د اسلام آباد له پيغامه د کابل مشروط هرکلی

ارګ د انځور حقوق ARG
Image caption د مګړۍ اسلام اباد له سختو فشارونو سره مخ دی. هره لحظه د دې امکان شته چې امریکا یې پر وړاندې یو نا اټکل کېدونکی اقدام وکړي.

افغانستان او پاکستان د اړیکو یو ستونزمن پړاو تر شا پرېږدي. هغه اړیکي چې په افغانستان کې تازه واک ته د رسېدلي ملي یووالي حکومت له یوه ښه نیت او هڅو وروسته خرابې شوې. د دې اړیکو د رغولو لپاره د پاکستان د پارلمان یو لوړ پوړی پلاوی کابل ته راغلی و، چې نن بېرته ولاړ. دې پلاوي له ځانه سره د پاکستان د حکومت او ملت، د هغوی په وینا، د سولې، ورورګولۍ او ښو اړیکو پیغام له ځانه سره راوړی و.

په پلاوي کې د پاکستان د سیاسي ګوندونو مهم مشران چې د هغه هېواد د پارلمان غړي هم وو، ګډون درلود. د پاکستان د پارلمان (ملي اسمبلۍ) مشر ایاز صادق، د مشرانو جرګې مشر ظفر الحق، محمود خان اڅکزی، غلام احمد بلور، د پاکستان د کابینې او پارلمان یوشمېر مهم غړي هغه کسان وو، چې د پاکستان د ښه ګاونډیتوب دغه پيغام یې بدرګه کاوه.

خو په کابل کې دغه پلاوی، له هغه څه سره مخ شو، چې تمه یې هم نه درلوده. له ولسمشر او اجرائيه رئيس سره له ټاکل شوي مهاله ناستې له جدي بحثونو، تندو نیوکو او هیله مندو ارمانونو سره په ساعتونو اوږدې شوې.

هر کله چې د افغانستان او پاکستان اړیکي ترینګلي شي، پاکستان تر نړیوالو فشارونو لاندې شي او په زیان کې وي، هغه هېواد له نورو لارو کار اخلي چې له فشارونو ځان خلاص کړي. دقیقاً پاکستان نن بیا هم همداسې هڅه کوي.

د پاکستان د پخواني ولسمشر پروېز مشرف او بیا اصف علي زرداري د واکمنیو پر مهال څو ځله د پوځ مشران، د سیاسي ګوندونو استازي، مدني فعالان، خبریالان او د ډیورنډ کرښې هاخوا پښتانه مشران به پاکستان، کابل ته واستول او د اړیکو په ښو کولو کې به یې رول ترسره کړ.

له شک پرته چې افغانستان تل له خپلو ګاونډیانو په ځانګړي ډول پاکستان سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی. د ملي یووالي حکومت بهرنۍ پالیسي له هېوادونو سره په ښو اړیکو استواره ده او افغانستان له هېچا سره منازعه رامنځته کول نه غواړي. خو دا چې پاکستان خپله د دې باعث شو چې اړیکې ترینګلي شي.

د انځور حقوق ARG
Image caption افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د پاکستان د پارلمان مشر سردار ایاز صادق

د ملي یووالي حکومت په رامنځته کېدو سره ولسمشر غني د پاکستان لپاره ښه نیت وښود او حکومت له پاکستان سره د اړيکو ښو کولو لپاره په خپلو ټولو ژمنو وفا وکړه. کوښښ وشو چې اړیکې ښې شي آن تر دې چې ولسمشر د ټولو دیپلوماتیکو اصولو خلاف د پاکستان د پوځ قوماندانۍ ته ورغی او د افغانستان ښه پيغام یې پاکستانیو جنرالانو ته ورساوه.

کابل ته د پاکستانیو جنرالانو په ځانګړي ډول د پوځ او ای اېس ای د مشرانو پټ او ښکاره سفرونه ډېر شول، په وار وار ژمنې وشوې، خو کله چې افغان حکومت ترې د عمل غوښتنه وکړه، پاکستان عملي اقدام ونکړ.

ښه مې په یاد دي، د پاکستان د پوځ او ای اېس ای مشرانو له یوشمېر نورو جنرالانو او په کابل کې د پاکستان له سفیر سره یو ځای له اجرائیه رئيس سره ناسته درلوده. په ناسته کې د ملي امنیت د وخت رئیس رحمت الله نبیل هم ګډون درلود. (په دې اړه ما یو جلا یادښت لیکلی چې په جلا وخت کې به یې خپور کړم) د پاکستان د پوځ د مشر لومړنۍ خبره دا وه، چې د افغانستان دښمن د پاکستان دښمن دی.

ظاهراً دا یو ښه پيغام و چې کابل ترلاسه کړی و خو د بدبختۍ ځای دا و، هر څومره چې د کابل مشرانو جنرال راحیل شریف او جنرال اختر ته د هغو کسانو نوملړونه، اسناد او شواهد ورکړل، چې په پاکستان کې اوسېږي، د افغانستان خلاف غونډې کوي، وسله وال مخالفان په پاکستان کې پوځي روزنه او تجهیز کوي او غوښتنه یې وکړه، چې د پاکستان پوځ دې د دوی پر وړاندې چې مشخص ادرسونه یې معلوم او په اړه یې ټول اسناد په واک کې شته اقدامات وکړي، خو پاکستاني لوري تر ننه دا غوښتنه ونه منله.

په کابل کې د ملي امنیت پر لسم ریاست له برید وروسته کابل دې پایلې ته ورسېد، چې نور له پاکستان سره باید خپله رویه بدله کړي. اجرائيه رئيس له برید نیم ساعت وروسته پاکستان ته خپل کېدونکی سفر لغو کړ.

د مګړۍ اسلام اباد له سختو فشارونو سره مخ دی. هره لحظه د دې امکان شته چې امریکا یې پر وړاندې یو نا اټکل کېدونکی اقدام وکړي. د پارلماني پلاوي د راتګ موخه هم له دې ډول فشارونو څخه د اسلام اباد ژغورل دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د پاکستان لومړی وزیر میا نواز شریف او افغان ولسمشر محمد اشرف غني

خو په کابل کې پلاوی له ډېر تود هرکلي سره مخ نشو. بلکې پلاوي ته هغه څه وویل شول، چې اټکل یې نه کاوه. د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار په خورا سپینه لهجه پاکستان تورن کړ، چې له افغانستان سره دښمنانه چلن کوي. هغه وویل: "سره له دې چې ډېری جهادي مشرانو او په میلیونونو افغانانو په پاکستان کې زده کړې کړي، ژوند یې کړی خو بیا هم د پاکستان په اړه ښه نظر نه لري، ځکه پاکستان د افغانستان پر وړاندې دښمنانه کړنې ترسره کوي. "

هغه وویل، پاکستان په هېڅ وجه له افغانستان سره ښې اړیکې نه غواړي، بلکې غواړي مخالفان په افغانستان واکمن شي. خو خبرداری یې ورکړ، چې پاکستان هم له دې اوره په امن نشي پاتې کېدای. مسلمیار په ناسته کې تر دې هم وړاندې ولاړ.

د دې ترڅنګ له ولسمشر او اجرائيه رئيس سره هم د پلاوي ناسته د پاکستان د پارلماني هیئت لپاره خوشاینده نه وه. دا ناستې په ساعتونو له خپل ټاکل شوي وخته وغځېدې، بلکې سخت بحثونه وشول، هغه څه وویل شول، چې د پاکستان پلاوي تندی یې تروش او پيغام یې له ویلو وړاندې مړاوی کړ.

له ولسمشر سره تر ناستې وروسته د پلاوي ګنګوسې ډېرې او افغان مسوولانو ته په ځانګړي ډول عمرزاخېلوال ته وویل شول چې: "موږ مېلمانه وو، کابل خو د افغانانو وطن دی او افغانان مېلمه ته احترام ډېر لري. خو هغه څه چې وویل شول، مېلمه څه چې خپل کور کې دښمن ته هم څوک نه وايي. "

ولسمشر او اجرائیه رئیس سره له دې چې له پلاوي سره یې په جلا جلا ډول ساعتونه ساعتونه تندې او تېزې خبرې وکړې، د پاکستاني پلاوي پيغام ته په مشروط ډول هرکلی ووایه.

په ټولو افغان سیاستوالو کې چې له پلاوي سره یې لیده کاته وکړل، یوازې د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهیمي نرمې خبرې وکړې او د ټولو دیپلوماتیکو اصولو په رعایت سره یې د پلاوي سفر هیله من وباله. نورو ټولو افغان سیاستوالو یو پیغام درلود 'هغه مهال د پاکستان په ژمنو باور کېدای شي چې عملي اقدام وکړي'.

دا جدیت د دې ښودنه کوي، چې افغانان او په ځانګړي ډول افغان حکومت د پاکستان په ټول نیت او لومه ښه پوه شوی دی. موږ له پاکستان سره ښې اړیکې غواړو خو دا اړیکې باید د متقابل احترام په رعایتولو او د خپلو ټولو ژمنو په عملي کولو ولاړې وي. معنا دا چې پاکستان لومړی باید د افغان حکومت په هغه لست غور وکړي، چې دمګړۍ یې پاکستاني لوري ته د عملي اقدام لپاره سپارلی چې یوه عمده برخه یې د وسله والو ډلو په ځانګړي ډول د طالب مشرانو پر وړاندې له هر ډول تفکیک پرته اقدام کول دي.

اوس دا د پاکستان په حکومت پورې اړه لري، چې څومره له افغانستان سره د اړيکو رغولو ته ژمن دی او څومره د کابل په غوښتنو غور او ورته مثبت ویلای شي؟

ورته مطالب