اروپايي ټولنه: "افغانستان کې فساد اورپکي تغذیه کوي"

اروپايي ټولنه افغانستان کې فساد د سولې پروړاندې خنډ بولي. د انځور حقوق AFP\Getty
Image caption اروپايي ټولنه افغانستان کې فساد د سولې پروړاندې خنډ بولي.

اروپايي ټولنې پر افغان حکومت له فساد سره د لا ټینګې مبارزې غږ کړی. دغه ټولنه وايي، فساد د افغانستان پر وړاندې تر ټولو لویه ستونزه ده.

اروپايي ټولنې په افغانستان کې د فساد پروړاندې د اوو اونیو کمپاین په پای کې په یوه ویناپاڼه کې ویلي، فساد اورپکي تغذیه کوي او د سولې پروړاندې پرمختګ ټکنی کوي.

اروپايي ټولنه: د افغان ځواکونو وسلې او مهمات پر طالبانو پلورل کېږي

سیګار: ۲۰۱۷ کال لومړنیو شپږو اونیو کې ۸۰۷ سرتېري وژل شوي

په تېره اپرېل میاشت کې اروپایي ټولنې په یوه راپور کې ویلي وو، داسې راپورونه لري چې د افغان سرتېرو وسلې او مهمات پر وسله والو مخالفانو پلورل کېږي چې دا کار د جګړو په لیکو کې طالبان برلاسي کوي.

په افغانستان کې د اروپایي ټولنې استازولي وایي، هره اونۍ د فساد له امله افغانان وژل کیږي او دا ځکه چې د دوی په باور د افغان سرتیرو وسلې، مهمات او تجهیزات پر طالبانو پلورل کیږي.

اروپایي ټولنه د پولیسو او پوځ په لیکو کې اداري فساد د اندېښنې وړ بولي او زیاتوي چې دې چارې د جګړو په لیکو کې طالبان پیاوړي کړي دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption اروپایي ټولنې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د فساد پر ضد د مبارزې پر هڅو سربېره، هره اونۍ د پولیسو او پوځ په لیکو کې د فساد راپورونه خپریږي.

له فساد سره د مبارزې په برخه کې پر افغان حکومت د اروپايي ټولنې دا غږ وروسته تر هغه شوی، چې د امریکا نوي حکومت یوه راپور کې ویل شوي، د اورپکو پرضد جګړه کې د افغانانو مرګژوبله په "بوږنوونکي ډول لوړه" ده.

د افغانستان پر بیارغونې د امریکا د څار ادارې (سیګار) په خپل وروستي رپوټ کې ویلي، د روان ۲۰۱۷ میلادي کال په لومړیو دوو میاشتو کې د افغانستان ۸۰۷ امنیتي او دفاعي سرتېري په دغو جګړو کې وژل شوي دي.

راپور وايي، د امنیتي ځواکونو مرګژوبله په تېره یوه لسیزه کې ساری نه لري:

"افغانستان لا هم د وژونکې جګړې په منګولو کې دی. د طالبانو او نورو اورپکو ډلو پروړاندې جګړو کې د افغانستان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو مرګژوبله لا هم په بوږنوونکي ډول لوړه ده."

افغانستان کې معمولا د ژمي په موسم کې د جګړو زور کمېږي، خو سږ کال طالبانو د دولتي ځواکونو پروړاندې جګړې ته د پسرلي په څېر دوام ورکړ او ترټولو خونړی برید یې د اپرېل په ۱۹ وه چې په شمالي ولایت بلخ کې یې یو پوځي مرکز په نښه کړ.

سیګار همداراز افغانستان کې د ولسي مرګژوبلې په اړه د ملګرو ملتونو شمېرو یادونه کړې چې تر ۲۰۰۹ راهیسې په ۲۰۱۶ کال کې ترټولو ډېره مرګژوبله اوښتې ده. په دغه کال کې د افغانستان په روانه جګړه کې ۲۴۹۸ کسان وژل شوي او ۷۹۲۰ نور ټپیان شوي دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption سیګار وایي، له درنې مرګ ژوبلې سره سره، د افغانستان امنیتي ځواکونه توانېدلي چې تر پخوا د هېواد ډېره برخه تر خپل کنټرول لاندې راولي.

د سیګار د معلوماتو له مخې، د ۲۰۱۶ کال په لومړیو نژدې ۱۱ میاشتو کې په افغانستان کې ۶۷۸۵ پولیس او پوځیان ووژل شول او ۱۱۷۷۷ نور ټپیان شول. د مرګژوبلې دا شمېره د وړم ۲۰۱۵ کال په پرتله ۳۵ سلنه لوړه وه چې هغه کال شاوخوا ۵ زره سرتېري وژل شوي و.

+ ''د فساد مخه نیوونکي جنرال خپله فساد وکړ''

+ یوناما: افغانستان له فساد سره مبارزه کې پرمختګ کړی

ورته مطالب