حکمتیار: پر جلال اباد زموږ برید تېروتنه وه

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
حکمتيار: پرجلال اباد ښار د حزب اسلامي بريد يوه تېروتنه وه

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې یوې غونډې ته وویل، د ډاکټر نجیب الله د حکومت پرمهال په ۱۹۸۹ کال کې پر جلال اباد ښار د مجاهدینو بريد يوه تېروتنه وه.

نوموړي چې دا څرګندونې د یکشنبې په ورځ (غويي ۱۰مه) سلګونو پلویانو ته د ننګرهار شاهي ماڼۍ لوی تالار کې کولې، طالبانو پورې د اړوندو نیوکو په ځواب کې چې ګواکې 'حکمتیار دولت ته تسلیم شو ' وویل، طالبان افغانستان ته د امریکا د راتګ لامل شوي، چې په وینا یې د طالبانو جنګي تکتیکونه هم یوه تېروتنه ده.

نوموړي د بېلګې په توګه د ۱۳۹۴ کال ژمي کې پر کندوز ښار د طالبانو برید یوه تېروتنه او له هېواد سره جفا وبلله، کټ مټ لکه څنګه چې د ۱۳۶۸ کال په ژمي کې مجاهدینو پر جلال اباد ښار برید کې تېروتنه وکړه.

پخوانیو مجاهدینو د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته په دې نیت د جلال اباد ښار د نیولو لوی برید پیل کړ، چې د خپل فعالیت لپاره یې مرکز وګرځوي، خو له درنې مرګژوبلې وروسته شاتګ ته اړایستل شول.

ایا د حکمتیار دریځ بدل شوی؟

حکمتیار: ځواکمن مرکزي حکومت د افغانستان اصلي اړتیا ده

حکمتیار: طالبان دې د پردیو د مټو په زور پر افغانانو د حکومت کولو خوبونه پرېږدي

حکمتیار پر کندوز ښار د طالبانو برید 'تاریخي تېروتنه ' او له خپل هېواد سره جفا بللې ده.

د افغانستان ملي یووالي حکومت اجراییه مشر عبدالله عبدالله کابل کې د پخواني جهاد د بریا د ۲۵ لمانځغونډې پرمهال وویل، د سولې له کاروان سره د ښاغلي حکمتیار پر یوځای کېدا خوشحاله دی.

د انځور حقوق ANS
Image caption د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش او د ملي امنیت شورا سلاکار حنیف اتمر له ښاغلي حکمتیار سره وکتل

عبدالله دا هم ویلي و، له حزب اسلامي سره د شوې هوکړې پربنسټ اوس "حکمتیار پخپل هېواد او خپله خاوره کې دی، په ویاړ سره د خپلو خلکو او د افغانانو منځ کې دی".

ده وویل، هیله لري چې د حکمتیار راتګ د نورو لپاره یوه ښه بېلګه شي.

د ښاغلي حکمتیار دې غونډې ته له بېلابېلو ولایتونو حزبیان او د ده ملاتړي ورغلي وو، چې د شاهۍ ماڼۍ شاوخوا ټینګ امنیت نیول شوی او هلته غځېدلې لارې تړل شوې دي.

Image caption د حکمتیار وینا ته د ننګرهار شاهۍ ماڼۍ ته شاوخوا ۲۰۰۰ کسان ورغلي وو

د حکمتیار دې غونډې ته یوشمېر ښځې هم ورغلې وې، خو نوموړي وویل، د ښځو ونډه کمه ده، باید ډېره کړل شي.

ده وویل: ''متاسفه یم چې د نن په دې غونډه کې ښځې کمه ونډه لري، باید ډېره شي، د سندرو د ستیج پر سر راڅرګندېدا پرځای باید ښځو ته اساسي حقونه ورکړل شي.''

خو په خواله رسنیو کې ځینو پخپل غبرګون کې ویلي، چې خپله د ښاغلي حکمتیار د کورنۍ غړي چېرته دي؟

ځینې شنونکي پر دې باور دي چې ښاغلی حکمتیار په ولایتونو کې د لویو غونډو په جوړولو دا ښودل غواړي چې اوس هم مینه وال لري.

د طالبانو پېغور

ښاغلي حکمتیار دا هم وویل، چې لغمان کې د شنبې ورځې له وینا وروسته طالبانو پر خواله رسنیو ته ده پېغور ورکړی چې ګني حکومت ته تسلیم شوی، خو نوموړی وايي، تسلیم شوی نه دی، بلکې سوله یې کړې ده.

تېره ورځ د حکمتیار له څرګندېدو وروسته طالبانو پر خواله رسنیو لیکلي وو چې ګني حکمتیار پرون د جهاد نارې وهلې او نن حکومت ته تسلیم شو.

حکمتیار: ځواکمن مرکزي حکومت د افغانستان اصلي اړتیا ده

حکمتیار، له تهرانه روان، کابل ته نژدې شو

خو ښاغلی حکمتیار یې په غبرګون کې وايي، ''تسلیم '' شوی نه دی، بلکې د ''خلکو د ژغورلو لپاره یې له افغان دولت سره یوځای شوی ''. دی وايي هېواد ته له بهر څخه نه دی راغلی، بلکې ''له غرونو ښار ته راغلی ''، خو ټینګار یې دا دی چې دولت کې د کوم پوست ډکولو لپاره نه دی راغلی.

د حزب اسلامي دغه مشر وویل، امریکا د افغان حکومت له مخالفو وسله والو سره سلیقوي چلند کوي، چې په وینا یې پر یوې ډلې تر ټولو لوی بم - چې څرګنده اشاره یې د ننګرهار اچین کې پر داعش وسله والو د امریکا د بمونو مور غورځولو ته وه - غورځوي او بله ډله چې اشاره یې طالبانو ته وه، په ښکاره کاروانونو کې تېرېږي او امریکا هېڅ نه ورته وايي.

ګلبدین حکمتیار تر دې وړاندې له کابو ۲۱ کلونو پټ ژوند وروسته د تېرې شنبې په ورځ (غويي ۹مه) ختیځ لغمان ولایت کې راڅرګند شو او لومړۍ وینا یې وکړه او بیا ننګرهار ولایت ته ولاړ.

حکمتیار د افغانستان اوسنی نظام له لانجو ډک وباله، خو له افغان ولسمشر محمد اشرف غني او اجراییه مشر عبدالله عبدالله یې وغوښتل چې یو کس باید بل ته تېر شي او واک متمرکز شي.

نوموړي تېره ورځ هم ویلي وو، چې د یوه پیاوړي مرکزي حکومت رامنځ ته کېدل د افغانستان لویه اړتیا ده، چې په وینا یې منفي سیالۍ هېواد لانور د کړکېچ خوا ته بیايي.

ګلبدین حکمتیار وویل ''په دې نظام کې ستونزه دا ده چې له یوې خوا حزبونه قومي بڼه لري ملي نه دي، پر قوم او ژبه پورې تړلي چې د هېواد په تاوان دی او بل خوا وزارتونه هم د ژبې او سمت په اساس وېشل شوي چې دا هم د هېواد په تاوان دي.''

ننګرهار ولایت ته د ښاغلي حکمتیار غونډې ته د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر، د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش او د پارلمان ځینې غړي او چارواکي هم ورغلي وو.

د ولسمشر مقاومت

سرور دانش وویل، حکومت حکمتیار ته بلنه ورکوي چې کابل ته ولاړ شي او حکومت ژمن دی چې له ده سره به د هوکړې ټولې ژمنې او مادې عملي کړي.

د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption سرور دانش وویل، له حزب اسلامي سره د شوې هوکړې د عملي کولو لپاره حکومت ژمن دی

ښاغلي دانش زیاته کړه، له حزب اسلامي سره د هوکړې عملي کولو کې ځینو بهرنیو او کورنیو کړیو ستونزې جوړولې چې ولسمشر ټینګ مقاومت ورسره وکړ او دغه هوکړه یې د کامیابۍ لوري ته ورسوله.

ګلبدین حکمتیار به د یکشنبې په ورځ هم ننګرهار ولایت کې پاتې کېږي، چې د سولې د عالي شورا د دارالانشاء د مشر محمد اکرم خپلواک په وینا، راتلونکې اونۍ به کابل کې لوی مراسم ورته جوړېږي.

حکمتیار د ۱۹۷۰مه لسیزه کې د حزب اسلامي په نوم ګوند جوړ کړ او په ۱۹۹۲ د پخواني شوروي اتحاد له ړنګېدا او په افغانستان کې د شوروي له ماتې وروسته نوموړی د نوې ادارې لومړی وزیر شو.

په ۲۰۰۳ کال حکمتیار د امریکا له خوا د "ترهګرو" نوملړ کې شامل شو، خو د روان کال فبرورۍ میاشت کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا له خوا یې نوم د بندیزونو له لیسته وایستل شو، چې په دې سره یې افغانستان ته د ستنېدو لپاره لار هواره شوه.

ورته مطالب