وسلوالو طالبانو د خپل پخواني مشر په نوم عملیات پیل کړي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption طالبانو د خپل پخواني مشر په نوم دا عملیات پیل کړي دي.

وسلوالو طالبانو د خپل پخواني مشر ملا اختر محمد منصور په نوم پسرلني عملیات پیل کړل.

دې ډلې رسنیو ته د جمعې په ورځ په استولې اعلامیه کې ویلي، چې د موسم په سمېدلو سره د تېر په څېر بیا خپل عملیات کوي.

* طالبان، د روسیې نوي حیرانونکي ملګري

* افغان حکومت: طالبان سیاسي خوځښت نه دی

* افغان پوځ له طالبانو سره جګړه کې حالات په خپله ګټه بدلولی شي؟

د طالبانو په خبره، منصوري عملیات د بهرنیو ځواکونو او د هغوی د کورنیو ملاتړو پرضد دي.

دا ډله وایی، چې په منصوري عملیاتو کې به د ولسي خلګو د سر او مال خونديتوب ته جدي پاملرنه کوي.

د دوی دا ژمنه په داسې مهال ده، چې ملګرو ملتونو د پنجشنبې په ورځ په یوه رپوټ کې د ۶۲ سلنه ولسي مرګ ژوبلې مسوولیت د دولت پر مخالفو وسلوالو واچاوه.

د افغان حکومت غبرګون

د انځور حقوق Getty Images
Image caption افغان حکومت د طالبانو د عملیاتو د پیلولو خبره یواځې تبلیغات بولي.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیری د وسلوالو طالبانو د عملیاتو د پېلېدلو خبره یواځې تبلیغات او د عامه فکرونو د تخریبولو لپاره بولي.

د نوموړي په اند، دا ډله په دا ډول هڅو سره غواړي خلکو ته خپل شتون وښيي.

* د هلمند جګړې لومړۍ کرښه کې نښه ویشتونکي او شین چای

* خلیلزاد: درېیو اوونیو کې به د افغانستان په اړه د ټرمپ تګلاره بشپړه شي

هغه زیاتوي چې طالبانو په افغانستان کې په پوځي او سیاسي دواړو برخو کې ماته خوړلې ده.

د نوموړي په خبره، طالبانو تېر کال هم د عمري عملیاتو په پیلولو سره ویل چې ولایتونو او ولسوالۍ به ونیسي، خو یوې موخې ته هم ونه رسېدل.

ولې منصوري عملیات؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په بلخ کېد هغه جومات یوه برخه چې وسلوالو طالبانو تېره جمعه د افغان پوځ سرتېري د لمانځه پر مهال په نښه کړل.

وسلوال طالبان وايي، دا عملیات یې ځکه د پخواني مشر ملا اختر محمد منصور په نوم کړي دي، چې ګواکې د هغه په مشرۍ دې ډلې ډېرې لاسته راوړنې لرلې.

د افغان طالبانو پخوانی مشر ملا اختر محمد منصور له افغانستان سره د بلوچستان په تړلې سرحدي ولسوالۍ نوشکي کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو په برید کې ووژل شو.

* روان کال د افغان ولسمشر پروړاندې ننګونې

* اشرف غني: که طالبان سوله نه کوي، د قطر دفتر دې وتړل شي

* کرزی:‌ طالبانو ته نور ورور نه وایم؛ د افغانانو وژونکي ترهګر دي

د تېر کال کال د مۍ میاشتې په وروستیو کې پر نوموړي هغه مهال ډرون برید وشو، چې د چارواکو په خبره، له ایران سره د نښلېدلي تفتان سرحدي ښار څخه په موټر کې کوټې ته روان و.

وسلوالو طالبانو تير کال خپلو پسرلنیو عملیاتو ته د خپل یو بل پخواني مشر ملا محمد عمر نوم ته منسوب او عمري نوم یې ور کړی و.

د افغان حکومت عملیات

د انځور حقوق Getty Images
Image caption افغان حکومت هم د وسلوالو پرضد خالد عملیات پیل کړي دي.

افغان حکومت هم د پسرلي پر مهال د خپلو مخالفانو پرضد په ځانګړی نوم خپل عملیات پیلوي.

افغان حکومت د اپرېل پر ۱۶ د وسلوالو مخالفانو پرضد د "خالد" په نوم د پسرلني عملیاتو خبره وکړه.

حکومت تېر کال د وسلوالو پرضد د شفق په نوم عملیات پیل کړي و.

د افغان پوځ د لوی درستیز مرستیال مراد علي مراد د دې عملیاتو د اعلانولو پر مهال وویل، چې خالد عملیات به یرغلیز وي او د کورنیو او بهرنیو هوایي ځواکونو ملاتړ به لري.

افغان چارواکي وایي، چې په ټول افغانستان کې یې ځواکونه د شلو "ترهګرو" ډلو پرضد جګړه کوي.

ورته مطالب