ایا افغان پوځ کولی شي طالبانو سره جګړه کې حالات په خپله ګټه بدل کړي؟

د انځور حقوق AFP
Image caption جیمز ماټیس په داسې حال کې افغانستان ته سفر چې دوو لوړوپوړو افغان پوځي مشرانو استعفا کړې وه

جیمز ماټیس په داسې حال کې افغانستان ته سفر چې دوو لوړوپوړو افغان پوځي مشرانو استعفا کړې وه

د امریکا د متحدو ایالتونو دفاع وزیر، جیمز ماټیس عکس په داسې حال کې اخیستل شوی چې د الوتکې د کارګو د پرانیستي ور ترڅنګ ناست و او د دوشنبې پر ورځ کابل ته الوته. دا یو جذاب عکس و، خو نادر دا کیدای شوای پر دغسې یوې بدمرغې ورځې دې هیواد ته والوزي.

افغان پوځ کې د ښځو شاملېدو لېوالتیا

پر قول اردو برید د ولسمشر پښې بلخ ته وڅکولې

پر شاهين قول اردو د بريد له امله ملي ماتم اعلان شوی

د دې ورځې پر سهار د افغانستان دفاع وزیر عبدالله حبیبي او د پوځ لوې درستیز قدم شاه شهیم دواړو استعفا ورکړې وه ځکه چې د جمعې په ورځ له مزارشریف ښار نه بهر یوې پوځې اډې باندې طالبانو برید کړی و. دا د افغانستان د جګړې په تېرو۱۶ کلونو کې پریوې پوځي اډې یوازینی ترټولو خونړی برید و.

کله چې یې د اډې شاوخوا راته ښودله ویل کېدل چې که څه هم تېروتنې شوې وې، خو د طالبانو چل ډېر ماهرانه و.

د طالبانو جنګیالي په فورډ رینجرو کې چې د افغان پوځ د موټرو په څېر رنګ شوي وو راغلي وو. بشپړ پوځي یونیفورم او باوري اسناد یې درلودل، په دې پلمه چې ګني سرتېری ملګری یې ټپي شوي، وينه يې ډېره بهېدلې، جدي او بېړنۍ درملنې ته اړتیا لري.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
پر ۲۰۹ شاهين قول اردو له بريد وروسته

دیوالونه د ټوپک په ډزو سوري سوري ښکاري- جسټین رولاټ په مزارشریف کې د برید له ځایه کتنه کوي

خو په ډېر دقت سره تنظیم شوی دغه چل هم باید د دغسې خونړۍ پېښې سبب نه وای شوای. باور کېږي چې ۱۰ تنه برید کوونکي طالبان او شاوخوا ۱۷۰ افغان عسکر وژل شوي دي. دا نه یوازې د پوځ پر روحیې یو ستر ګوزار و، بلکې پر ټول هېواد هم و.

د جګړې موسم

د حیرانتیا وړ نه ده چې د دوو لوړو پوځي مشرانو د استعفا ترڅنګ د پوځ په مقامونو کې بې ساري بدلونونه راغلل. د قول اردو څلور قوماندانان لکه جنرال کټوازی چې د دې اډې قوماندان و- دنده یې ځنډول شوې ده. اته تنه نور پوځي کارکونکي ترپلټنې لاندې دي، او ګومان کېږي چې له بریدګرو طالبانو سره له اډې دننه مرسته شوې وي.

له دې امله افغان پوځ په یو خطرناک وخت کې بې لارښوده پاتې دی. د هېواد له یو پردرېيمې زیاته برخه د طالبانو تر واک لاندې ده او د سخت ژمي په پای کې تاوتریخوالی زیات شوی دی چې په اصطلاح "د جګړو موسم" نومېږي.

پسرلني عمليات لا نه دي پيل شوي خو تېره میاشت طالبانو په هلمند ولایت کې د سنګین مهمه ولسوالۍ بیا ونیوله،چې یو مهم سټراتیژیک پرمختګ و.

د انځور حقوق Wesley Abbott
Image caption د مزارشریف د پوځي اډې په جومات کې د جمعې ورځې د لمانځه په پای کې وسله والو پرافغان عسکرو برید وکړ

د امریکا د ماموریت په اړه عامې ویناګانې ډېری پرهغو هڅو باندې راټولې وې چې د "اسلامي دولت" ډلې او افغانستان کې د نورو نړیوالو ترهګرو سازمانونو مخه ونیسي.

خو حقیقت دا دی چې د امریکا متحده ایالتونه پوهېږي چې د افغان حکومت پر وړاندې اصلي خطر د طالبانو لخوا دی، نو ځکه دلته د پخوا په شان د امریکا د ښکیلتیا اصلي پام د طالبانو پر ضد هڅو ته دی.

له هغې راهیسې چې نژدې دوه نیم کاله پخوا افغانستان کې د ناټو جنګي ماموریت رسما پای ته ورسېد د طالبانو بریالیتوبونو مشر افغان مامورین او لوړ رتبه امریکایان دې پايلې ته رسولي چې استدلال وکړي چې امریکا باید د روزنې او مرستې ماموریت لا پیاوړی کړي. وړاندیز شوی چې یوڅو زرو نورو عسکرو ته اړتیا ده.

د انځور حقوق Wesley Abbott
Image caption د اډې د کانټین ویجاړۍ د برید سختوالی ښيي

یقین دی چې کله د دفاع وزیر جنرال ماټیس افغان ولسمشر او نورومشرانو سره کتنو کې د ټرمپ ادارې پر بدلېدونکې تګلارې بحث کاوه دا موضوع به یې په اجنډا کې وه.

خو ډېر پوځي څېړونکي شک لري چې دا به د حالاتو د بدلولو لپاره کافي وي. تېر کال بېساري شمېر افغان ځواکونه ووژل شول- چې ټول شمېر یې ۶،۸۰۰ کېږي. د ا په ټولو تېرو ۱۶ کلونو کې د وژل شویو امریکايي عسکرو درې چنده کېږي.

او په زرګونو نور افغان پوځي کارکوونکی یا معلول او یا له عسکري خدمته تښتېدلي دي.

دا یو ځلې بیا د افغان ځواکونو پر اصلي ستونزې ټینګار کوي: ناکافي روزنه او د نویو راجلب شویو عسکرو ناژمنتیا، چې د ناوړو شرایطو، په افسرانو کې فساد او ناکافي هوايي ملاتړ له امله یې شدت موندلی.

د افغانستان د اجرايي مشر، عبدالله عبدالله، دفتر اعلان وکړ چې د طارق شاه بهراني په نامه یو نوی دفاع وزیر ټاکل شوی دی.

دا چې د هغه ټاکنه به د پارلمان له خوا تایید شي که نه دا بله موضوع ده. د ملي یو والي حکومت لږ په یووالي سره کار کوي. د هغې د واکمنۍ په نژدې تېرو درې کلونو کې په ژورو بې اتفاقیو او اختلافونو اخته وو.

په داسې حال کې چې پوځ له ګډوډیو سره مخ دی، د طالبانو د پرمختګ د سمې مخنیوي لپاره د حکومت په لوړو کچو کې یووالي ته اړتیا ده. خو دا چې اوسنی حکومت به دا کار وکولی شي دا بله موضوع ده.

ورته مطالب