ولسمشر غني پاکستان ته د تګ بلنه رد کړې

نوید مختار د انځور حقوق iSPR
Image caption افغان سرچینې تاییدوي، چې د آی،ایس،آی مشر نوید مختار کابل کې له خپل افغان سیال سره لیدلي دي

د پاکستان د استخباراتو مشر نوید مختار تیره ورځ له افغان ولسمشر محمداشرف غني او خپل افغان سیال معصوم ستانکزي سره کتلي، خو د خبرو ځینې جزیات یې اوس خپاره شوي دي.

معتبرو دولتي سرچینو په کابل کې بي بي سي ته ویلي، ولسمشر غني له ښاغلي مختار سره ډانګ پيلې خبرې کړي او ورته ویلي یې دي چې ژر تر ژره باید د بلخ پر قل اردو، امریکایي پوهنتون او د کندهار د والي پر دفتر د بریدونو طراحان افغان حکومت ته وسپاري.

سرچینه ادعا کوي چې ښاغلي غني هغه اسناد هم د آی.ایس.آی مشر ته ورکړي چې ښيي، د کندهار د والي پر دفتر او امریکایي پوهنتون د بریدونو طراح مولوي احمد کندهاری په کوټه کې دی او د استخباراتو په یو مرکز کې ځان وژونکي روزي.

سرچینو زیاته کړې چې افغان حکومت هغه ثبوتونه هم پاکستاني لوري ته سپارلي او په اړه یې ورته اعتراض کړی چې ښيي، طالبان د منصوري عملیاتو لارښونې له کوټې، پیښور، کراچۍ او شمالي وزیرستانه اخلي.

د پاکستان د استخباراتي ادارې آی.ایس.آی مشر نوید مختار د پاکستان د یوه پارلماني پلاوي له سفره وروسته تیره ورځ د څو ساعتونو لپاره کابل ته راغلی و.

د انځور حقوق ARG
Image caption د پاکستان د څارګرې ادارې مشر د دغه هېواد د پارلماني پلاوي له سفره وروسته کابل ته راغلی و

سرچینو د نوم نه ښودو په شرط ویلي، نوید مختار د خپل هیواد د حکومت له خوا ولسمشر غني ته د اسلام اباد د سفر رسمي بلنیک هم ورکړی، خو په خبره یې ښاغلي غني نه دی منلی.

د سرچینو پر بنسټ ولسمشر دغه پاکستاني چارواکي ته ویلي، که په راتلونکې یوه میاشت کې په افغانستان کې د جګړې کچه راټیټه او پاکستان له افغانانو سره خپلو ژمنو ته عملي بڼه ورکړي، بیا به راشه درشه معنی پیدا کړي.

په همدې حال کې بیا د افغان دولت اجرائیه مشر عبدالله عبدالله منلې چې نژدې راتلونکې کې اسلام آباد ته سفر کوي. د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ بیا وایي، هڅه کوي چې د کابل او اسلام آباد په اړیکو کې رامنځ ته شوی کنګل ویلې او د بې باورۍ شته فضا بدله کړي.

ورته مطالب