سیګار: "تېر کال جګړو ۶۶۰٫۶۳۹ افغانان بې ځایه کړي"

د انځور حقوق AFP/GETTY IMAGES
Image caption په ۲۰۱۶ کال کې ۶۶۰ زره او ۶۰۰ کسانو د جنګ جګړو له امله خپل کور او کلی پرې ايښې و.

د افغانستان پر بیارغونې د امریکا د څار ادارې (سیګار) په خپل وروستي رپوټ کې ویلي، په تېر ۲۰۱۶ کال کې ۶۶۰٫۶۳۹ کسان افغانستان کې د روانې جګړې له کبله خپلو مېنو پرېښودو ته اړایستل شوي، چې د وړم ۲۰۱۵ کال پرتله دا شمېره ۴۰سلنه لوړه شوې ده.

سیګار وايي، په د ۲۰۱۶ کال ډمسبر کې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمېشنرۍ پاکستان کې د ژمي پرمهال د کډوالو د مرکزونو تړلو پرېکړه وکړه.

'درو میاشتو کې ۵۵۰۰۰ افغانان بې ځایه شوي'

"پاکستان کې افغان کډوال له ناوړه چلند او ځورونې رنځ گالي"

سیګار: ۲۰۱۷ کال لومړنیو شپږو اونیو کې ۸۰۷ سرتېري وژل شوي

خو تېر ژمی پخپله خوښه له پاکستانه ډېر کډوال افغانستان ته ستانه نه شول.

سیګار وايي، په ټوله کې تېر کال ۳۷۰۱۰۲ افغان ثبت شوي کډوال له پاکستان، ۲۲۹۰ له ایران او ۱۸۵ له نورو هېوادونو افغانستان ته ستانه شوي دي.

یو اېن اېچ سي آر اټکل کوي کله چې په اپرېل کې د کډوالو مرکزونه وتړل شول، په کور د ننه بې ځایه شویو شمېر هم ورسره ډېر شو.

ملګرو ملتونو په خپل یوه رپوټ کې ویلي وو، د افغاسنتان په ۲۲۰ ولسوالیو کې جګړې روانې دي، چې له کبله یې وګړي د جګړو له سیمو وتلو ته اړ شوي دي.

په تېره اپرېل میاشت کې ملګرو ملتونو په یوه راپور کې وویل، د روان ۲۰۱۷ کال له پیله تر یادې مودې پورې رپوټ کې ویل شوي وو، د افغانستان په سوېل کندهار، هلمند او اروزګان کې د جګړو له امله ښايي زرګونه کورنۍ بې ځایه شوي وي، یوازې ۷ زره کورنۍ په جګړه کې له ښکېل هلمنده کټېدلي دي.

په رپوټ کې راغلي، د افغانستان د ۳۴ ولایتونو له ډلې یې په ۲۵ ولایتونو کې خلک له یوه ځایه بل ځای ته کډه شوي دي.

د جګړو له کبله ۵۵ زره افغانان خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

د انځور حقوق AFP/GETTY IMAGES
Image caption په رپوټ کې راغلي، د افغانستان د ۳۴ ولایتونو له ډلې یې په ۲۵ ولایتونو کې خلک له یوه ځایه بل ځای ته کډه شوي دي.

ورته مطالب