القاعده د اسامه وژل کېدو شپږ کاله پس افغانستان کې 'په نشت حساب ده'

اسامه بن لادن د انځور حقوق Getty Images

د القاعده شبکې پخوانی مشر اسامه بن لادن شپږ کاله وړاندې د مې دویمې په شپه امریکایي ځواکونو د پاکستان اېبټ اباد کې په نښه کړ او په همدې ورځ د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما د هغه د وژل کېدو اعلان وکړ.

د القاعدې د مشر وژل کېدو دغې ته سخت ګوزار ورکړ، خو انګېرنه دا وه چې دا شبکه د نامتمرکزوالي له امله "ترهګریزو" بریدونو ته د دوام ورکولو وړتیا لري. افغانستان، پاکستان او هند د سیمې له هغوهېوادونو دي چې د دغه بریدونو له ګواښ سره مخامخ دي.

د ۲۰۱۱ کال د مې له لومړۍ نېټې شپږ کاله تېرېږي، اوس د افغانستان حکومت وايي، په وروستیو کلونو کې دغه هېواد کې د القاعدې فعالیتونه "ډېر کمزوري" شوي دي.

د افغانستان دفاع وزارت چارواکي وايي، افغانستان او په تېره بیا ددغه هېواد ختیځو او سوېل ختیځو سیمو کې چې پاکستان سره پر پوله دي اوس د القاعدې فعالیت په نشت حساب دی.

ددغه وزارت ویاند محمد رادمنش وایي، پخوا ددغې ډلې یو شمېر وسله والو په تېره بیا ننګرهار، کنړ، زابل او پکتیکا کې د ځان ښوولو لپاره د لګښتونو په مرسته فعالیتونه کول، خو دوی اوس له منځه تللي دي. "خو ځینو ځایونو، لکه زابل او پکتیکا کې کله، کله رامعلومېږي."

+ د اسامه بن لادن لاسلیکلې وصیت نامه خپره شوه

+ د اسامه وژل کېدو کلیزه؛ سي آی اې د عملیاتو جزییات ټویټ کړي

افغانستان کې د چارو شنوونکي هم له دولت سره همغږي دي. وحید مژده، په ځینو اسلامي هېوادونو کې د القاعده ډلې د پلویانو کمېدو لامل په دغو سیمو کې د نورو سخت دریځو ډلو د رامنځته کېدل بولي.

ښاغلی مژده باور لري چې نور نو د القاعدې په نوم شبکه نشته او ددوی وسله والو خپل نوم بدل کړ او د اسلامي دولت (داعش) نومې ډلې سره یوځای شوي چې عراق کې یې سر راپورته کړ:

"په حقیقت کې داعش هم ددغه القاعدې د ډلې خلک و چې داعش ته یې مخه کړه. په هغه کې ځینې کسان و چې په عراق او سوریه کې له القاعدې جدا شول او یوازې یوه وړه ډله پاتې شوه چې د ابو محمد الجولاني په مشرۍ باندې القاعدې سره وفادار پاتې شول، نور ټول د دولت اسلامي ډلې رامنځته کېدو وروسته د هغوی خوا ته لاړل."

د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن (منځنی) په افغانستان کې په یوه نامعلوم ځای کې

اسامه بن لادن چې په ۱۹۵۷ کال کې په سعودي کې په یوې شتمنې کورنۍ کې زېږېدلی، پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد یرغل نه وروسته دغه هېواد ته لاړ او له مجاهدینو سره یوځای شو او وروسته یې له خپلو پلویانو یوه ډله جوړه کړه چې پر د القاعده شبکې واوښته.

کله چې د سعودي حکومت له کویت نه د صدام ځواکونو ویستلو لپاره امریکایي ځواکونو ته سعودي عربستان ته د ورتګ بلنه ورکړه نو اسامه د حکومت مخالف شو او وروسته یې په ۱۹۹۸ کال کې په ټولې نړۍ کې د امریکایانو پروړاندې جګړه اعلان کړه.

امریکا کې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر ۱۱ بریدونو القاعده شبکه پر ټولې نړۍ وپېژندله او امریکا یې هم د ځپلو مټې رانغاړلې.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption امریکایي ځواکونو اسامه بن لادن د پاکستان اېبټ اباد کې په خپل کور کې وواژه

د اسامه بن لادن تر وژل کيدو وروسته د څو اونیو په لړ کې (۲۰۱۱جون ۱۶مه) د هغه نژدې ملګری ایمن محمد ربیع الظواهري د القاعدې نوی مشر وټاکل شو. الظواهري بیا ۲۰۱۵ کال کې د طالبانو پخواني مشر اختر منصور سره خپل بیعت اعلان کړ او په غږیز پیغام کې یې هغه "امیرالمومنین" بللی و.

د کتونکو په اند القاعده چې یو مهال د نړۍ د رسنیو د خبرو سرټکو کې وه، نور یې فعالیتونه په نشت حساب دي او له دې ښکاري چې څومره دا شبکه کمزورې شوې ده.

+ د اسامه بن لادن په کسټونو کې څه وو؟

+ ایبټ اباد کې د اسامه بن لادن نړول شوی کور

اړونده مطالب