ایا د حکمتیار دریځ بدل شوی؟

د انځور حقوق FB
Image caption ګلبدین حکمتیار په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي د سولې لپاره له هرې ډلې سره مرستې ته چمتو دی خو په حکومت کې یې لا هم د ونډې اخیستو پرېکړه نه ده کړې

د حزب اسلامي مشر له نژدې دوه لسېزې پټ ژوند وروسته، له نسبتا نوي نرم سیاست سره افغانستان کې راڅرګند شو، خو ځینې بیا د ښاغلي حکمتیار تګلارې باثباته نه ګڼي.

ښاغلی حکمتیار د افغانستان د نورو جهادي مشرانو پرتله په سخت دریځ پېژندل کېږي. خو په تېرو دوو ورځو کې په لغمان او ننګرهار کې د لومړنیو ویناوو پرمهال یې دریځ نرم ښکارېده.

خو ولې یې دریځ اوس نرم شوی؟ د هغه پلویان او پر ده نیوکه کوونکي د ده اوسني نظر ته له بېلابېلو اړخونو ګوري.

قاضي محمد امین وقاد چې د حزب اسلامي له پخوانیو مهمو غړو بلل کېږي وايي، د ګلبدین حکمتیار د مخکیني او اوسني دریځ ترمنځ لوی توپیر ویني.

ښاغلی وقاد وايي:" حکمتیار پخوا له جهادي رهبرانو سره اړخ نه لګاوه خو اوس له حکومت سره سوله کوي چې همدا د هغه په دریځ کې د ډېر نرمښت او بدلون په مانا ده".

ګلبدین حکمتیار په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي د سولې لپاره له هرې ډلې سره مرستې ته چمتو دی خو په حکومت کې یې لا هم د ونډې اخیستو پرېکړه نه ده کړې. ده په خپلو خبرو کې تېر په هېر حسابول.

خو پر ښاغلي حکمتیار ځینې نېوکه کوونکي دې ته د شک په سترګه ګوري چې ګنې په پخواني دریځ کې دې بدلون یا نرمښت راغلی وي.

د نړیوالو اړیکو افغان کارپوه ملک ستیز وايي، له فکري پلوه د حزب اسلامي د مشر په دریځ کې بدلون نه ویني خو د ده په ټکو "خپله پخوانۍ مفکوره په نوې بڼه وړاندې کوي".

خو د دې ترڅنګ، ملک ستیز د ښاغلي حکمتیار تګلارې باثباته نه ګڼي او وايي: "د سیاسي ځیرکتیا له مخې تل ادلون بدلون کوي".

د حزب اسلامي ویاند قریب الرحمان سعید بیا وايي، د ګوند اصلي تګلارې یې د پخوا په څېر په خپل ځای دي خو وايي: "اوس د جګړې پرځای د سولې لار غوره بولي". دی وايي، له دې وروسته به یې ګوند د جګړو پر ځای د سیاست ډګر ته مخه کوي.

پخواني رقیبان اوسني دوستان

ډاکټر نجیب الله د خپلې واکمنۍ پرمهال له مجاهدینو سره د خبرو لپاره د ملي روغې جوړې طرحه وړاندې کړې وه. خو د حکمتیار په کډون د مجاهدینو مشرانو دا طرحه رد کړه او د نجیب د استعفا غوښتنه یې کوله.

د جلال اباد په جګړه کې حنیف اتمر، چې هغه مهال د نجیب الله د حکومت د ښاد غړی و، په پښه سخت ټپي شو او اوس هم لکړه ګرځوي. د انځور حقوق FB
Image caption د جلال اباد په جګړه کې حنیف اتمر، چې هغه مهال د نجیب الله د حکومت د خاد غړی و، په پښه سخت ټپي شو او اوس هم لکړه ګرځوي.

ځینې نېوکه کوي چې ولې هماغه مهال ګلبدین حمکتیار او نورو جهادي رهبرانو د سولې له بهیر سره یوځای نه شول؟

ښاغلی وقاد وايي، د مجاهدینو د مشرانو ترمنځ داسې روحیه وه چې "له کمونیست پلوي حکومت سره یوځای په یوه حکومت کې کار ناشونی دی، نو ځکه یې د ړنګولو او یا هم استعفا غوښتنه کوله".

خو ښاغلی حکمتیار لسیزې وروسته اوس د هماغه وخت د نظام د سقوط لپاره، د مجاهدینو له خوا پر جلال اباد لوی برید تېروتنه بولي.

مجاهدینو چې لویه وڼده پکې حزب اسلامي درلوده، د ډاکټر نجیب الله د حکومت پرمهال په ۱۹۸۹ کال کې پر جلال اباد ښار برید وکړ چې سختو نښتو وروستو شاتګ ته اړ شول.

په همدغه جګړه کې حنیف اتمر، چې هغه مهال د نجیب الله د حکومت د خاد غړی و، په پښه کې سخت ټپي شو.

خو اوس په هغه ماڼۍ کې چې یو مهال دواړو پرې جګړه کوله، یو بل ته هرکلی وايي.

د حزب اسلامي سیاسي راتلونکې

د انځور حقوق Getty Images

حزب اسلامي چې په اوسني حکومت کې یې هم ونډه غوښنه ده، د سولې له بهیر سره تر یوځای کېدو وروسته د افغانستان په راتلونکي سیاست کې د پراخ حضور نیت لري.

د دې ګوند ویاند ښاغلی سعید وايي، د ملي شورا په راتلونکو ټاکنو کې خپل کاندیدان رامخ ته کوي.

خو وايي د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره به یا خپله کاندید ولري او یا به هم د ده په ټکو له یوه پياوړي کاندید سره جوړ جاړی کوي.

خو لا هم روښانه نه ده چې پخپله ګلبدین حکمتیار ولسمشرۍ ټاکنو ته درېږي او که نه، خو داسې اټکل کېږي چې که د هر کاندید ملاتړ کوي تله یې درنولای شي.

ورته مطالب