اروپايي ټولنه: د افغان ځواکونو وسلې او مهمات پر طالبانو پلورل کېږي

اروپایي ټولنې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د فساد پر ضد د مبارزې پر هڅو سربېره، هره اونۍ د پولیسو او پوځ په لیکو کې د فساد راپورونه خپریږي. د انځور حقوق Getty Images
Image caption اروپایي ټولنې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د فساد پر ضد د مبارزې پر هڅو سربېره، هره اونۍ د پولیسو او پوځ په لیکو کې د فساد راپورونه خپریږي.

اروپایي ټولنه وایي، داسې راپورونه لري چې د افغان سرتیرو وسلې او مهمات پر وسله والو مخالفانو پلورل کیږي چې دا کار د جګړو په لیکو کې طالبان برلاسي کوي.

په افغانستان کې د اروپایي ټولنې استازولي وایي، هره اونۍ د فساد له امله افغانان وژل کیږي او دا ځکه چې د دوی په باور د افغان سرتیرو وسلې، مهمات او تجهیزات پر طالبانو پلورل کیږي. اروپایي ټولنه د پولیسو او پوځ په لیکو کې اداري فساد د اندېښنې وړ بولي او زیاتوي چې دې چارې د جګړو په لیکو کې طالبان پیاوړي کړي دي.

یوناما: افغانستان له فساد سره مبارزه کې پرمختګ کړی

ايساف: طالبانو ته مو د وسلو يو قاچاقچي نيولی دی

"ايران طالبانو ته وسلې ورکوي"

په افغانستان کې د دغې ټولنې مطبوعاتي سلاکار عبدالله یادګاري وایي، فساد د افغان ځواکونو وړتیا زیانمنه کړې ده:

"همدغه د وسلو خرڅول طالبانو باندې د فساد یوه لویه بیلګه ده، دا اروپایي ټولنې ته د اندیښنې وړ ده او څو ورځې وړاندې زموږ سفیر وویل، دا یوه غمیزه ده چې د افغان سرتیرو وسلې طالبانو ته ځي او بیرته د افغانانو پر ضد استعمالیږي، نو له همدې امله اروپایي ټولنه ټینګار کوي چې په امنیتي سکتور کې د فساد پر ضد باید ټینګه مبارزه وشي."

د انځور حقوق Getty Images
Image caption افغان دولت وایي، په امنیتي او پوځي برخه کې د فساد له منځه وړل یې د کارونو په سر کې دي.

اروپایي ټولنې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د فساد پر ضد د مبارزې پر هڅو سربېره، هره اونۍ د پولیسو او پوځ په لیکو کې د فساد راپورونه خپریږي. تیره ورځ یوناما د فساد پر وړاندې د افغان دولت هڅې وستایلې خو زیاته یې کړه چې د فساد د ریښو وچولو ته لا اوږده لاره پاته ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تادامیچي یاموموتو ویلي، په امنیتي برخه کې فساد یوه جدي ستونزه ده او باید مخنیوي ته یې هڅې ګړندۍ شي:

"موږ دا منو چې په پوځ کې د فساد مخنیوي ته هڅې کیږي او موږ دا هڅې ستایو، مونږ موندلې چې په دې برخه کې فساد د سرتیرو پر مورال بد اغیز کوي او خلک پر امنیتي سکتور بې باوره کیږي، نړیواله ټولنه دې فساد ته د یوې جدي مسئلې په توګه ګوري."

افغان دولت بیا د اروپایي ټولنې د استازولۍ په غبرګون کې وایي، په امنیتي او پوځي برخه کې د فساد له منځه وړل یې د کارونو په سر کې دي.

د حکومت د رسنیو د مرکز مشر صدیق صدیقي پر طالبانو د وسلو پلور تایید یا رد نه کړ، خو زیاته یې کړه چې د امنیتي سکتور په برخه کې د فساد ضد هڅې ګړندۍ شوي دي:

"د امنیتي ځواکونو استخباراتي ادارې په کلکه سره هغو راپورونو ته پام کړی چې په امنیتي لیکو کې د فساد په اړه دي، تیرو دوو کلونو کې یوشمیر کسان چې په امنیتي لیکو کې وو او له منابعو نه یې ناوړه ګټه اخیسته او یا یې هم داسې کړنې کولې چې پر سرتېرو یې بد اغیز کوو، حتی محاکمه شوي دي."

په تېرو څو میاشتو کې د اداري فساد پر ضد د مبارزې عدلي او قضایي مرکز دوه لوړپوړي امنیتي چارواکي علني محاکمه کړي.

د "داعش" ماتولو لپاره د فساد ختمول اړین دي"

''په افغانستان کې د بخښنې د کلتور ختمول د فساد ختمول دي ''

مک ماسټر: افغانستان کې به ترهګرو ته خوندي ځای نه وي

اروپایي ټولنې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د فساد په اړه اندیښنې د هغه کمپاین په لومړۍ ورځ څرګندې کړي چې په امنیتي سکتور کې د فساد د مخنیوي په هدف د یوې اونۍ په مخه پيل شوی دی.

دغې ټولنې له دې وړاندې د کانونو او قضایي ارګانونو په برخه کې هم د فساد ضد مبارزې کمپاینونه کړي. دوی وایي په نژدې راتلونکې کې به خپلې سپارښتنې او اندیښنې افغان حکومت ته په لیکلې بڼه وسپاري.

ورته مطالب