړه رپوټ خپور کړی چې د انسان د دماغ د عمر په اړه دی.

څیړنې وايي چې د انسان د مړینې او د هغه دماغ د عمر ترمنځ نژدې اړیکې شته.

په لندن کې امپیریل کالج کې څېړونکو د دماغ د عمر د معلومولو لپاره د کمپیوټر په مخ څېړنې کړي دي.

څېړونکي وايي تر لاسه شوې پایلې ښيي هر کله چې د دماغ او د همغه کس د اوسني عمر ترمنځ توپیر زیات وي په هماغه اندازه په بدني او رواني ناروغیو د اخته کېدو له خطر او له وخته وړاندې مړه کېدو سره ډېر مخامخ وي.