د ترینګلتیا ختمولو په موخه کابل ته د پاکستاني پلاوي سفر

د انځور حقوق @Omar Zakhilwal

د پاکستان د پارلمان یو پلاوی افغانستان ته تللی، چې د دواړو هېوادونو پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړي.

پاکستان کې افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال پر خپل ټویټرپاڼې لیکلي، دا لومړی ځل دی چې په تېرو څو کلونو کې د پاکستان د پارلمان دغه جګپوړی پلاوی افغانستان ته ځي او هلته د دواړو هېوادونو پر دوه اړخیزو اړیکو مخامخ خبرې کوي.

نوموړی وايي، په پام کې ده چې پاکستانی پلاوی له مخکیني افغان ولسمشر حامد کرزي او ځینو نورو افغان مشرانو سره هم وګوري.

کابل ته د پاکستان د پوځ مشر سفر

ریاض کې پاکستانی پلاوی سعودي ته متوجه ګواښونه څېړي

د دوی د خبرو اصلي موخه له افغان ولسمشر اشرف غني او نورو افغان مشرانو سره د هغو مسلو پرسر خبرې دي، چې په دې وروستیو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ترینګلتیا او بې باورۍ لامل ګرځېدلي.

زاخېلوال وايي، کابل ته د پاکستان د پارلمان تللي پلاوي مشري د پاکستان د پارلمان مشر ایاز سردار صادق کوي، چې د افغانستان د پارلمان له غړو او د ولسي جرګې له مشر عبدالرؤف ابراهیمي دا مهال کابل کې پر کتنو بوخت دی.

د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption کابل ته د پاکستان د پارلماني د پلاوي مشري د دغه هېواد د پارلمان مشر ایاز سردار صادق کوي

دا هم ولولئ:

افغانستان کابل ته د پاکستان د لومړي وزیر سفر لغوه کړ

افغانستان او پاکستان د بېړنیزو اړیکو کرښه فعاله کړې