د بي بي سي د فقید خبریال عبدالصمد روحاني په نوم جایزه

عبدالصمد روحاني د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption عبدالصمد روحاني په ډېره ځوانۍ کې ووژل شو هغه د مرگ پر مهال ايله په پنځه ويشت کلنى پښه اېښې وه .

په افغانستان کې د خبریالانو ملاتړ یوه بنسټ د بي بي سي د فقید خبریال عبدالصمد روحاني په نوم یوه جایزه ټاکلې ده.

د 'کابل پرس کلب' تصمیم لري هر کال د رسنیو ازادي په ورځ دوو تنو خبریالانو ته چې د جګړې له لومړۍ کرښې راپورونه ورکوي دا جایزه ورکړي.

"د عبدالصمد روحاني پر دوسیې جدي تحقیقات کېږي"

په هلمند کې د ارواښاد روحاني په ياد غونډه وشوه

د دې بنسټ مشر عزیز تسل په دې اړه بي بي سي ته وویل:

''موږ سږ کال په هلمند کې د بي بي سي د فقید خبریال عبدالصمد روحاني په نوم ایوارډ جوړ کړی. کابل پریس کلب دا جایزه د افغانستان ځینو هغو خبریالانو ته ورکوي، چې هره ورځ د جګړې له کرښې رپوټونه چمتو کوي.''

سږکال دغه جایزه د ازادۍ راډیو خبریال الیاس داعي او د طلوع نیوز خبریال کریم امیني ترلاسه کړه.

عبدالصمد روحاني په ۲۰۰۵ کال کې له بي بي سي سره همکاري پیل کړه او له خپل ټاټوبي هلمند ولایته یې راپورونه ورکول.

د انځور حقوق Aziz Tassal
Image caption دا جایزه هغو خبریالانو ته ورکوي، چې د جګړې له سیمو خبرونه ورکوي

روحاني په ۲۰۰۸ کال کې وتښتول شو او مړی یې د لښکرګاه ښار بهر وموندل شو. عبدالصمد روحاني د وژل کېدو پرمهال ۲۵ کاله عمر درلود او درې کاله یې د بي بي سي پښتو او دري څانګو لپاره کار وکړ.

له عبدالصمد روحاني دوې مېرمنې او یوه لور پاتې دي.

کابل پرس کلب بله جایزه د اریانا خصوصي ټلویزیون د فقید خبریال نعمت الله زهیر په نوم نومولې چې سږ کال یې دوو تنو افغان خبریالانو ته ورکړه.