امنیتي ځواکونو تر یوې اوونۍ جګړې وروسته هم د درقد کلابندي نه ده ماته کړي

Image caption دا ټاپو د تخار ولایت په شمال کې د آمو سیند په منځ کې دی یوې خوا ته یې تاجکستان پروت دی.

د افغانستان په شمال ختیځ کې د تخار ولایت ویاند وایي، د درقد په ستراتیژیک ټاپو کې د طالبانو په شا تمبولو لپاره عملیات دوام لري او د افغانستان امنیتي ځواکونه لا دغه ټاپو ته نه دي ننوتي.

درقد ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو د کلابندۍ ماتولو عملیات له تېرې سې شنبې (۲۵ مې) پیل شوي دي.

"د تخار ناامنیو او مخدره توکو قاچاق تر شا دولتي چارواکي دي"

تخار: یو شمېر کلیوال وايي د وسله والو له وېرې کډوال شوي

سنت الله تیمور نن (سې شنې ۲ مې) بي بي سي ته وویل، د امنیتي ځواکونو عملیات په خواجه بهاو الدین ولسوالۍ کې دوام لري.

هغه ادعا وکړه چې په دې موده کې امنیتي ځواکونو د پام وړ پرمختګ درلود او له دې عملیاتو هدف یوازې د درقد کلابندۍ ماتول او دې ولسوالۍ ته د تدارکاتي لاسې خلاصول نه دي.

د ښاغلي تیمور په خبره په خواجه بهاو الدین ولسوالۍ کې د طالبانو اورپکي، په خواجه بهاو الدین، ینګي قلعه او درقد ولسوالیو کې د افغانستان امنیتي ځواکونو ته جدي ګواښ ګڼل کېدل چې اوس د امنیتي ځواکونه د جګړې تاکتیک به بدلولو غواړي سیمه له دغو اورپکو په پوره توګه پاکه کړي.

هغه دې ته په اشارې چې له دریو لورو عملیات روان دي وویل، په دغو جګړو کې ۳۶ طالبان وژل شوي چې په دوی کې د ینګي قلعه لپاره د طالبانو نومول شوي ولسوال او د هغوی دریو قومندانانو مړي د جګړې په سیمه کې پاتې دي.

ښاغلي تیمور وویل، په دغو جګړو کې د افغانستان ۱۳ امنیتي سرتېري هم وژل شوي چې ۷ یې ملي پولیس او پاتې پوځیان، کومانډو او سیمه ییزو پولیس دي.

د درقد ولسوالۍ یوه برخه اته ورځې وړاندې د طالبانو لاسته ته ولوېده، ښاغلي تیمور وویل، د افغانستان امنیتي ځواکونه په درقد ولسوالۍ کې حضور لري، خو په دفاعي حالت کې دي.د درقد ټاپور په وروستیو کلونو کې په وار وار د طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ لاس په لاس شوی دی.

دا ټاپو د تخار ولایت په شمال کې د آمو سیند په منځ کې دی یوې خوا ته یې تاجکستان پروت دی.

دغه ټاپو ته د طالبانو لاسرسی منځنۍ آسیا ته د هغوی لاسرسی آسانوی.

ورته مطالب