ډونلډ ټرمپ ته د سل ورځو واکمنۍ کې افغانستان څومره مهم و؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ډونلډ ټرمپ په ټاکنیزو منډو ترړو کې د افغانستان یادونه نه کوله.

د امریکا د ولسمشر په توګه د ډونلډټرمپ د کار سل ورځې تېرې شوې.

د پخوانيو ولسمشرانو باراک اوباما او جورج بوش په پرتله ډونلډ ټرمپ په ټاکنيزو منډو ترړو کې پر افغانستان ډېر لږ وغږېده چې د امریکا تر ټولو اوږده جګړه پکې روانه ده. خو په سپينه ماڼۍ کې د خپل کار په لومړيو سلو ورځو کې يې دا دريځ افغانستان ته د لوړپوړو پوځي چارواکو په استولو او د افغانستان لپاره د نوې پوځي تګلارې په چمتو کولو بدل کړ.

پر دغه مهال یې لږ تر لږه دوه ځله له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره تلیفوني خبرې وکړې. په دې وروستیو کې یې د ملي امنیت سلاکار مک ماسټر او د دفاع وزير جیمز ماتیس افغانستان ته سفر وکړ.

* ډونلډ ټرمپ ویلي، ژر به له اشرف غني سره وویني

* ډونلډ ټرمپ: هند د امریکا ریښتونی ملګری دی

په همدې ورځو کې يې خپل تر ټولو ستر نا اتومي بم- چې د بمونو په مور مشهور دی- د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کې د اسلامي دولت وسله والې ډلې پر پټنځیو وغورځاوه.

د دې ټولو تر څنګ ټاکل شوې د افغانستان لپاره خپله نوې پوځي تګلاره په نږدې راتلونکي کې اعلان کړي.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د ټرمپ د ولسمشرۍ ۱۰۰ ورځې

دا ټول د دې ښودنه کوي چې ټرمپ د افغانستان د موضوع په اړه جدي دی.

یو شمېر سياسي کارپوهان باوري دي چې افغانستان ته د ښاغلي ټرمپ د ادارې جدي پام په افغانستان کې د اندېښمنوونکي حالت له امله دی.

Image caption جعفر مهدوي وايي، د ټرمپ د ادارې ډېرو مهمو مشرانو په افغانستان کې دندې درلودلې او له حالت یې ښه پوهېږي.

د افغانستان د ولسي جرګې غړی او د نړیوالو اړیکو کارپوه جعفر مهدوي وايي، د ښاغلي ټرمپ سلاکاران او حکومت د افغانستان په چارو ښه پوهېږي او څارلې يې دي.

" په اوسني حکومت کې د شته حالت او وضعیت په اړه ښه خبر دي او د حکومت د قومي کېدو او د توکميزو شخړو په اړه سخته اندېښنه لري. د امریکايي چارواکو اندېښنه د اوسني حکومت له ړنګېدو، د واک د تشې له رامنځته کېدو او د هغو ډلو له واک ته رسېدو ده چې معلومه نه ده څوک يې ملاتړ کوي".

د افغانستان جیوستراتيژيک موقعیت او په سيمه کې د امریکا د سيالانو حضور هم افغانستان ته د واشنګټن د ځانګړي پام یو لامل بلل کېږي.

* افغانستان او پاکستان ته به د ټرمپ تګلاره څنګه وي؟

* "امریکا د ترهګرۍ ضد جګړه کې پر پاکستان فشار زیاتوي"

افغان حکومت هم وايي چې د کابل - واشنګټن اړيکي تعریف شوي، دقیق او ستراتيژيک دي. د ولسمشر د مطبوعاتي دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي وايي، د امریکا د دفاع وزیر او ملي امنیت د سلاکار په ګډون د ښاغلي ټرمپ همکارانو په افغانستان کې کلونه کار کړی او له افغان چارواکو، سیاسي او امنيتي حالت او د دغه هېواد او سيمې د جنګ د حالت په اړه هر اړخيز معلومات لري.

"افغانستان ته د دوی سفرونه له دې سره مرسته کوي چې د ښاغلي ټرمپ په ولسمشرۍ کې د امريکا متحد ایالتونه داسې پرېکړې وکړي چې د افغانستان له شرایطو او حالت سره اړخ ولګوي او له دغه هېواد سره له هغو ننګونو په تېرېدو کې مرسته وکړي چې پر وړاندې يې پرتې دي".

Image caption د افغان ولسمشر د مطبوعاتي دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي

۲۰۱۷ کال د افغانستان لپاره د امنیت له مخې ننګونکی دی او له بلې خوا په سياسي ډګر کې هم پارلماني او ولسمشريزې ټاکنې د افغان دولت لپاره له ستونزو ډکې ازموينې دي. له دغو سیاسي او امنيتي ننګونو تېرېدل هم تر ډېره د دواړو هېوادونو تر منځ نږدې اړيکو ته اړتيا لري.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د ټرمپ لومړۍ۱۰۰ ورځې