کابل ته د ای ایس ای مشر نوید مختار سفر

د انځور حقوق ISPR
Image caption افغان سرچینې تاییدوي، چې د آی،ایس،آی مشر نوید مختار کابل کې له خپل افغان سیال سره لیدلي دي

د پاکستان د استخباراتي ادارې 'آی،ایس،آی ' مشر نوید مختار کابل کې له خپل افغان سیال سره لیدلي دي. معتبرو دولتي سرچینو بي بي سي ته ویلي، دواړو لوریو د افغانستان او پاکستان ترمنځ په دوه اړخیزو امنیتي مسائلو خبرې کړي دي.

دا لیدنه داسې مهال کېږي چې د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، هڅه کوي د کابل او اسلام اباد ترمنځ د بې باورۍ شته فضا بدله کړي.

د اسلام آباد له پيغامه د کابل مشروط هرکلی

''که پاکستان د افغانستان ملي حاکمیت ومني، د افغانستان ۷۰ فیصده شخړې کراریږي''

اڅکزی: د څارګرو ادارو پاکستان نه منم

کابل ته د پاکستان د یوه پارلماني پلاوي له سفر وروسته نن سې شنبه د دغه هېواد د استخباراتي ادارې مشر نوید مختار کابل ته تللی دی.

سرچینې کابل کې د ښاغلي مختار له خپل افغان سیال معصوم ستانکزي سره لیدل تاییدوي، خو د خبرو له جزییاتو ورکولویې ډډه کړې.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، هڅه یې داده چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د بې باورۍ موجوده فضا له منځه یوسي.

د ولسمشر اشرف غني یوه ویاند شاه حسین مرتضوي، بي بي سي ته وویل، دا هلې ځلې په لندن کې د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حنیف اتمر او پاکستان د لومړي وزیر سلاکار سرتاج عزیز له لیدنې وروسته پيل شوې دي.

د انځور حقوق ARG
Image caption د روانې اونۍ په سر کې د پاکستان د پارلمان مشر ایاز صادق افغانستان ته راغلی و چې له افغان ولسمشر او نورو چارواکو سره یې وکتل

د افغانستان او پاکستان اړیکي له هغه وروسته نور هم کړکېچن شول، چې څه باندې دوې میاشتې وړاندې د پاکستان په سند او پنجاب کې د وسله والو له بریدونو وروسته پاکستان د افغانانو پر مخ د تورخم او سپین بولدک لارې تر یوې میاشتې پورې وتړلې.

د همدې ترینګلو اړیکو په ترڅ کې افغان حکومت پاکستان ته د ترهګرو د ۳۲ مرکزونو او ۸۵ ترهګرو نومونه ورکړل چې افغان لوري ته یې وسپاري. پاکستان هم په غبرګون کې له افغان دولته وغوښتل چې په افغانستان کې د دوی په وینا فعال ۷۵ مخالفین اسلام اباد ته وسپاري.

اوس داسې ښکاري چې دغه ګاونډي هېوادونه هڅه کوي کنګل شوې اړیکي بیرته ښې کړي.

د روانې اونۍ په سر کې د پاکستان د پارلمان مشر ایاز صادق افغانستان ته راغلی و چې له افغان ولسمشر او نورو چارواکو سره یې وکتل. هغه پلاوي اجرائي مشر عبدالله عبدالله ته هم د پاکستان د سفر بلنه ورکړې چې د نوموړي له خوا منل شوې ده.

اړونده مطالب

ورته مطالب