حکمتیار: طالبان دې نور د پردیو د مټو په زور پر افغانانو د حکومت کولو خوبونه پرېږدي

د انځور حقوق FB
Image caption د حزب اسلامي مشر په خپلو خبرو کې وویل، باید ومنو چې له دې وروسته به هغه څوک حکومت کوي، چې ملت یې غواړي.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وايي په زور پر افغانانو حکومت نه شي کېدای او پر طالبانو یې غږ وکړ چې له روانې جګړې څه نه شی ترلاسه کولای.

"دا جګړه نه د اسلام په ګټه ده او نه ورته له عقلي پلوه کومه توجیه لرو. نن لوی کار دا دی، چې یوه بل ته د ورورګلوۍ لاسونه ورکړو او افغانستان کې سوله راولو."

نوموړي زیاته کړه: ټول هدفونه باید د سولې او بین الافغاني مذاکراتو له لارې تعقیب شي.

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي تېر سپټمبر کې له افغان حکومت سره د سولې تړون لاسلیک کړ.

افغان حکومت له ګلبدین حکمتیار سره د سولې هوکړه لویه لاسته راوړنه بولي او هیله ښيي چې د حکومت نورې وسله والې مخالفې ډلې به هم په همدې پله پل کېږدي.

طالبانو ته پیغام

د حزب اسلامي مشر په خپلو خبرو کې وویل، باید ومنو چې له دې وروسته به هغه څوک حکومت کوي، چې ملت یې غواړي.

ښاغلي‌ حکمتیار له وسله والو طالبانو وغوښتل، چې د افغانستان د مسالې حل لپاره خبرو ته کښینې:

''طالبانو ته مو پیغام دا دی، چې راځئ سره کښېنو او دا مساله حل کړو، نور د پردیو د مټو په زور پر افغانانو د حکومت کولو خوبونه پرېږدئ، ډېرو دا وازمایلو، چې ناکام شول، د تېرو څو لسیزو خونړۍ تجربې کافي دي، چې د زور له لارې پر افغانانو څوک پر افغانانو حکومت نه شي کولای. ''

ټاکل شوې وه نن جمعه به نوموړی لغمان کې د خلکو منځ کې راڅرګند شي او دغه راز به د حزب اسلامي یو شمېر بندیان هم د افغانستان له زندانونو خوشي شي، خو دا دواړه کارونه تر سبا (شنبې) وځنډېدل.

د حزب اسلامي غړي قریب الرحمن سعید بي بي سي ته وویل چې ښاغلی حکمتیار به سبا (شنبه) سهار خبریالانو سره تر لیدو وروسته او کابل ته تر تګ وړاندې، جلال آباد ښار ته ولاړ شي.

وروستیو کې د اسلامي حزب د مشر د هرکلي لپاره د ښه راغلاست لویې لوحې په پلازمېنه کابل او نورو ولایتونو کې لګېدلي دي چې د ښاغلي حکمتیار او ځینو نورو مشرانو عکسونه پرې لیدل کېږي.

خو د نوموړي له راتګ سره ځینو مخالفینو وخت نا وخته غږ پورته کړی او د ده یو شمېر لګېدلي پوسترونه یې شلولي.

د انځور حقوق FB
Image caption د اسلامي حزب سرچینې وايي، کابل ته په رسېدو به ښاغلی حکمتیار لومړی غازي لوبغالي ته ولاړ شي

له دې مخکې د حزب اسلامي ویاند حمید عزیزي بي بي سي ته وویل چې د دغه ګوند قومندانانو له ښاغلي حکمتیار سره کتلي او " د استقبال د جشن د څرنګوالي په اړه یې له ښاغلي حکمتیار هدایات اخیستي".

د اسلامي حزب سرچینې وايي، کابل ته په رسېدو به ښاغلی حکمتیار لومړی غازي لوبغالي ته ولاړ شي او هلته به ولس ته وینا واوروي چې له هغه وروسته به ولسمشرۍ ماڼۍ ته ولاړ شي او له ولسمشراشرف غني، افغان چارواکو او بهرني ديپلوماتانو سره وګوري.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
لغمان کې د ګلبدین حکمتیار لیدنې کتنې

اړونده مطالب

ورته مطالب