په افغانستان کې ۴‌جي انټرنټي خدمتونه پیل شول

Image caption دمګړۍ پر دوو دولتي شرکتونو (افغان ټیلیکام او سلام) سربېره د روشن، اتصالات او ام ټی این په نامه خصوصي شرکتونه هم د (۳جي) خدمتونه وړاندې کوي.

یوه خصوصي مخابراتي کمپنۍ په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د (۴جي) انټرنټي خدمتونه وړاندې کوي.

دغه خدمتونه د پنجشنبې په ورځ د مۍ په څلورمه د افغان بېسیم له خوا په کابل کې پیل شول.

د یاد شرکت مشر امین رامین ویلي، د (۴جي) انټرنټ خدمتونو چټکوالی یې په یوه ثانیه کې ۷۲ میګابایټو ته رسېږي: "د کابل په پنځوسو ځایونو کې دغه خدمتونه پیل شوي او د دغه ښار په ۱۱۰ نورو ځایونه کې تر فعالېدو وروسته به ټول افغانستان ته وغځېږي."

افغانستان 'تري جي 3G' یا د نوي نسل ټيکنالوژي پیلوي

''نژدې ۷۰٪ افغانان مخابراتي خدمتونه کاروي''

د نوموړي د معلوماتو له مخې، درې کاله وړاندې یې د ۳،۵ میلیاردو افغانیو په ارزښت په یوه ثانیه کې د ۳۶ میګابایټو په وړتیا (۳جي) خدمتونه پیل کړل.

دمګړۍ پر دوو دولتي شرکتونو (افغان ټیلیکام او سلام) سربېره د روشن، اتصالات او ام ټی این په نامه خصوصي شرکتونه هم د (۳جي) خدمتونه وړاندې کوي.

د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې مشر نجیب الله عزیزي پخپلو خبرو کې وویل، په افغانستان کې د (۴جي) خدمتونو پیلېدل د زېربناوو په وده او پراختیا کې ګټور دي چې د هېواد په اقتصادي پرمختیا کې اړین رول لري.

نوموړي زیاته کړه، له کومو شرکتونو یې چې کاروونکي شکایت وکړي او په خدمتونو کې یې نیمګړتیاوې ثابتې شي، د دوی له خوا به جریمه شي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption دا مهال افغانستان کې د انټرنېټ کاروونکو شمېر څلور میلیون کسانو ته رسېږي.

دمګړۍ په افغانستان کې ۴ میلیونه وګړي انټرنټي خدمتونو ته لاسرسی لري، خو د مخابراتو وزارت وايي، هوډمن دي چې دا شمېره تر راتلونکو پنځو کالو ۱۵ میلیونو ته ورسوي.

په افغانستان کې د (۴جي) خدمتونه پر داسې مهال پېلېږي چې د (۳جي) انټرنټي خدمتونو له چټکوالي او څرنګوالي يې ډېری کاروونکي شکایت کوي.

په افغانستان کې مخابراتي شرکتونه له نوري فایبره په ګته اخیستنه خدمتونه وړاندې کوي.

اړونده مطالب

ورته مطالب