عام محضر کې د حکمتیار څرګندېدل؛ پیاوړی مرکزي حکومت زموږ لویه اړتیا ده

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
حکمتيار پر طالبانو د سولې غږ کړی

له افغان حکومت سره د سولې له هوکړې لاسلیکولو څو میاشتې وروسته، د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په عام محضر کې د لومړنۍ وینا پرمهال د یوه پیاوړي مرکزي افغان حکومت د جوړېدو غوښتونکی شو.

نوموړي د طالبانو جګړه نامشروع وبلله او له هغوی یې د سولې له بهیر سره د یوځای کېدا غوښتنه وکړه.

د ښاغلي حکمتیار دې وینا ته ځینې افغان چارواکي او د پارلمان غړي هم ورغلي وو.

حکمتیار: طالبان دې د پردیو د مټو په زور پر افغانانو د حکومت کولو خوبونه پرېږدي

حکمتیار، له تهرانه روان، کابل ته نژدې شو

د ګلبدین حکمتیار ژوند لیک

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي په تېر سپټمبر کې له افغان حکومت سره د سولې تړون لاسلیک کړ.

حکمتیار وویل، لکه څرنګه یې چې ۴۰ کاله سیاسي مبارزه وکړه، اوس به د سولې لپاره کار کوي.

ګلبدین حکمتیار وویل، د ملګرتیا او ورورګلوۍ تازه څپرکی باید پرانیستل شي، چې دده په ټکو ''ټول د منفي سیالیو پرېښودو ته رابولم''.

ده وویل: ''په تېر کې مو منفي سیالۍ تجربه کړې چې پایلې یې خونړۍ وې. باید د تل لپاره منفي سیالي له منځه یووړل شي''.

''د طالبانو جګړه مشروعیت نه لري''

حکمتیار خپلو پلویانو او رسنیو ته په وینا کې له طالبانو وغوښتل چې نور باید ځانونه د ''غرور او جهالت'' قرباني نه کړي؛ ځکه چې په وینا یې د دوی جګړه ''مشروعیت'' نه لري.

ښاغلي حکمتیار څو ورځې وړاندې بلخ کې پر قول اردو د طالبانو ډله ییز برید ته په اشارې وویل، داسې جنګ نه شي زغملي چې په جومات کې په سجده پروت کس باندې ډزې پکې کېږي.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
ايا حکمتيار سره سوله به نورې وسلوالې ډلې سولې ته وهڅوي که نه؟
د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption اکرم خپلواک وویل، په نژدې راتلونکې کې به له حزب اسلامي سره د سولې د هوکړه لیک د نورو مادو عملي کولو لپاره لاس په کار شي.

د حزب اسلامي دغه مشر د افغان دولت وسله والو مخالفانو ته په اشارې وویل ''تاسو له چا سره جنګېږئ؟ همدلته د لغمان له خلکو سره؟ له مجاهدینو سره؟ موږ داسې جنګ نه شو زغملي چې په جومات کې په سجده پروت کس باندې ډزې کېږي. ډزې کوي ګومان کوي چې له دې لارې به جنت ته ځي''.

ښاغلی حکمتیار تېره ورځ د لغمان ولایت علینګار ولسوالۍ له لارې ددغه ولایت مرکزي مهترلام ښار ته راغی، خو څرګنده نه ده چې تر دې مخکې هغه چېرته اوسېده.

ګلبدین حکمتیار پر وسله والو طالبانو غږ وکړ، لکه څرنګه چې دی د سولې له بهیر سره یوځای شوی، دوی هم د هېواد د امنیت تامینولو لپاره جګړه پرېږدي او د سوکاله افغانستان لپاره لاس ورکړي:

''تاسو شوروي ته ماتې ورکړې، طالبانو ته د یوه ورور په حیث وایم، راځئ افغانستان کې په ګډه د امنیت تامینولو لپاره کار وکړئ، د ورورولۍ لاس درکوم، که یو ګام رامخکې شوئ، دوه ګزه درمخکې کېږم، لاس را اوږد کړئ، غېږه درکوم''.

ګلبدین حکمتیار وویل، هغه وخت یې د سولې او له افغان حکومت سره د جوړجاړي او هوکړې هڅې پیل کړې چې پوی شو په جګړه کې یوازې افغانان وژل کېږي.

نوموړي له ټولو سیاسي ډلو وغوښتل، چې د راتلونکي نسل لپاره سوکاله، ارام او خوندي افغانستان په میراث پرېږدي.

د سولې د عالي شورا د دارالانشاء مشر اکرم خپلواک هم لغمان د حکمتیار تر وینا وړاندې د حکومت پر هغو وسله والو مخالفانو د سولې له بهیر سره د یوځای کېدو غږ وکړ، چې د بېلابېلو لاملونو له کبله یې وسلې راخیستې دي.

روان کال د افغان ولسمشر پروړاندې ننګونې

"د حکمتیار راتګ طالبان سولې ته هڅولی شي"

Image caption لغمان ته د حزب اسلامي د مشر ګڼ مینه وال او ملاتړي ورغلي وو

نوموړي وویل، وسله وال مخالفان چې هره غوښتنه لري، مخامخ یې دې وړاندې کړي او افغان ولس به یې په اړه پرېکړه کوي او حکومت یې د عملي کولو لپاره ژمن دی.

اکرم خپلواک وویل، په نژدې راتلونکې کې به له حزب اسلامي سره د سولې د هوکړه لیک د نورو مادو عملي کولو لپاره لاس په کار شي.

د اسلامي حزب سرچینې وايي، کابل ته په رسېدو به ښاغلی حکمتیار لومړی غازي لوبغالي ته ولاړ شي او هلته به ولس ته وینا واوروي چې له هغه وروسته به ولسمشرۍ ماڼۍ ته ولاړ شي او له ولسمشراشرف غني، افغان چارواکو او بهرني ديپلوماتانو سره وګوري.

ورته مطالب