حزب اسلامي د اعتراض په توګه د ۵۵ بندیانو له تسلیمېدو ډډه وکړه

بګرام د انځور حقوق Getty Images
Image caption ټاکل شوې وه له حکومت سره د سوله ییز تړون له مخې د دغه ګوند ۶۹ بندیان نن د بګرام او څرخي پله له زندانو څخه خوشې شي.

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي د هغو پنځه پنځوس تنو بندیانو له تسلیمېدو ډډه وکړه چې ټاکل شوې وه نن (دوشنبه) خوشې شي. د دغه ګوند یوه ویاند یې لامل د دیارلس تنو نورو بندیانو نه خوشې کول وبلل.

ټاکل شوې وه له حکومت سره د سوله ییز تړون له مخې د دغه ګوند ۶۹ بندیان نن د بګرام او څرخي پله له زندانو څخه خوشې شي، خو دا کار د بشري حقونو کمیسیون تر اعتراض وروسته وځنډېد. کمیسیون په ځانګړي ډول د ۱۳ تنو د ساتلو غوښتنه کوله، چې اسلامي ګوند یې په غبرګون کې د نورو بندیانو له پرېښودلو هم تېر شو.

حزب اسلامي وایي تر شپږو زرو غړي یې له حکومت سره بندیان دي.

په افغانستان کې له تېرې یوې نیمې لسیزې راهیسې د سیاسي بندیانو برخلیک د ډېرو خلکو پام وراړولی دی. ډېر لږ لیدل شوي چې حکومت د هغوی د بند مودې په اړه روښانه دریځ غوره کړی وي.

په افغانستان کې د بندیانو کره شمېره لا هم نه ده معلومه. خبري رسنیو ته هم په ډې اړه معلومات نه ورکول کېږي چې ایا د بندیانو د چارو مسؤلیت د کورنیو چارو وزارت پر غاړه دی که یا هم د عدلیې وزارت.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په افغانستان کې د بندیانو کره شمېره لا هم نه ده معلومه. خبري رسنیو ته هم په ډې اړه معلومات نه ورکول کېږي.

خو ویل کېږي چې حزب اسلامي پورې اړوند شپږ زره تنه بندیان دي او دغه ګوند یې په دریو پړاونو کې د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

دغه ګوند غواړي پنځه سوه تنه یې په لومړي پړاو کې خوشې شي. خو دا چې په دغه بهیر کې ولې ځنډ رامنځ ته شو او لومړۍ ډله بندیان ولې خوشې نه شول د حزب اسلامي د رسنیو دفتر سرپرست ډاکتر محمد نادر افغان وايي: " ه خواشینۍ سره حکومت دیارلس تنه له دې لسته ایستلي دي او غواړي ۵۵ تنه بندیان خوشې کړي."

د ښاغلي افغان په وینا، د دوی دا چاره له موافقه لیک سره مخالفت دی. دی وايي: "همدا لامل دی چې حزب اسلامي غواړي دا بندیان ترلاسه نه کړي. په دې اړه به د حزب اسلامي مشرتابه سلا مشورې کوي. په دې چاره کې د بشري حقونو د کمیسیون مشرې سیما ثمر لاس هم وو".

د څرخي پله زندان مخې ته لسګونه کسان لیدل کېدل چې د حزب اسلامي بیرغونه یې له ځان سره لېږدول او د خپلو بندیانو د خوشې کېدو انتظار یې کاوه.

موږ ته وویل شول چې یو شمېر بندیان له بګرام زندانه هم د څرخي پله زندان ته راوړل شوي دي. خو په پایله کې خبریالانو ته وویل شول چې دغه بهیر وځنډېد.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د حزب اسلامي ویاند دولت له هوکړه لیک په سرغړونې تورنوي.

هغه سندونه او مدرکونه چې بي بي سي ترلاسه کړي ښيي چې د بندیانو د دوسیو څېړلو بهیر ډېر پېچلی دی. په دوی کې داسې کسان هم شته چې د بند موده یې پنځه کاله وه خو لس کاله یې په زندان کې تېر کړي دي. ځینې داسې کسان هم په کې شته چې هم د اسلامي ګوند غړیتوب لري او هم د القاعدې او طالبانو په ګډون له نورو ډلو سره د مرستې تور پرې لګېدلی دی.

د بشري حقونو بنسټونو خبرداری ورکړي چې عدالت د مصالحې قرباني نه شي او هغه کسان چې د افغانستان د پوځ سرتېري او افسران یې وژلي باید خوشې نه شي. خو له ګلبدین حکمتیار سره د سولې د تړون یوه مهمه برخه د دغه ګوند د بندیانو خوشې کول دي.

"حزب اسلامي حکومت نه د خپلو ۵۰۰ بندیانو خوشي کول غوښتي"

حکمتیار، له تهرانه روان، کابل ته نژدې شو

د سولې له بهیر سره د بیا یوځای کېدو او د دارالانشاء د ستراتیژیکو اړیکو مشر احمد فرزان وايي هغه بندیان چې جرمي دوسيې ولري نه خوشې کیږي.

خو د جرمني دوسیو لرل پخپله ګونګه او نا څرګنده موضوع ده او دا چې له حزب اسلامي سره د موافقې په ترڅ کې به کوم کسان خوشې شي، یوه بله مهمه پوښتنه ده.

وړاندې تر دې د جنګیالیو خوشې کولو تجربې ښيي چې زیاتره خوشي شوي کسان بېرته د جګړو کرښو ته ورغلي، سره له دې چې ژمنې یې کړې وې چې نور به په جګړې کې نه ښکېلېږي.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د هغو اسنادو پر بنسټ چې بي بي سي پښتو ټلویزیون موندلي، دا هغه کسان دي چې د چارواکو په وینا له نورو ترهګرو ډلو طالبان، القاعدې او حقاني شبکې سره اړیکي لري.

ورته مطالب