د عکسونو البوم: کابل کې ځانمرګی برید

د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption د افغانستان پلازمېنې کابل نهمې امنیتي حوزې اړوند شش درک د ګڼې ګوڼې پر یوه سړک ځانمرګي برید لږترلږه اته ولسي وګړي وژلي او تر شلو ډېر نور یې ټپیان کړي دي.
د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption د کورنیو چارو وازت وايي، برید ګهیځ مهال شاوخوا اته بجې د پلي ځانمرګي برید کوونکي له خوا وشو.
د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption په برید کې د بهرنیو ځواکونو یو پوځي ګاډی او نور ګاډي زیانمن شوي.
د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption دا برید د طالبانو د (منصوري عملیاتو) د پیلولو له اعلان یوه اونۍ وروسته شوی.
د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption که څه هم د برید پړه تر اوسه چا نه ده منلې، خو د کورنیو چارو وزارت وايي، دا د 'ترهګرو ډلو' او 'د افغانستان د دښمنانو' کار دی
د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption په برید کې ټول وژل شوي او ټپیان ولسي وګړي دي.