''کندهار کې دوه ځانمرګي بریدګر وژل شوي''

د انځور حقوق Getty Images
Image caption چارواکي وايي، بریدګرو پر یوې پوستې ډزې پیل کړې، چې ځوابي ډزو کې ووژل شول

کندهار کې چارواکي وايي، دوه ځانمرګي بریدګر هدف ته له رسېدو مخکې وژل شوي دي.

د کندهار پولیسو ویاند ضیاالرحمان درانی وايي، بریدګر د کندهار ښار څلورمې حوزې سیمه کې له امنیتي ځواکونو سره له یوې لنډې نښتې وروسته وژل شوي دي.

نوموړی وايي، بریدګر فقیر بابا کوڅې خوله کې یوې نانوايي ته ننوتې وو او پر یوې نژدې پوستې یې ډزې پیل کړې، چې د نوموړي په وینا پېښه کې یوازې دواړه بریدګر وژل شوي دي.

کابل کې د ځانمرګي برید پړه 'داعش' منلې ده o

کندهار والي: پر مېلمستون برید د طالبانو کار و

بل لور ته د کندهار په میرویس حوزوي روغتون کي یوه سرچینه وایي، دوی ته یوه نجلۍ چي په دغه نښته کي وژل شوې او یو تن په ژوبل حالت کې وروړل شوی دي.

د کندهار پولیسو ویاند وایې، په ورته مهال هغه کس نیول شوی، چي د کندهار ښار په یوه بله سیمه کي یې په کورکي ماینونه جوړول.

ښاغلی دراني وایې، دغه کس یې وروسته له هغه ونیو ، چي یو جوړ شوې ماین یې په کور کي وچاودېد.

دغه پېښه داسې مهال کېږي، چې نن 'چهارشنبه ' ګهیځ پلازمېنه کابل کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په وینا، د نهمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې یوه ځانمرګي برید کې لږ تر لږه اته ولسي وګړي وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان دي .

د کندهار پېښې په اړه د افغان حکومت وسله والو مخالفینو څه نه دي ویلي، خو 'اسلامي دولت' 'داعش ' نومې ډلې ویلي د کابل نننی برید دوی کړی دی.

اړونده مطالب

ورته مطالب