غني: ارګ او حزب اسلامي د سولې او هېواد لپاره رښتیني دي

د انځور حقوق .

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار له ختیځ جلال اباده کابل ته تر رسېدا وروسته د پنجشنبې په ورځ د ولسمشرۍ ماڼۍ کې له ولسمشر محمد اشرف ني او نورو افغان چارواکو سره راڅرګند شو.

له ختیځ جلال اباد نه پلازمېنې کابل ته د ګلبدین حکمتیار د تلو لپاره ټینګ امنیت نیول شوی و او د نوموړي له لېږدوونکي کاروان سره د افغان امنیتي ځواکونو ګاډي او چورلکه هم مل وه.

افغان ولسمشر له ښاغلي حکمتیار سره خبري غونډې ته، چې د هېواد پر ملي تلوېزیون په ژوندۍ بڼه خپرېده وویل، تېره یوه اونۍ یې د ۲۰۹ شاهین قول اردو د قربانیانو په غم تېره کړه، خو نن (پنجشنبه) د خوشحالۍ ورځ ده چې د سولې پر ټغر سره راټول شوي.

ښاغلي غني وویل، کله چې حکومت او حزب اسلامي د سولې خبرې پيل کړې، چا چې پر خبرو باور درلود، شمېر یې ډېر کم و، ان دلته سلام خانه کې چې هوکړه لاسلیکېده، ګڼو دې هوکړې ته رسېدل لیرې باله، خو نن ښکاره شوه چې ارګ او حزب اسلامي د سولې او هېواد لپاره ریښتیوني دي.

ولسمشرغني وویل، اوس افغانان د تېرو دوو لسیزو پرتله بدل شوي او ټول ولس سوله غواړي. زموږ د خلکو غوښتنه سوله او د هېواد ابادي ده.

د افغانستان ولسمشر وویل، حکومت او حزب اسلامي پرخپلوژمنو ولاړ پاتې شوي او ویې ښوده چې افغانان پخپله او پلازمېنه کابل کې د سولې خبرې کوي او د جګړې پرځای د جوړجاړي غوښتونکي دي.

ده وویل، له حزب اسلامي سره به د هوکړې ټولې مادې دهېواد د قوانینو په رڼاکې عملي شي.

نوموړي د حزب اسلامي لهمشر ګلبدین حکمتیار مننه وکړه، چې په وینا یې "له مجاهد ورور حکمتیار او حزب اسلامي نه مننه کومچې سولې ته یې هرکلی ووایه او په دغو بین الافغاني خبرو کې یې فعاله ونډه واخیسته."

اشرف غني په افغانستان کې روانه جګړه بهرنۍ او پر افغانانو تپل شوې وبلله، چې په وینا یې افغانان د هغو استخباراتي کړیو ښکار دي، چې نه غواړي دغه هېواد ته ثبات راستون شي:

"له ترهګروکړیو سره رابطه مه پالئ، د یوې ترهګرې ډلې د شر له خلاصون نه له بلې ترهګرې ډلې سره اړیکه پالل لویه تېروتنه او بربادوونکې ده."

ولسمشر غني وویل، هغه ډلې چې د ځینولاملونو له کبله ناراضه دي، تل له حکومت او افغانانو سره د سولې خبرې کولی شي: "طالبانو ته وایم، ایا د حکمتیار په څېر ظرفیت لرئ، چې له خپل حکومت او خلکو سره سوله او خبرې وکړئ؟ اصلاً ستاسې مشر څوک دی او چېرې دی. له ویجاړۍ او وژنو پرته بل پروګرام لرئ، کتابونه مو لیکلي او تالیفات لرئ؟ که مشري لرئ نو خلکو ته وښيئ او جګړې ته د پای ټکی کېږدئ او د حکمتیار صاحب خبره ومنئ."

حکمتیار

د ولسمشر له خبرو وروسته، ګلبدین حکمتیار وویل، تر ټولو مهمه مسله اوس افغان مشرانو ته دا ده چې خپل راتلونکي نسل ته باامنه افغانستان په میراث پرېږدي.

نوموړي وویل، دی له افغان حکومت سره د سولې راتلو په موخه یوځای شوی، خو د قدرت او اقتدار غوښتونکی نه دی:

"په اقتدار کې د مشارکت لپاره نه یو راغلي، شرایط ورته نه دي برابر، وزارتونه نه غواړم، راغلي یو چې له قید او شرط پرته له هغه چا سره ملګرتیا وکړو چې هېواد کې سوله غواړي. "

ده وویل، غواړي دغه بدمرغه جګړه - چې ټول قربانیان یې افغانان دي، یوازې افغانان وژني او د افغان کور ورانوي - پای ته ورسېږي.

ده وویل، راځئ هغو کورنیو او بهرنیو لورو ته هم د جنګ پر دوام پانګونه کوي، خپلې ګټې د جنګ له دوام سره غوټه کوي، خپل ملي مصالح د افغانستان جګړه کې لټوي، په ګډه ژمنه وکړو چې نور د افغانستان کورنیو چارو کې لاسوهنه بنده ده. د افغانانو له فقر، لوږې بې وزلۍ په استفادې د هغوی تنکي زلمیان د جنګ لپاره مه استخداموئ، عراق او سوریې ته یې مه لېږئ، موږ ته هم د پیغور خبره ده چې وضعیت مو داسې دی چې تنکي زلمي مو ددې لپاره چې د مناسب کار له لارې ډوډۍ نه مومي، پرځای یې د استخباراتي شبکو لومو کې نښلي او د نورد ګټو لپاره جنګېږي.

حکمتیار د انځور حقوق AFP/Getty Images)
Image caption ګلبدین حکمتیار وویل، که څه هم له حزب اسلامي سره د حکومت د سولې تړون کې د افغانستان د اساسي قانون یادونه نه ده شوې، خو دوی د سولې لپاره اساسي قانون منلی دی:

اساسي قانون

ګلبدین حکمتیار وویل، که څه هم له حزب اسلامي سره د حکومت د سولې تړون کې د افغانستان د اساسي قانون یادونه نه ده شوې، خو دوی د سولې لپاره اساسي قانون منلی دی:

"ځینې هغه کسان چې نه غواړي سوله راشي تبلیغات کوي، چې د اساسي قانون په اړه ستر معاهدات لرو، حال دا چې معاهده کې د اساسي قانون یادونه نه ده شوې - موږ د سولې لپاره اساسي قانون منلی. یوازې دویمه ماده یې کفایت کوي چې وايي: افغانستان کې به هېڅ قانون له اسلام سره په ټکر کې نه وي. "

نوموړي وویل، له ادبي او حقوقي پلوه د افغانستان د اساسي قانون په ملاحظات لري، چې لویې جرګې ته باید وړاندې شي. ده وویل، حزب اسلامي د "اسلامي اساسي قانون" په نوم اساسي قانون جوړ کړی، چې پارلماني نظام بدل شي او ټول واکونه ولسمشر ته ولېږدول شي.

ده وویل، پر پارلماني نظام باور نه لري.

حکمتیار له افغان مشرانو او چارواکو وغوښتل، چې خپلې کورنۍ افغانستان ته راولي، لکه ده چې دا کار کړی او خپله کورنۍ یې کابل ته راوستلې ده.

ورته مطالب