افغانستان کې د امنیتي ځواکونو مرګژوبله کې 'بوږنوونکی' زیاتوالی راغلی

سیګار وایي، له درنې مرګ ژوبلې سره سره، د افغانستان امنیتي ځواکونه توانېدلي چې تر پخوا د هېواد ډېره برخه تر خپل کنټرول لاندې راولي. د انځور حقوق Getty Images
Image caption سیګار وایي، له درنې مرګ ژوبلې سره سره، د افغانستان امنیتي ځواکونه توانېدلي چې تر پخوا د هېواد ډېره برخه تر خپل کنټرول لاندې راولي.

د افغانستان پر بیارغونې د امریکا د څار ادارې (سیګار) په خپل وروستي رپوټ کې ویلي، د طالبانو او نورو اورپکو پروړاندې په ژمنې جګړه کې د افغانستان امنیتي ځواکونو د مرګژوبلې شمېره په بوږنوونکې او بېسارې توګه لوړه وه.

سیګار ویلي، د روان ۲۰۱۷ میلادي کال په لومړیو دوو میاشتو کې د افغانستان ۸۰۷ امنیتي او دفاعي سرتېري په دغو جګړو کې وژل شوي دي.

"افغانستان لا هم د وژونکې جګړې په منګولو کې دی. د طالبانو او نورو اورپکو ډلو پروړاندې جګړو کې د افغانستان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو مرګژوبله لا هم په بوږنوونکي ډول لوړه ده."

+ سیګار: یوازې نیمايي خاوره د افغان حکومت په کنټرول کې ده

+ سیگار: د امریکایي سرتېرو کمول د افغانستان پوځ ستونزې ډېروي

افغانستان کې معمولا د ژمي په موسم کې د جګړو زور کمېږي، خو سږ کال طالبانو د دولتي ځواکونو پروړاندې جګړې ته د پسرلي په څېر دوام ورکړ او ترټولو خونړی برید یې د اپرېل په ۱۹ وه چې په شمالي ولایت بلخ کې یې یو پوځي مرکز په نښه کړ.

د انځور حقوق Getty Images

په وسلو سمبال ځانمرګو بریدګرو په دغه برید کې لږ ترلږه ۱۴۰ سرتېري ووژل او تر ۶۰ ډېر نور یې ټپیان کړل چې د ځینو سرچینو په حواله دا شمېره تردې هم لوړه ده.

سیګار زیاته کړې کابل کې د افغانستان پر ترټولو لوی پوځي روغتون په برید کې ۵۰ کسان ووژل شول.

په راپور کې ویل شوي د افغانستان په ختیځ کې د اسلامي دولت یا داعش نومې ډلې پروړاندې عملیاتو کې د امریکا لومړنی سرتېری د ۲۰۱۷ کال په اتمه ووژل شول.

په دغه راپور کې د هغو دوو پوځیانو یادونه نه ده شوې چې د دفاع وزرات په وینا د اپرېل په ۲۶مه ووژل شول.

طالبانو د تېرې جمعې په ورځ (اپرېل ۲۸مه) د خپلو پسرلني جګړو پیلولو اعلان وکړ او ویې ویل چې دغه ډله به خپل تازه وسله وال او ځانمرګي بریدونه، غلچکي جګړه او نفوذي بریدونه پیل کړي.

د افغانستان امنیتي ځواکونو په ۲۰۱۵ کال کې له ناټو ځواکونو د امنیت ساتنې مسوولیت په بشپړ ډول پر خپله غاړه واخیسته.

خو سیګار وایي، له درنې مرګ ژوبلې سره سره، د افغانستان امنیتي ځواکونه توانېدلي چې تر پخوا د هېواد ډېره برخه تر خپل کنټرول لاندې راولي. رپوټ زیاتوي د افغانستان دولت دا وخت د دې هېواد پر ۵۹ اعشاره ۷ سلنه خاوره بشپړ واک لري چې د تېر کال په پرتله دوه سلنه لوړه ده.

خو په ورته وخت کې طالبانو هم ځیني هغه سیمې چې پخوا د هېچا په کنټرول کې نه وې، نیولي دي.

سیګار همداراز افغانستان کې د ولسي مرګژوبلې په اړه د ملګرو ملتونو شمېرو یادونه کړې چې تر ۲۰۰۹ راهیسې په ۲۰۱۶ کال کې ترټولو ډېره مرګژوبله اوښتې ده. په دغه کال کې د افغانستان په روانه جګړه کې ۲۴۹۸ کسان وژل شوي او ۷۹۲۰ نور ټپیان شوي دي.

د انځور حقوق Sigar
Image caption د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې ادارې رییس جان سوپکو (چپ اړخ ته) او د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني

ددغه راپور له مخې، دغه مرګژوبله تر ډېره اورپکو ډلو د مستقیمو بریدونو او سړک غاړې ماینونو له امله رامنځته شوي.

+ سیګار: د امریکا بېغورۍ افغانستان کې اداري فساد زیات کړ

دغې ادارې ویلي، د افغانستان د پوځ او پولیسو ډېره مرګژوبله او محدود ظرفیت د هغوی اغېزمنتیا ټیټه کړې ده.

په دغه رپوټ کې د افغانستان له ځانګړو ځواکونو ستاینه شوې چې ښارونو او ګڼ مېشتو سیمو ته د طالبانو د نفوذ مخه یې نیولې ده.

سیګار ویلي، له ۹۸ ډلو چې امریکا د ترهګرو په نوملړ کې راوستي ۲۰ ډلې یې په افغانستان کې دي او د افغانستان او نړیوالو ځواکونو سره جګړه کوي.

د سیګار د معلوماتو له مخې، د ۲۰۱۶ کال په لومړیو نژدې ۱۱ میاشتو کې په افغانستان کې ۶۷۸۵ پولیس او پوځیان ووژل شول او ۱۱۷۷۷ نور ټپیان شول. د مرګژوبلې دا شمېره د وړم ۲۰۱۵ کال په پرتله ۳۵ سلنه لوړه وه چې هغه کال شاوخوا ۵ زره سرتېري وژل شوي و.

ورته مطالب