ننګرهار کې دوه امريکايي سرتېري "وژل شوي"

د انځور حقوق Getty Images
Image caption امریکایي ځواکونه له تېرو څو میاشتو راهیسي په ننګرهار کې د افغان ځواکونو سره یو ځای عملیات کوي.

د امريکا د دفاع وزارت وايي افغانستان کې له د داعش سره په جګړه کې د دوی دوه سرتېرې وژل شوي او يو ټپي دی شوی دی.

د امريکا د فاع وزارت وياند جېف ډېوېس وايي، دغه پېښه د ډيورنډ کرښې سره نژدې د ننګرهار ولايت په سويل کې رامنځ ته شوې ده.

امريکا په افغانستان کې خپل تر ټولو زورور بم کارولی

د اچین پېچومي او جګړه؛ سپین غر او تور بیرغونه

ایا افغان پوځ کولی شي طالبانو سره جګړه کې حالات په خپله ګټه بدل کړي؟

دوه اوونۍ وړاندې د همدې ولایت په اچین ولسوالۍ کې امریکایي ځواکونو د داعش جنګیالیو پر ضد خپل تر ټولو لوی غیر اټومي بم هم کارولی و.

امریکایي ځواکونه له تېرو څو میاشتو راهیسي په ننګرهار کې د افغان ځواکونو سره یو ځای عملیات کوي.

د افغان پوځ ځواکونه وايي د ننګرهار اچین کې مځکنيو هسکو ټيټو جګړه پېچلې کړې او اوس هم د "اسلامي دولت" نومې ډلې یا داعش وسله وال په غرنیو سیمو کې سمڅې د پټنځایونو په توګه کاروي.

په افغانستان کې له ۲۰۰۱ کال راهيسې په دغه هېواد کې د امريکا له دوه زرو ډېر سرتېرې وژل شوي دي.

ورته مطالب