د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار کابل ته ورسېد

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار کابل ته ورسېد

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار او ورسره کاروان یې کابل ښار ته رسېدلی او د کابل لوېدیځ دارالامان کې خپل استوګنځي ته تللی دی.

د حزب اسلامي ویاند قریب الرحمن سعید بي بي سي ته وویل، ښاغلی حکمتیار به نن په دارالامان سیمه کې د اسلامي حزب له ټولو مشرانو او پلویانو سره وګوري.

د هغه په خبره، د ورځې په وروستیو کې به ښاغلی حکمتیار په ولسمشرۍ ماڼۍ کې له محمد اشرف غني سره هم وګوري.

تر اوسه لا روښانه نه ده چې دواړه لوري په کومو مهمو موضوعاتو خبرې وکړي او که څنګه، خو ښاغلی سعید وايي، لیدنه یې تر ډېره د هر کلي بڼه لري.

په کابل کې د امریکا سفارت هم د ښاغلي حکمتیار راتګ د سولې او ثبات په ګټه بللی دی.

له سفارته په خپره شوې خبرپانه کې راغلي، د امریکا متحده ایالتونو له حزب اسلامي سره د ملي یووالي حکومت د شوي تړون د عملي کېدو هر کلی کوي.

له ختیځ جلال اباد نه پلازمېنې کابل ته د ګلبدین حکمتیار د تلو لپاره ټینګ امنیت نیول شوی و او د نوموړي له لېږدوونکي کاروان سره د افغان امنیتي ځواکونو ګاډي او چورلکه هم مل وه.

د افغانستان دغه پخوانی لومړی وزیر د افغانستان په معاصر تاریخ کې له ډېرو لانجمنو کسانو ګڼل کېږي.

بندیزونه لرې کول

ښاغلی حکمتیار په ۱۹۹۶ کال د طالبانو له خوا له کابله په زور تر ایستلو او له شاوخوا شلو کلونو پټ ژوند وروسته کابل ته ستون شوی.

نوموړي پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل پروړاندې له اوو تنظیمونو د یوه یې پیاوړی مشر و چې په ۱۹۸۰مه لسیزه کې یې د شوروي یرغل پروړاندې په لویه کچه مجاهدین پرځان ورټول کړل.

د انځور حقوق Reuters
Image caption له حزب اسلامي سره د سولې د هوکړې په اړه نظرونه بېل دي

خو په ۱۹۹۰مه لسیزه کې افغانستان کې د کورنیو جګړو پرمهال ګلبدین حکمتیار په خونړیو جګړو کېیو ښکېل کس ګڼل کېږي چې ګوند یې (حزب اسلامي) د نورو تنظیمونو پروړاندې د کابل د کنټرول پرسر خونړۍ جګړې وکړې.

په ۹۰مه لسیزه کې پر حزب اسلامي د خطرناکو وژنو او ویجاړیو تور پورې کېږي، چې پایله کې یې د طالبانو تحریک راپیدا شو.

کله چې کابل کې طالبان واک ته ورسېدل، حکمتیار او د هغه ملګري او همسنګریان کابل پرېښودو ته اړایستل شول.

په ۲۰۰۳ کال د امریکا د بهرنیو چارو وزارت حکمتیار د ترهګرو نوملړ کې شامل کړ او نوموړی یې د القاعدې شبکې او طالبانو د بریدونو په ملاتړ تورن کړ.

خو حزب اسلامي د وروستیو کلونو شخړو کې چندان مهم رول نه دی لوبولی. د ۲۰۱۶ کال سپتمبر میاشت کې افغان حکومت لهښاغلي حکمتیار سره د یوه تړون په لاسلیکولو هغه ته مصونیت ورکړ او د سولې د ستنېدا په شرط یې د دغه ګوند د بندیانو د خوشي کولو ژمنه ورسره وکړه.

حزب اسلامي په افغانستان کې لاهم ګڼ ملاتړي لري، هیله دا ده چې له دغه ګوند سره د سولې هوکړه به ځینې طالب مشران هم د سولې له بهیر سره یوځای کېدا ته وهڅوي.

تېره ورځ د حزب اسلامي ویاند حمید عزیزي بي بي سي ته ویلي وو، ګلبدین حکمتیار به د پنجشنبې په ورځ له غرمې وروسته کابل ته له تلو وروسته ولسمشرۍ ماڼۍ کې له افغان محمد اشرف غني سره وویني.

نوموړي دا هم ویلي وو، د جمعې په ورځ به ښاغلی حکمتیار د کابل حضوري چمن کې خپلو مینه والو ته وینا وکړي.

ښاغلی حکمتیار له څه باندې شلو کلونو وروسته لومړی لغمان ولایت کې راڅرګند شو.

له حزب اسلامي سره د ملي یووالي حکومت د شوې هوکړې پربنسټ د حزب اسلامي د هغو بندیانو د خوشي کېدو ژمنه شوې و، چې له افغان حکومت سره بندیان دي.

تر اوسه یوازې ۴۸ بندیان خوشي شوي، خو حزب اسلامي وايي، حکمتیار به له ولسمشر غني سره د بندیانو د برخلیک په اړه هم خبرې ولري.

د حزب اسلامي ویاند پرته له دې چې نوم یې واخلي وویل، یوې مهمې شورا له حکمتیاره غوښتي، چې د حکومت پر وړاندې د اپوزیسیون جوړولو کې د دوی مشري وکړي.

د انځور حقوق .
Image caption حزب اسلامي ویلي، ګلبدین حکمتیار به له ولسمشر محمد اشرف غني سره ارګ کې وویني.

خو د ښاغلي عزیزي په وینا، حکمتیار هغوی ته مشوره ورکړه، چې د سیاسي فعالیتونو او د ټاکنو بهیر کې د برخې اخیستو له لارې واک ترلاسه کړي.

د حزب اسلامي مسوولین وايي، دوی د ملي شورا او ولسمشریزو ټاکنو لپاره چمتووالی کوي، خو د ښاغلي عزیزي په خبره داسې احتمال نه شته، چې ګواکې ښاغلی حکمتیار به خپل ځان ټاکنو کې کاندید کړي.

ورته مطالب