کابل کې د ځانمرګي برید پړه 'داعش' منلې ده

د برید ځای د انځور حقوق Reuters
Image caption برید د نهمې امنیتي حوزې اړوند ازادۍ مطبعې ته څېرمه پر عمومي سړک شوی

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د نهمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې ځانمرګي برید لږترلږه اته ولسي وګړي وژلي او ۲۵ نور یې ټپیان کړي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش بي بي سي ته وویل، برید ګهیځ مهال ۷:۴۵ بجې د کابل نهمې امنیتي حوزې اړوند ازادۍ مطبعې ته څېرمه پر عمومي سړک شوی.

خو د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مجروح بي بي سي ته وویل، د برید له ځایه د دوی اړوندو روغتونونو ته څلور وژل شوي او ۲۲ ټپیان وروړل شوي.

'اسلامي دولت' (داعش) نومې ډلې ددغه برید پړه منلې او د اتو امریکايي سرتېرو د وژل کېدو ادعا کوي.

دغې ډلې پر ټیلیګرام د بریدګر یو انځور هم خپور کړی، چې خپله دا ادعا باوري کړي.

دغې ډلې له ۲۰۱۵ کال راهیسې افغانستان کې فعالیت پیل کړی، چې د ځینو وروستیو خونړیو بریدونو پړه یې منلې ده.

کابل کې ځانمرګی برید

بلخ کې د وژل شویو سرتېرو شمېر ۱۴۰ ته رسېدلی

په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د 'پرېکنده ماموریت' قومندانۍ ویلي، د چارشنبې په دغه برید کې د دوی د ځواکونو کاروان په نښه شوی چې درې سرتېري یې پکې ټپیان شوي دي.

ددغو ځواکونو قومنداني او ځینې نور مهمې بهرنۍ او دولتي ادارې پر شش درک سړک پرتې دي.

کابل کې ۱۱۹ پولیسو بي بي سي ته وویل، پلي ځانمرګي برید کوونکي د بهرنیو ځواکونو د کاروان له رسېدو سره پر ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي وچوول.

سرچینه وايي، د بهرنیو ځواکونو یو ګاډی زیانمن شوی هم دی.

برید په هغه سیمه کې شوی، چې د امریکا له سفارت او د ناټو په مشرۍ د پرېکنده ملاتړ ځواکونو له مرکز نه ډېر واټن نه لري.

چاودنه پر هغه سړک او داسې مهال شوې، چې هره ورځ پرې د دولتي مامورینو د تګ راتګ ګڼه ګوڼه وي.

دا برید د طالبانو د پسرلنیو عملیاتو تر اعلان یوه اونۍ وروسته شوی. طالبانو ویلي وو د 'منصوري ' عملیات د بهرنیو ځواکونو او د هغوی د کورنیو ملاتړو پرضد دي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption برید د خلکو د ګڼې ګوڼې په ځای کې شوی
د انځور حقوق Reuters
Image caption دا چاودنه د کابل ښار مرکز کې د شش درک په نوم سړک شوی، چې له ولسمشرۍ ماڼۍ او دفاع وزارت سره ډېر واټن نه لري

د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیری د وسلوالو طالبانو د عملیاتو د پېلېدلو خبره یواځې تبلیغات او د عامه فکرونو د تخریبولو لپاره بولي.

د تېرې اپرېل میاشتې پر ۲۱مه وسله والو طالبانو بلخ کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو پر قومندانۍ ډله ییز برید وکړ، چې لږترلږه ۱۴۰ سرتېري پکې ووژل شول او ګڼ نور ټپیان شول.

وسلوالو طالبانو د خپل پخواني مشر په نوم عملیات پیل کړي

اړونده مطالب

ورته مطالب