له حکمتیار سره د ۲۵ کاله پخوانۍ لیدنې نه هېرېدونکې خاطرې

Image caption له حکمتیار سره ۲۵ کاله مخکې د ببرک احساس او نورو خبریالانو د چاراسیا د لیدنې انځور.

کابل ته د ګلبدین حکمتیار راتګ له هغه مهال سره برابر دی چې ۲۵ کاله وړاندې د مجاهدینو ډلو د نجیب الله له حکومت واک تر لاسه کړ.

د کابل اوسیدونکي په دې هیله وو چې د غوایي اتمه به- چې کابل ته د مجاهدینو د راتګ ورځ وه- د هغې پنځلس کلنې جګړې پای وي چې لامل یې د غوایي د اوومې کودتا وه، خو د واک پر سر د مجاهدینو د خپل منځي جګړو له امله یې کلونه دوام وکړ.

د کابل د واک پر سر جګړه کې د رسنیو رول

کابل کې د جهادي ډلو ترمنځ جګړو کې د رسنیو رول ډېر څرګند و. رسنیو کې د خبرونو او رپوټونو خپرېدلو بازار کې د خوراکي توکو پر بیو، د بهرنيو اسعارو پر راکړه ورکړه، د نرخونو او له نا امنه سیمو د خلکو پر کډه کیدلو نېغ اغیز درلود.

ان د ځینو رسنیو لکه د بي بي سي د پښتو او دري خپرونو په ځینو برخو کې د بېلا بېلو ډلو ترمنځ د جګړې پر انډول هم اغیز کولی شو.

واک کې شریک له واک بهر

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ګلبدین حکمتیار او احمد شاه مسعود د پاکستان او سعودي عربستان په منځګړتوب د ۱۹۹۲ کال د مۍپر ۲۵ د سولې تړون کوي.

کابل چې پر هغه مهال یې۱۱ ناحیې درلودې د مجاهدینو د بېلابېلو ډلو تر منځ وېشل شوی و او هرې ډلې د خپلې ولکې لاندې سیمو د ساتلو لپاره امنیتي کمربندونه جوړ کړي وو.

د حکمتیار اسلامي حزب چې د دغې شخړې یو اصلي لوری و، له دې کمربند بهر پاتې و. سره له دې چې د لومړي وزیر ماڼۍ دغه ګوند ته رسیدلې وه خو د ګوند مشر خپل د قومندې مرکز له کابل بهر په چهار اسیا کې غوره کړی و.

ښاغلي حکمتیار ټینګار کاوه چې د اسلامی جمیعت ستر قومندان احمد شاه مسعود لا تراوسه هم په خلق دیموکراتیک ګوند پورې تړلو ځینې پوځي جنرالانو له مرستې برخمن دی او دا د مجاهدینو د عقیدې او باور سره ټکر دی، چې کلونه یې د دوی پر ضد جهاد کړی دی.

خبریالانو ته بلنه

د۱۳۷۱کال د زمري پر ۱۴ له صدارت ماڼۍ - چې د ښاغلي حکمتیار د اسلامی حزب په لاس کې وه - رسنیو ته خبر ورسېد، چې خپل استازي ور ولېږي.

ما هغه مهال له باختر دولتي خبري اژانس سره کار کاوه، راته وویل شول چې باید ماڼۍ ته ورشم.

هلته ځینې کورني او بهرني خبریالان له ما مخکې رسېدلي وو. د یو میز چارچاپیره سره کېناستو او د صدارت د رسنیو یو مسوول موږ ته وویل چې ښاغلي حکمتیار موږ ته بلنه راکړې تر څو د هغه د خبري ناستې د پوښښ لپاره چار اسیا ته لاړ شو چی د کابل سویل ته په۱۱ کیلومترۍ کې پرته ده.

د ایسوشېټېدپرېس خبریال چی یو امریکایی و او روانه دري یې ویلی شوه سملاسي یې وویل، نه غواړی چار اسیا ته لاړشي ځکه د هغه په خبره، د خوندیتوب لپاره یې کوم ضمانت نشته.

د نوموړي دلیل دا و چې د کابل او چار اسیا ترمنځ واټن کې د جنرال دوستم پوځي ملیشې- چې د حکمتیار اسلامي حزب سره مخالفت لري ځای پرځای دي او هر ډول پېښه را منځته کیدی شي.

دوه درې نورو خبریالانو او عکاسانو هم له تلو انکار وکړ، یواځې زه، د بي بي سي خبریال میرویس جلیل ( چی د ۱۹۹۴ کال د جولای پر ٢٩ له ښاغلي حکمتیار سره تر مرکې ورورسته کابل ته را روان و او ووژل شو) او د هغه همکار محمد معصوم (چې بیا په یوه هوایي پیښه کې مړ شو) او د ایران د دولتي تلویزیون ٫٫صدا و سیما٫‎٬٬ خبریال چې نوم یې رانه هیر دی حاضر شول چې چار اسیا ته د ښاغلي حکمتیار لیدلو ته لاړ شو.

د حکمتیار د قومندې مرکز

Image caption ګلبدین حکمتیار او جنرال دوستم چې اوس د ولسمشر لومړی مرستیال دی، د برهان الدین رباني د حکومت پر ضد د عملیاتو نقشه جوړوي.

د زمري پر ۱۴ ګهیځ مهال په دوو موټرو کې کېناستو او د اسلامي حزب د څو وسلوالو په ملتیا چار اسیا ته روان شوو.

چار اسیا ته په رسیدو یوې ودانۍ ته بوتلل شو چې یواځې څو کوټې یې درلودې. د اسلامي حزب وسلوال د ودانۍ شاوخوا ولاړ وو .

د ښاغلي حکمتیار یو سکرتر چې یوه دوسیه یې هم په تخرګ کې نیولې وه، موږ یې یوې کوټې ته ننوېستو.

کوټه کې یوه غالۍ او څو توشکې پرتې وې او موږ ټول د انجنیر صاحب د راتلو په تمه کېناستو.

حکمتیار مې یواځې په انځورونو کې لیدلی و. هغه د جهادي تنظیمونو یو ستر مشر و او د کابل رژیم سره د هر ډول پخلاینې کلک مخالف و.

هغه باوري و چې باید پرېنښودل شي چی کابل مجاهدینو ته تسلیم شي او یا د کابل رژیم واک مجاهدینو ته وسپاري بلکې مجاهدین باید د سوبمنو په شان کابل ته ننوځي او د پخواني شوروي پلوی دولت را نسکور او کابل فتح کړي.

په ظاهره همدغه مسله د ښاغلي حکمتیار او احمد شاه مسعود ترمنځ د ستونزو یو مهم ټکی و. ځکه د احمدشاه مسعود وسلوالو د خلق دیموکراتیک ګوند د ځینې جنرالانو او رهبرانو په مرسته د کابل کنترول ترلاسه کړ.

سره له دې چې ښاغلي حکمتیار هم څو ځلې هڅه وکړه ترڅو د خلق دیموکراتیک ګوند له ځینې مشرانو او جنرالانو سره لاس یو کړي او د نجیب الله حکومت را نسکور کړي.

ان یو ځل یې پر ۱۳۶۸ کال د دفاع وزیر جنرال شهنواز تڼي او ځینو نورو جنرالانو په وسیله د ناکامې کودتا هڅه وکړه.

زموږ انتظار ډېر اوږد نه شو، دروازه خلاصه شوه او د تورې ږیرې یو منځ قدی سړی چې پکول یې پر سر و کوټې ته را ننوت، له موږ هر یوه سره یې کلک روغبړ وکړ، دا ښاغلی حکمتیار و.

هغه موسکا چې د ښاغلي حکمتیار پر شونډو غوړېدلې وه زمونږ او د هغه ترمنځ یې واټن کم کړ.

کله چې جوخت زما ترڅنګ کېناست او زنګون یې زما پر زنګانه ولګید نو لازیات مې د ارامتیا احساس وکړ او هغه ویره چې په زړه کې مې وه، ورکه شوه.

د کابل ٫٫حاکمانو٬٬ ته پیغام

د انځور حقوق Getty Images
Image caption حکمتیار پر ۱۹۹۴ کال چار اسیا کې د خبر غونډې پر مهال.

زموږ تصور سم و، نور د هغه د صبر کاسه نسکوره شوې وه.

څرنګه به ومني چې هم په واک کې برخه ولري او هم د واک له دایرې بهر وي.

څنګه ومني چې د ګوند مشران یې د صدارت ماڼۍ ته د تګ لپاره له هغې لارې تېر شي چې د ښاغلي حکمتیار په وینا ٫٫ د کمونېستی رژیم ملېشې٬٬ یې کنټرولوي، هغه ملیشې چې همدا څو میاشتې مخکې د هغه دوښمنان وو.

څرنګه د کابل ګارنیزیون په قومندانۍ کې د رژیم له هغو جنرالانو سره د یو میز شاته کېني چې کلونه کلونه یې ور سره جګړه کړې وه.

ښاغلي حکمتیار وویل، چې د کابل حاکمانو ته ووایئ ٫٫ د کمونیستي رژیم جنرالان او ملیشې ٬٬ له ځان لرې کړي که نه نو اسلامي حزب له مقاومت پرته بله لار نه لري.

له حکمتیار سره پر یوه کاسه ډوډۍ خوړل

د انځور حقوق Getty Images
Image caption له ښي اړخه ګلبدین حکمتیار، محمد نبي محمدي او پیر سید احمد ګیلاني پر ۱۹۹۳ کال اسلام اباد کې د پاکستان له اوسني او د هغه وخت لومړي وزیر نواز شریف سره پر افغان سوله خبرې کوي.

هرو دوو کسانو باید د ښوروا یوه کاسه سره شریکولی، زه او ښاغلی حکمتیار سره په یوه کاسه شولو.

د ډوډۍ پر سر هم خبرو دوام وکړ. ما پوښتنه وکړه چې له جګړې پرته بله لار نشته؟

زما ځینو نورو ملګرو هم ورته پوښتنه وکړه. ځکه موږ ټولو په کابل کې ژوند کاوه او زموږ د ټولو برخلیک سره شریک وو، خو د دې پوښتنې د ځواب لپاره باید کابل ته تللي وی او د ښاغلي حکمتیار پیغام مو د رسنیو له لارې کابل چارواکو او خلکوته رسولی وی.

که څه هم کابل کې د ښاغلي حکمتیار ګواښ ته جدي غبرګون ونه ښودل شو او دواړه لوري جګړې ته تیار شول.

کابل ته ستنېدل او د حکمتیار ډالۍ

کابل ته په ستنېدلو کې د اسلامي حزب د لارې ملګرو موږ له بلې لارې راوستو.

موږ ته وویل شول چې د احتمالي خطر د مخنیوي لپاره چې لار کې د اسلامي حزب د مخالفو ډلو له لوري وو باید له بلې لارې کابل ته ستانه شو.

د مخه ښې پر مهال ښاغلي حکمتیار یوه مڼه له دسترخوان پورته او ماته یې را کړه، په موسکا یې راته وویل ٫٫ دا ستا برخه ده زما پام و، تا ډوډۍ هم ونه خوړه، په پوښتنو او لیکلو بوخت وې٬٬

ما د خبریال په توګه له ډیرو افغان مشرانو او سیاستوالو سره لیدلي خو له حکمتیار سره زما لومړنۍ کتنه چې څه نا څه ۲۵ کاله ترې تېرېږي لا تراوسه هم زما په ذهن کې پاتې ده.

مسکه څېره

د انځور حقوق Getty Images
Image caption وايي، حکمتیار تل موسکه څېره لري.

حکمتیار چې د خپل ژوند ډیره برخه د جګړې او مقاومت په جبهو کې تېره کړې او طبیعتا یې له تاوتریخوالي سره سروکار درلود، له ارامښت ډکه پیاوړې او صمیمانه موسکا یې د شخصیت ځانګړنه پاتې شوې.

هغه ان له خپلو کلکو دوښمنانو سره د همدې تل پاتې موسکا سره مخ کېږي. په څو شیبو کې هغه توانېږي چې مقابل لوری دې ته اړ کړي چې جدي یې ونیسي.

ان هغه مهال چې د جګړې ګواښ کوي هیڅ ډول تذبذب یې په حرکاتو کې نه لیدل کېږي.

د هغه د مخ رنګ نه بدلېږي او پر وجود یې غوسه نه ښکاري.

هغه د داسې یو رهبر په توګه پیژندل شوی چې تل یې غوښتنه دا وه چې یا د واک په محور کې وي یا د اپوزیسیون په توګه پاتې شي.

د طالبانو له پرځېدو او د افغانستان له نوي سیاسي بدلون سره هېواد کې انتخابي واکمني رامنځته او ټولټاکنې - چې تل د ښاغلي حکمتیار غوښتنه وه- تر سره شوې.

خو نوموړی په ایران کی له جلا وطنۍ تېر او د امریکا او ناټو د پوځونو د شتون په مقابل کې ودرېد، خو په پای کې یې خپل سیاسي جلاتوب پای ته ورساوه او سولې ته یې غاړه کېښوده.

ښاغلي حکمتیار روانه جګړه وغندله او غیر عقلاني او غیر شرعي یې وبلله، پر طالبانو یې هم غږ وکړ چې د پردیو لپاره دې جګړه نه کوي.

پر کندوز یې د طالبانو برید یوه تیروتنه وبلله او یو بل ګام یی هم پورته کړ، پر جلال اباد ښار یې په ۱۹۸۹ کال د خپلو مجاهدینو برید یوه تیروتنه او د بهرني فشار لاندې وباله.

ښاغلي حکمتیار ۲۵ کاله مخکې ځان د دې مستحق ګڼلی و چې د نورو جهادي ډلو په شان باید د واک یوه برخه د ده حزب ته ورسیږي.

دې هدف ته د رسیدو لپاره شاید په دې و نه توانید چې په هغه لار لاړ شي چې ٫٫ کمونیست جنرالان او ملیشې٬٬ یې د لاري خنډ نه وي.

که څه هم وروسته د همدغو ٫٫ کمونیستو جنرالانو او ملیشو٬٬ په ملتیا تر یوه ځایه لاړ او د ۱۳۷۲ کال په جدي میاشت کې یې له جنرال دوستم سره لاس یو کړ او هڅه یی وکړه چې د برهان الدین رباني دولت نسکور کړي.

له نورو لارو یې هم هڅه وکړه خو په پایله کې دې نتیجې ته ورسید چې باید د وسلوال جلاتوب پر ځای چی شاید د هغه په ورکنومۍ یا ګومنامۍ پای ته رسیېږي د سیاست د سوله ییزې سیالۍ ډګر ته ودانګي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ګلبدین حکمتیار یو ملاتړی د هغه انځور لېږدوي.

ورته مطالب