''افغانستان کې دا وروستیو کې ۷۰ رسنۍ تړل شوې دي''

د انځور حقوق .

د افغانستان د خبریالانو یو شمېر مرکزونه وايي، دغه هېواد کې په دا وروستیو کې ۷۰ رسنۍ د بېلا بېلو دلایلو له امله تړل شوې دي.

د خبریالانو د مرکزونو فدراسیون مسوول فهیم دشتي، په کابل کې د خبریالانو د امنیت او خوندیتوب ملي کنفرانس ته ویلي، د حکومت مخالفینو، زورواکانو او حکومتي چارواکو ناوړه چلند د خبریالانو پر کار منفي اغېزه کړې ده.

د نوموړي په وینا له همدې کبله تر اوسه شاوخوا اویا رسنۍ تړل شوي او په همدې شمېر نورو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته د تړل کېدو غوښتنې وړاندې کړې دي.

افغانستان: لسګونه رسنۍ کاري جوازونه نه لري

سفما: ځینې افغان رسنۍ خپل خبریالان ګواښي

د دغه فدراسیون غړي رحیم الله سمندر په وینا په ډېرو ولایتونو کې ښځینه خبریالانې نه شته او نور خبریالان هم هڅه کوي د اقتصادي او امنیتي ستونزو له کبله ځانونه لویو ښارونو ته وباسي.

د رسنیو مسوولین دا هم وايي، ډېری مهال له خبریالانو سره د یو شمېر لوړپوړو حکومتي چارواکو چلند د دې لامل کېږي چې خبریالان خپلې چارې سانسور کړي او یا هم د حقیقت له خپرولو ډډه کوي او سترګې پرې پټوي.

خو د افغانستان اجراییه ریس عبدالله عبدالله په وینا، حکومت د رسنیو ازادۍ ته پر خپله ژمنه ولاړ دی او هغه به هر حالت کې خوندي وساتي. ښاغلي عبدالله ویلي، له خبریالانو سره تاوتریخوالی په هیڅ ډول د منلو نه دی.

د افغانستان د رسنیو په قانون کې راغلي چې حکومت د رسنیو د آزادي ملاتړ کوي او د حکومت په ګډون هیڅ شخص او اداره حق نه لري چې د رسنیو آزاد فعالیت، سانسور، تحریم او یا محدود کړي.

په تېرو شاوخوا ۱۵کلونو کې په افغانستان کې تر ۶۰ ډېر خبریالان وژل شوي خو یوازې د یوه یا دوو کسانو دوسیې یې څېړل شوې دي.

اړونده مطالب

ورته مطالب