پېښور کې د افغان طالبانو یو مشر ووژل شو

د انځور حقوق Afghan Taliban
Image caption په انځور کې ملا داود چې خړ پټو یې تر ځان تاو کړی دی.

اسلامي دولت ډله د پښتونخوا په مرکز پېښور کې د افغان طالبانو د یو مشر د وژلو دعوه کوي.

خبریال طاهر خان هم وايي، افغان طالبانو منلې چې یو مهم مشر (مولوي داود) یې پېښور ښار ته نږدې وژل شوی دی.

د طالبانو سرچینې زیاتوي، د مولوي داود پر موټر پېښور ته څېرمه په پندو سړک د جمعې پر شپه برید شوی، چې له امله یې نوموړی او موټروان وژل شوي او یو بل کس ټپي شوی و.

دغه ټپي کس ملا خاکسار نومېده. د طالبانو یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي، چې خاکسار د طالبانو یو لګی مشر و. نوموړي د ټپونو له امله د جمعې په ورځ د پېښور په لیډي ریډینګ روغتون کې سا ور کړه.

* طالبان، د روسیې نوي حیرانونکي ملګري

* ننګرهار کې د 'داعش' رادیو ترشا څوک و؟

خو په افغانستان کې د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد له بي بي سي سره په خبرو کې د مولوي داود وژنه نه رد او نه هم تایید کړه.

اسلامي دولت ډلې د دې پېښې مسوولیت منلی، خو د دغه طالب مشر نوم یې نه دی یاد کړی.

پاکستانۍ رسنۍ وايي، د مولوي داود جنازه د جمعې په ورځ نوښار ته نږدې زاخېل(سیمه) کې خاورو ته سپارل شوې، چې زرګونو پلاویانو یې پکې ګډون درلود.

د دې رسنیو د رپوټ له مخې، د پاکستان حکومت یو وخت ملاداود نیولی و او د پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي په غوښتنه یې په ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ کلونو کې خوشی کړ، خو له خوشي کېدلو وروسته د افغان سولې بهیر سره یو ځای نه شو.

ملا داود څوک و؟

یوه طالب مشر ویلي، چې مولوي داود د دې ډلې یو مهم مشر و. افغان رسنیو هم په تېر کې مولوي داود د پېښور شورا غړی بللی و.

په پېښور کې د طالبانو یوې سرچینې له بي بي سي سره په تماس کې ویلي، چې ملا داود دا مهال په پښتونخوا کې له استخباراتي ادارو سره د طالبانو د ستونزو اوارولو مسوول و.

نوموړي له یوې سیمې بلې ته د طالب مشرانو د لېږد او په پښتونخوا کې د امنیتي ځواکونو له پاټکونو د هغو طالبانو چې د اوسېدو اسناد یې نه درلودل او د توکو د تېرولو دنده هم درلوده.

پېښور کې د طالبانو وژل شوي مشران

د انځور حقوق Twitter
Image caption داعش د مولوي داود د وژلو دعوه په یوه ټویټ کې کړې ده.

افغان طالبان دا هم وايي، چې څو ورځې مخکې پر دغه ځای د مولوي یو بل نږدې دوست هم وژل شوی و.

مولوي داود د افغان طالبانو لومړنی مشر نه دی چې په پاکستان کې وژل کېږي.

تېر کال د ننګرهار لپاره د دې ډلې والي مولوي میراحمد ګل هاشمي او پر ۲۰۱۵ کال د دوی یو پخوانی وزیر مولوي عبدالرقیب هم په پېښور کې وژل شوی و.

دا پېښه په داسې مهال ده، چې د جمعې په ورځ وسلوالو طالبانو پسرلني عملیات اعلان کړل.

طالبان وايي، په منصوري عملیاتو کې به بهرني ځواکونو او ملګري یې په نښه کړي.