نبیل: پاکستاني چارواکي کابل ته په راتګ وخت ضایع کوي

نبیل د انځور حقوق FB
Image caption رحمت الله نبیل د څو کلونو لپاره د ملي امنیت مشر و، د پاکستاني چارواکو پر ژمنو بې باوري څرګندوي.

د افغان څارګرې ادارې ملي امنیت، مخکني مشر رحمت الله نبیل له بي بي سي سره خبرو کې پر پاکستاني چارواکو نیوکه وکړه چې ګواکې کابل ته په راتګ ښه پیغامونه ورکوي، خو په کړو ژمنو بیا نه درېږي.

د پاکستاني پوځ د څارګرې ادارې مشر نوید مختار د مې په دوهمه کابل کې د افغانستان د ملي امنیت ادارې له مشر معصوم ستانکزي او نورو چارواکو سره وکتل.

ښاغلی نبیل پاکستاني چارواکي په دې تورنوي چې له یوې خوا هسې "وخت ضایع کوي او له بلې خوا غواړي امریکا ته وښيي چې" موږ له افغانستان سره جوړ راځو".

د پاکستان د پارلماني پلاوي وروسته کابل ته د ای ایس ای مشر نوید مختار سفر، د هغو هڅو یوه برخه ده چې موخه یې له افغانستان سره د خرابو اړیکو رغول ښوول شوي.

د انځور حقوق ISPR
Image caption د آی،ایس،آی مشر نوید مختار کابل کې له خپل افغان سیال سره ولیدل او پر امنیتي ګواښونو یې سره یې خبرې وکړې.

پاکستان تل ویلي چې پخپله د ترهګرۍ قرباني دی او د ورانکارو ټولو ځپلو لپاره تل هلې ځلې کوي.

خو ښاغلی نبیل چې د کار په موده کې يې پخپله هم پاکستاني چارواکو سره پر امنیتي اندېښنو د غږېدا په پار لیده کاته کړي وايي: "پاکستاني چارواکي غواړي وښيي چې دوی هم د ترهګرۍ قربانیان دي. خو د طالبانو د بریدونو مخه نه نیسي."

د بېلګې په ډول ښاغلی نبیل ۲۰۱۴ کال کې کابل ته د پاکستاني چارواکو د سفر یادونه کوي چې په کې یې "اعلان وکړ چې د افغانستان دښمن د پاکستان دښمن دی خو وروسته بیا طالبانو د کوټې له ښاره د جګړې اعلان وکړ".

د دواړو هېوادو تر منځ وروستیو سیاسي کړکېچونو ته په کتو د چارو یو شمېر کتونکي پر دې اند دي، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د خپلمنځي باور د پیدا کېدو لپاره ډېر کار او ریښتینو هڅو ته اړتیا ده.

د افغانستان او پاکستان اړیکي له هغه وروسته نور هم کړکېچن شول، چې څه باندې دوې میاشتې وړاندې د پاکستان په سند او پنجاب کې د وسله والو له بریدونو وروسته پاکستان د افغانانو پر مخ د تورخم او سپین بولدک لارې تر یوې میاشتې پورې وتړلې.

د انځور حقوق ARG
Image caption څو ورځې وړاندې د پاکستان د پارلمان یو شمېر غړي د ایاز صادق په مشرۍ کابل کې له لوړ پوړو افغان چارواکو سره وکتل.

که څه هم پاکستان د وسله والو ډلو د ملاتړ تورونه رد کړي او وايي، چې پخپله هم د ترهګرۍ قرباني دی، خو ښاغلی نبیل پر دې باور دی، چې که نړیواله ټولنه پر پاکستان پرله پسې فشار راوړي، چې د وسله والو ډلو له ملاتړه لاس واخلي، په سیمه کې د ترهګرۍ ستونزه اوارېدای شي.

ښاغلی نبیل وايي پاکستان کې دننه هم ځینې لاملونه شته چې حکومت دې ته اړباسي ځینې ګامونه پورته کړي.

ښاغلی نبیل زیاتوي: "ځینې هغه ترهګرې ډلې چې پخپله د پاکستان له خوا روزل شوي، د دوی له ولکې نه وځي نو پر حکومت یې د ځینو سیاسي کړیو او مدني ټولنې له خوا یو ډول فشار راځي."

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، هڅه یې داده چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د بې باورۍ موجوده فضا له منځه یوسي.

د روانې اونۍ په سر کې د پاکستان د پارلمان مشر ایاز صادق افغانستان ته راغلی و چې له افغان ولسمشر او نورو چارواکو سره یې وکتل. هغه پلاوي اجرائي مشر عبدالله عبدالله ته هم د پاکستان د سفر بلنه ورکړې چې د نوموړي له خوا منل شوې ده.

ورته مطالب