۵۶ کاله وروسته یوه افغان ښوونځي ته وداني جوړېږي

Image caption اوس عملاً د ښوونځي د ودانۍ چارې پیل شوې دي

د دریم درسي ساعت زنګ چې کړنګېده موږ هم د کاپیسا مرکز محمود راقي اړوند قلعه چه کې د هغه د ښوونځي ودانۍ ته ننوتو، چې ۵۶ کاله مخکې جوړ شوی، خو لا هم وداني نه لري.

څلور میاشتې مخکې چې موږ د امام حسن ښوونځي لیدلو ته راغلي وو، زدکوونکي یې په یوه بله کرایي خونه کې پر زدکړو بوخت وو، خو اوس یوه بل کور ته لېږدول شوي دي، ځینې زدکوونکي یې په خونو او نور په انګړ کې پر زدکړو بوخت دي.

۵۵ کلن ښوونځی خپله وداني نه لري

۵۵ کلن ښوونځی لا هم خپله وداني نه لري

که څه هم تراوسه له کرايي خونې خلاص شوي نه دي، خو بیا هم خوشال دي چې ښوونځی به یې په راتلونکو میاشتو کې خپله وداني ولري.

مدثر د نهم ټولګي زدکوونکی دی، وايي، کرایې ښوونځي کې درس نشي ویلی، هیله لري چې ښوونځی ژر جوړ شي، تختې، څوکۍ او کتابونه ور کړل شي.

پر۱۳۴۰ کال د دغه ښوونځي له پیلېدلو دوه کاله وروسته مسجدي خان دلته په لومړي ښوونځي کې زدکوونکی او اوس یې مدیر دی.

تېر ځل مو چې ور سره لیدلي وو، زړه ماتي او ښوونځي ته د چارواکو له نه پاملرنې یې شکایت کاوه، خو اوس هیلمن دی او وايي، چې د بي بي سي له رپوټ وروسته د دغه مکتب په هکله هرڅه بدل شول.

Image caption ددې ښوونځي د ودانۍ پر جوړولو ۳ ۰ تر ۴۰ کارکوونکي بوخت دي

"د بي بي سي د رپوټ برکت و، چې د افغان چارواکو پام دغه ښوونځي ته واوښت."

کلونه کلونه ژمنې کېدلې چې دا ښوونځی به جوړ شي، خو د بي بي سي د خبریالانو له راتګ او ستونزو له رپوټ کولو وروسته چارواکو د دې ښوونځي جوړولو کار عملاُ پیل کړل ، ځکه د بي بي سي د همکارانو مننه کوو".

د ښوونځي د ودانۍ جوړښت

مسجدي خان
Image caption مسجدي خان د دغه ښوونځي د تاسیس پر دویم کال دلته په لومړي ټولګي کې داخله اخیستې او اوس یې مدیر دی.

د امام حسن ښوونځي له کرایې خونې لږ وړاندې دغه ښوونځي ته د ودانۍ جوړولو چارې په درز کې روانې دي. په نږدې یو جریب ځمکه کې ورته دوه پوړې ودانۍ جوړېږي.

انجینر محمداغا د دې پروژې مسوول دی. وايي، د ملګرو ملتونو اړوند یوې ادارې د پرمختیايي پروګرام او د نړیوال بانک په مالي مرسته په ۲۷۰ زره ډالره مالي مرسته دغه ښوونځي ته وداني خونه جوړوي:

"اته ټولګي لري، دوه پوړه دی، شپږو میاشتو کې به بشپړ شي، لس تشنابونه، څا، د فوټبال ډګر هم لري، ۴۵۰ متره مربع مساحت لري، انګړ هم لري".

افغانستان کي بې ودانیو ښوونځي

د پوهنې وزارت وايي، په ټول افغانستان کې له نږدې ۱۷ زرو ښوونځیو شاوخوا پنځوس سلنه یې ودانۍ نه لري، په دوی کې ۱۱۰ یواځې په کاپیسا کې دي چې له پلازمېنې کابل نږدې ۷۵ کیلومتره لرې پروت ولایت دی.

Image caption هغه کور چې پوهنې وزارت دغه ښوونځي ته په کرایه نیولی

د کتاب په ګډون درسي توکي نه لرل، له ښوونځي د زرګونو زدکوونکو بې برخېتوب او د پوهنې ټیټ کیفیت اصلي ستونزې بلل کېږي.

افغان حکومت وايي، د ناامنۍ له امله هم له زرو ډېر ښوونځي د زدکوونکو پر مخ تړلي دي.

Image caption دا ښوونځی په ۱۳۴۰ کال جوړ شوی

اړونده مطالب

ورته مطالب