اشرف غني: د ځان لپاره د امتیاز ګټلو وخت تېر دی

اشرف غني د انځور حقوق Arg
Image caption اشرف غني وايي، د افغانستان د روښانه راتلونکي لپاره قربانۍ ته اړتیا ده.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د افغانانو د جهاد ۲۵ کلیزې د بریا لمانځغونډې ته په وینا کې پر سیاسي پاړکي غږ وکړ چې نور د ځان لپاره د امتیاز ګټلو وخت نه دی.

د ښاغلي غني په خبره، سیاستوال باید دا خبره ومني چې د هېواد د تاریخي شان او عظمت د ساتلو او د اوسنو او راتلونکو نسلونو د حقونو د ګټلو لپاره د ایثار او فداکاري موقع ده.

نوموړي په خپله وینا کې پر اداري سمون هم ټینګار وکړ: ''خلک اصلاحات غواړي او د بنیادي اصلاحاتو لپاره هم لازم ظرفیت شته او هم اراده شته، د ملي وحدت حکومت ټینګه اراده لري چې اصلاحات ترسره کړي،موږ که په راتلونکې دوه کلنه موده کې د بنیادي اصلاحاتو په چاره کې خدای مکړه تعلل وکړو او د یو جدي او فوري ضرورت په سترګه ورته ونه ګورو، نو بیا دا خطر شته چې راتلونکي څلور نسلونه هم په بحران کې واوسي او دا حالت په هېڅ وجه د منلو وړ نه دی."

* روان کال د افغان ولسمشر پروړاندې ننګونې

* پر قول اردو برید د ولسمشر پښې بلخ ته وڅکولې

* ولسمشر غني ته د داعشي قومندان د اس ډالۍ

د اشرف غني دا خبرې له هغه وروسته دي چې د جمعې په ورځ په ښه حکومتولۍ کې د نوموړي پخواني ځانګړي سلاکار احمد ضیاء مسعود د واک پر انحصارولو تورن کړ.

نوموړي له خپلو پلویانو وغوښتل چې له حکومت سره پریکون اعلان کړي او د همغږۍ له لارې ولسمشر استعفا ته اړ او د موقت حکومت رامنځ ته کیدو ته لاره هواره کړي.

ولسمشر غني د اپرېل پر اتلسمه د یوه فرمان په صادرولو سره احمد ضياء مسعود په خپلو چارو کې پر پاتې راتللو تورن او له دندې ګوښه کړ.

د فساد ضد مبارزه

هغه یو ځل بیا د اداري فساد د له منځه وړلو ژمنه وکړه او زیاته یې کړه، چې افغان ملت د فساد د زغملو حوصله نه لري او فاسد باید په هیڅ عنوان تبریه نه شي:

د انځور حقوق Arg
Image caption اشرف غني دا هم وویل، چې د ولسمشرۍ او ولسي جرګې ټاکنې به پر خپل وخت کېږي.

"تېره اونۍ چې د شاهین قول اردو د زخمیانو پوښتنې ته ورغلم، کابو هر زخمي سرتیري جدا، جدا راته وویل چې د فساد او بې نظمي مخه دې ونیول شي".

د نوموړي په خبره، د افغانستان د وروستیو څو لسیزو یو مهم درس دا و چې له بحران څخه د راوتلو لپاره، لازمه ده "چې قانون ته وفادار، ملت محوره او مضبوط دولت ولرو".

ولسمشر غني په نننۍ وینا کې دا هم وویل، چې د ولسمشرۍ او ولسي جرګې ټاکنې به پر خپل وخت کېږي او نه به ځنډېږي.

افغان ولسمشر زیاته کړه، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون له قانون سره سم په خپلو چارو کې استقلال لري او حکومت په ټولو هغو برخو کې چې مرسته او مشوره لازمه ده، همکاري ور سره کوي.

ورته مطالب